د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي د كابل ښار د امنيت د ساتلو دپاره يې كلكي هڅي پيل كړي دي.
پوځي مقامات وايي دې كار ته يې د ملي دفاع وزارت ۱۱۱ – مه نوې فرقه په كار ګومارلې چي د كابل په ښار او شاوخوا سيمو كي د انتخاباتو پر مهال د قانون او ثبات په ټينګېدو او له پوليسو سره يو ځاى د ګډوډي په مخنيوي كي مرسته وكړي.
د وزارت په وينا د دغي فرقې عسكرو ته شپږ مياشتي دمخه د ولسمشر حامد كرزي په امر د همدې موخي دپاره روزنه پيل سوې وه.
د افغانستان د دفاع وزارت اوس ۸۶۰۰۰ سرتېري لري، چي وايي تر ۲۰۱۱ كال پوري به يې شمېر ۱۳۶۰۰۰ تنو ته ورسېږي