کور / سياسي / په كندهار كښي دكرزې دقدرت لوبه

په كندهار كښي دكرزې دقدرت لوبه

دلند ن داقتصاد پوهنتون دڅيړنې له مركز څخه (انتوني گوشتيزو ليكنه )
دم۔ اكبر كرگر لنډيز اوژباړه 
 
مهمه پيښه : ولسمشر حامد كرزي په خپل پلرني ولايت كندهار كې چې دافغانستان جنوب زون دى په زياتيدونكې توگه خپل نفوذ له لاسه وركوي ۔نوموړي دخپلو سيمه ييزو پلويانو څخه چې دده په شخصې اجندا كې هڅول كيدل ٬ دسترې ويجاړى سبب شول ۔ دولايت دډېري كمزورې ادارې په وړاندې نارضايتي پيل شوه اوداكار ددى سبب شو چې طالب ياغيانو ته لاره هواره شي ۔
د۲۰۰۱ او۲۰۰۵ كلونو په منځ كې اولسمشر كرزي هڅه وكړه چې دافغانستان په جنوب كې دخپلو پلويانو په ټاكلو اوگمارلو سره خپل دريځ پياوړى كړي ۔ دا خبره په خاص ډول دهلمند اوارزگان په اړوند صدق كوي ۔ ددغه ولايتونو دوه واليان دكرزي له كورنۍ سره دوادونوله لارې اړيكې لري ۔ اولا له مخه ان د۲۰۰۱ كال په پاى كې هلته ټاكل شوي و ۔په كندهار ولايت كې سره له دې چې حالت نور زيات پيچلې و دا ځكه چې نور لوبغاړې هم شتون لري ۔ دكرزي دوه ورونه په سيمه ييزكې دپوپلزاي قوم نماينده گي كوي چې دقيوم كرزي اواحمد ولي كرزي څخه عبارت دي ۔ دوى له دوه نورو قومونو سره په لومړي سر كې چې په واك كې شريك ول ښه روابط درلودل ۔ دا قومونه دالكوزيو اوباركزيو څخه عبارت دي ۔ دالكوزيو قوماندان دطالبانو په وړاندي دقدرت يوه عمده ستنه ده ۔ چې پوره پوځي ځواك يې درلود ۔ په دې لوبه كې گال اغا شيرزي په ماهرانه توگه دباركزيو مشرتوب تر لاسه كړ ۔ اودامريكايي پوځ سره يې دافغانستان په جنوب كې يوه مهمه معامله وكړه ۔
په جنوب زون يا كندهار كې ددرې قومونو تر منځ دقدرت دشريكولو سخت تړون دبحران بيلابيلو سطحو ته داخل شو ۔
دغه درې قومونو چې ددپوپلزيو اوباركزيو اوالكوزيو څخه عبارت و ۔ څرنگه چې اوسني پاچا يا كرزى دپوپلزيو پورې اړه درلوده نو واك په كرار كرار ددوى په لاسو كې متمركز كيدلو۔ البته په اوايلو كي دپوليسو قوماندي پوځ اودولايت په چوكۍ باندې كنترول درلود ۔ پوپلزيو وكړاى شول خپل دوه مخالف قومونه تخريب اوكمزوري كړي اوپه دې ډول يې په كندهار كې په اساسي قدرت خيټه واچوله ۔ ٬ نور قومونه يې ښه تخريب كړل اوكله ناكله ددوي دډلو ترمنځ جنگونو اونښتو ته هم پكې ووهلو ۔په تدريج سره دپوپلزو واك زيات شو اودنورو دوو په كميدو شو ۔ چې په ۲۰۰۶ كال كې ټوله ولايتي شورا پوپلزيو اشغال كړه ۔ دپوپلزيو مشروكړاى شول په تدريج سره دوه رقيبې ډلې بې اعتباره كړي اودهغو افراد هم له مهمو دولتي اورسمي پوستونو څخه ليرې كړي ۔ كرزي اودهغه ورونو ټول كندهار په واك اوكنترول كې راوست ۔ په بالنسبه توگه كله چې كرزيانو ټول كندهار لاندې كړ نو ياغي طالبان چې دمخه ليري كليو ته تللي و اويا غرنيو سيمو ته تللي و يا جنوب برخو ته ۔ ځكه چې د۲۰۰۵ كال پورې طالبانو ونه شول كړاى چې كندهار ته رانږدي شي ۔ دا ځكه چې تر دغه وخته پورې دغه اساسي دري قومونو له هغو سره دوښمني درلوده ۔ همدارنگه دغو دريو مليشاو و د غلجيو وانورزيو دافرادو سره يو ډول سمپاتي درلوده ۔ خو د۲۰۰۵ كال په پاى كې داسې حركت پيل شو چې طالبانو په كې زور واخيست ۔ دغه ظهور ان دالكوزيو په ساحه كې پيل شو ۔ په تدريج سره هغه امن اوثبات چې دمخه موجود وو په كرار كرار ان دنورزيو په ساحه كې دطالبانو لاس ته ورغى ۔
په دواړو حالاتو كې هم دنورو قومونو دمشرانو كمزوري كول چې له كرزي سره مخالف شول اوهم يې طالبانو ته تمايل زيات شو ۔اوځينو كسانو خو دطالبانو سره همكاري هم پيل كړه ۔ كله چې قومي مليشا وې پياوړې وې طالبانو هلته دورتللو جرايت نه كاوه خو كله چې يې زړه دكرزي له اداري سوړ شو ٬ نوورورو طالبانو كليو ته لاره پيدا كړه اوهلته يې پراپاگندونه پيل كړل ۔اوقدم په قدم يې كليوال په بغاوت كې شامل كړل ۔ په دې جلب وجذب كې بيلابيل فكتورونه شامل ول ۔ لكه دبهرنيو ځواكونو موجوديت او له خلكو سره دافغان امنيتي ځواكونو دوښمني چې دې نوې جريان طالبانو ته د۲۰۰۱ كال راهيسې دلومري ځل له پاره ښه چانس وركړ ۔
لويديځې ټلوالې دا خبره درك كړه چې ددې بدمرغيو لامل كرزي اودهغه ورور احمد ولي كرزى دى ٬ نو ځكه يې فشار وارد كړ چې احمد ولي ليرې كړي اوهمدارنگه په هلمند اوارزگان كې هم دكرزي دپلويانو دليرې كولو هڅې وشوې ۔ ددوه ولايتونو يعنې هلمند اوارزگان واليان ليرې شول خو لږ وخت وروسته كرزي بيا مټې راونغښتلي چې هغوى بيا په كار واچوي اودنوې مليشا اونوي ځواك جوړ كړي ۔خو داحمد ولي كرزي په اړوند فشار واچول شو چې له كاره ليرې شي ۔ خو يې هغه ته وړانديز وكړ چې سفير شي ۔ احمد ولي كرزي دكندهار پادشاهي غوره بلله اوسفارت ته حاضر نه شو ۔ اوبيرتي په بي واكي كندهار په شورا كې پاتې شو ۔
اوس داسې فكر كيږي اولكه چې كتل كيږي امكان نه لري چې كرزى به په جنوب كې يا په خپل جنوب ولاياتو كې پلويان ليرې كړي ۔ ددې مانا دا كېداى شي چې چې په خپله سيمه كې كندهار كې خپل هر ډول نفوس نه تير شي ۔ په دې هر يو درې ولايتونو كې سياسي حالت دسازش له پاره برابر دى چې راديكال بدلون رامنځ ته شې اوحالاتو كې بدلون راشي ۔ په اداره كې بدلون راشي ۔ زياتره كلي اوس په يو ډول فكري اوشفاهي لحاظ دطاليبانو تر كنترول لاندې دي ۔ دولت هيڅ داسې ظريتونه په دغو سيمو كې نه لري چې بيرته يې تر كنترول لانديې راولي ۔ اوپه دغه دوه قومونو الكوزيو اوباركزيو كې كرزي نور نه شې كولاى چې پخواني پاسيف شوي دوستان هم بيا فعال كړي اودمحلاتو دكنترول له پاره يې وهڅوي ۔ چې د۲۰۰۴ كال حالت ته وگرځي ۔
 
په نتيجه كې : داسې مالوميږي چې كرزى په جنوب كې ځان په لومه كې بند كړى دى ۔ هغه په جنوب كې په بشپره توگه له خلكو پردى شوى اويو كوچنې مضمن اقليت چې په فساد كې غرق دى اودده مربوطين دي ٬نور نه شي كولاى چې دقدر ت بيلانس اوانډول جوړ كړي ۔ حالت نور هم پيچلي اوهغه په خلكو كې باور اواعتماد له لاسه وركړى دى ۔ همدارنگه په نړيوالو ملگرو كې يې هم خپل باور له لاسه وركړ دى ۔ نړيواله ټولنه فشار واردوي چې اداري سيستم كې ريفورم راولي ۔ خو ددې وخت اوس په خلاصيدو دى دده موجوديت دنړيوالو ملگرو دكمزورۍ سبب دى .