کور / تازه خبرونه / اسلام آباد: ولسمشر او لومړي وزير د لاهور بريد وغنده

اسلام آباد: ولسمشر او لومړي وزير د لاهور بريد وغنده


همدا څو شېبې مخكې د لاهور د بمي چاودنې په غبرګون كې د پاكستان ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزير سيد يوسف رضاګيلاني د لاهور بمي بريد وغنده او امر يې وكړ چې د پيښې په هكله دې لازمې څيړنې پيل كړي. د پاكستان د جيو ټلوېزون وايي چې د لاهور ښار نن سهار يوې زورورې چاودنې ولړزاوه چې له امله يې زيات شمير خلك مړه او ټپيان شول او يو شمير موټرو او كورونو ته يې مالي زيان هم اړولى دى. ياده دې وي چې د چاودنې وروسته د ډزو اوازونه هم اورېدل شوي چې د خلكو ويره يې راپارولې ده.