کور / تازه خبرونه / د ګرمسير ولسوالۍ ماشومان په سخت حالت کي زدکړه کوي

د ګرمسير ولسوالۍ ماشومان په سخت حالت کي زدکړه کوي

دګرمسير بازار ته په ورڅيرمه كلي كي ديوه ښكلي ښوونځي په ټولګيو كي په لسګونو زده كوونكي په داسي حال كي زده كړه كوي چي له څټ او غاړي يي پرلپسي دخولو څاڅكي بهيږي. دوي يوازي خپل ښوونكي ته ګوري او دهرډول غالمغال نه ځان ساتي ددې زده كوونكو سره چي كله خبري كوو له ورايه سړي پوهيږي چي دزده كړي سره دځانګړي ميني په خاطر ښوونځي ته راځي،ډيرى يې كتابونه نه لري او ترډيره هڅه كوي دكوم بل زده كوونكي سره شريك سي او دكتاب توري وويني دهزاره جفت دښوونځي زده كوونكي نه يوازي دكتاب او كتابچي غوښتنه كوي بلكي په ډيراوميد وايي، له ګرمي نه درس نه سوو ويلي مونږ ته دي دپنكو له پاره جنراتور راكړي تنكى احسان الله وايي دښووني او روزني له ريس نه غواړي چي كتابونه او كتابچي وركړي. دګرمسير په دي ښوونځي كي ټول خيرن او په دوړو ككړ زده كوونكي هره ورځ دزده كړي له پاره راځي ،دوي وايي په سيمه كي يي زيات وخت ښوونځي نه وو ددوى دزده كړي سطحه خورا كښته ده چي په راپورته كولو كي يي دښووني او روزني دلوړو مسئولينو مرسته غواړي، په هزارجفت كي ددريم ټولګۍ ټول زده كوونكي په يوه اواز له دولت نه د وړيا كورسونو غوښتنه كوي وايي په دې دري مياشتي رخصتي كي به وتوانيږي چي دزده كړي سطحه يي پياوړې سي دهلمند دښووني اوروزني ريس شيراغاصافي په ياد سوي ښوونځي كي دكتاب او كتابچې كمبود مني وايي په دې اړه چټك كار كوي چي زده كوونكوته كتاب او كتابچه ورسوي هغه دهزارجفت زده كوونكو ته درخصتۍ پرمهال د وړيا كورسونو دپرانستي ژمنه هم وركړه ددې زده كوونكو نه اكثريت له ليري سيمو نه ښوونځي ته راځي له همدې امله ډيرى يې وايي چي دولت دي ورته ملي بس وركړي چي په لاره دزياتو ستونزونه خلاص سي دګرمسير ولسوالۍ دښووني او روزني مدير وايي دزده كوونكو غوښتني يي په ځاي دي كه چيري امكان ولري مركزي دولت دي ورته دملي بس بندبس هم وكړي دګرمسير دهزارجفت دسيميي دغه ښوونځي وروسته ترهغه بيرته دزده كوونكو پرمخ ورخلاص سوه چي دولسوالۍ په مركز كي يي دولتي حاكميت له سره ټنګ سوو په يادسوي ښوونځى كي تر ډيره وخته زده كوونكو ترخيمو لاندي زده كړه كوله خو خيمي يي وروسته ترهغه په ودانۍ بدلي سوې چي دولايتي بياروغوني دټيم له لوري ورته همداښوونځي ورغول سوو دګرمسير دښووني اوروزني مدير وايي اوس مهال يي په ښوونځى كي ۸۵۰ تنه نارينه زده كوونكي زده كړه كوي ‏