کور / راپور / په غزني كښي د متوازن معارف د رامنځ ته كېدو لپاره هڅې روانې دي

په غزني كښي د متوازن معارف د رامنځ ته كېدو لپاره هڅې روانې دي

د غزني ولايت د پوهنې رييس حسن مبارك عزيزي له ارادې ورځپاڼې سره په مركه كښي :

په هېواد كې د وروستيو ناكراريو، امنيتي ستونزو او جګړو له امله د پوهنې ډېرى ښوونځي بند كړل شوي، چې له امله يې د هېواد په زرګونو ماشومان د زده كړې له نعمت څخه بې برخې شول، د ډېريو ښوونځيو ودانۍ وسوزول شوې، چې د دې ستونزو له امله د غزني ولايت هم په لوړه كچه زيان ليدلى خو په دې وروستيو كې د غزني ولايت ډېرې ورته ستونزې اوارې شوې دي، ډېرى ښوونځي بېرته د شاګردانو په مخ پرانيستل شوي او شاګردان يو ځل بيا د پخوا په څېر خپلو ښوونځيو ته د زده كړې لپاره ځي. په دې اړه مو د غزني ولايت د پوهنې له نوي رييس ښاغلي حسن مبارك عزيزي سرع مركه كړې چې د لوستو لپاره يې تاسې ته وړاندې كوو.

پ: د غزني ولايت د ښوونځيو او پوهنې وضعه څرنګه ارزوئ، ويل كېږي، چې اوس هم په دې ولايت كې يو شمېر لېسې د امنيتي ستونزو له مخې بندې دي؟

ځ: د غزني پوهنه اوس په بشپړه توګه فعاله ده، د دې ولايت ټولې ليسې او نور ښوونيز مركزونه له ناوې ولسوالۍ پرته په ټولو ولسواليو كې فعالې او د زده كوونكو پر مخ پرانېستي دي. تېر كال دغې ستونزې په پراخه كچه شتون درلود، چې اوس د سيمې د قومي مشرانو او سپين ږېرو په مرسته اوارې شوې. همدارنګه د غزني خلك خپله هم اوس په پوره ډول دې پايلې ته رسېدلي، چې د هېواد د پرمختګ او ټولنې د غوړېدا يوازينۍ لاره دا ده، چې د هېواد د ښوونې چارې ته پاملرنه وشي. د همدې هوډ پر بنسټ، د دې ولايت ټول وګړي، دې ته چمتو دي، چې د پوهنې د رغېدا په موخه هر څه يې چې له وسه كېږي، ترسره كړي. بايد ووايم، مخكې له دې چې ما ته دغه دنده وسپارل شي، د هغو ښوونځيو شمېر چې د بېلابېلو ستونزو له امله بندې وې، ۳۵ ته رسېدې، خو وروسته له دې چې ما پر خپل كار پيل وكړ، د سيمې خلكو، مشرانو او سپين ږېرو په مرسته پر دې توانېدلى يم، چې د دې بندو ښوونځيو له ډلې څخه، پنځه بېرته فعال او د زده كوونكو پر مخ پرانېزو. البته د پاتې نورو په بېرته پرانيستو او فعالولو باندې كار جريان لري، چې دغه ستونزه به هم په نژدې راتلونكي كې اواره شي.

پ: ويل كېږي، چې په غزني ولايت كې په يو شمېر لېسو او ښوونځيو كې د دولت د امنيتي ځواكونو له خوا هم د پوستې په جوړولو سره، د دغې ليسې د زده كوونكو پر مخ تړل شوې، آيا دغه ستونزه اوس موجوده ده او كه اواره شوې؟

ځ: دغه ستونزه اوس په بشپړه توګه اواره شوې، هغه پوستې چې په ښوونځيو كې جوړې شوې وې، له پي. آر. ټي ډلې او امنيه قوماندانۍ له مسوولينو سره د پرله پسې اړيكو او تفاهم په لړ كې، اوارې شوې. اوس د اسپندې او د واغظ د احمد خان كلا لېسې د زده كوونكو پر مخ پرانيستې دي.

پ: يو له هغو شيانو څخه چې د دولت بنسټيز شعار جوړوي او په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه كې، هغه په هېواد كې د متوازنې پرمختيا رامنځ ته كول دي، خو لكه څرنګه چې ليدل كېږي، دغه لړۍ په غزني كې ډېرې نېمګړتياوې لري، د غزني په بېلابېلو ولسواليو كې د پوهنې د پرمختيا كچه ډېر توپير لري، د بېلګې په توګه موږ په زنخان او خوګياڼيو ولسواليو كې هېڅ لېسه نه لرو، خو يوازې په جاغوريو ولسوالي كې ۲۵ لېسې، ۷۵ ابتداييه او منځنۍ ښوونځي فعال دي، همدارنګه په مالستان او ناور ولسواليو كې هم دې ورته بېلګې ليدل كېږي، تاسې د يو متوازن معارف د رامنځ ته كولو په موخه څه پلانونه په پام كې لرئ؟

ځ: هو، دغه پوښتنه له ما سره هم مطرح ده، زه خپله د دې پلوى يم، چې بايد د پوهنې په بهير كې توازن رامنځ ته شي، ځكه دغه امكانات او پيسې چې لګول كېږي، د افغانستان د ټولو خلكو لپاره دي، نه د يوې ځانګړې سيمې لپاره. پر دې بنسټ، موږ په پام كې لرو، چې په راتلونكې كې، هغه ولسوالۍ چې هلته پوهنې وده او پرمختګ نه دى كړى، زياته او ځانګړې پاملرنه او توجه ورته وشي.

پ: د ښځينه ښوونځيو وضعه څرنګه ده، آيا په ټول ولايت كې فعالې دي او كه په دې اړه هم ورته ستونزې موجودې دي؟

ځ: د غزني په ډېرو سيمو كې د نجونو لېسې او ښوونځي فعال دي، د بېلګې په توګه د مركز ټول ښځېنه ښوونځي فعال دي، له دې نه اخوا، په جاغوريو، مالستان، ناور او خواجه عمري ولسواليو كې هم، ښځېنه ښوونځي د نجونو پر مخ پرانېستي. همدارنګه د مقر، قره باغ، ده يك او اندړو د ولسواليو په مركز كې د نجونو لپاره يو يو باب ښوونځي فعاليت لري. په دې اړه هم هڅه روانه ده، چې په نورو ولسواليو كې هم دغه ستونزه اواره شي.

پ: د ديني مدرسو په اړه د غزني د پوهنې رياست څه پروګرامونه تر لاس لاندې لري؟

ځ: د ديني مدرسو په برخه كې هم په پراخه كچه هڅې روانې دي، همدا اوس موږ د ټول ولايت په كچه ۱۶ فعالې ديني مدرسې لرو، چې له دې جملې څخه يې دوه د جمع اوليا او مركزي دارالحفاظ په نامه په مركز او ۱۴ نورې يې په بېلابېلو ولسواليو كې د ديني زده كوونكو پر مخ پرانيستې. له بلې خوا، همدا اوس پر څلورو نورو ديني مدرسو باندې هم كار روان دى، چې په نژدې راتلونكي كې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

پ: د څرنګوالي له پلوه د زده كړې د كچې ټېټوالى كه څه هم د هېواد په كچه يوه ټوليزه ستونزه ده، خو بيا هم تاسې په خپل كاري چاپېريال كې د دې ستونزې د لږولو او له منځه وړلو لپاره څه پروګرامونه په پام كې لرئ؟

ځ: دا واقعيت دى، چې زموږ د څرنګوالي له پلوه كمزورې ده، موږ مسلكي ښوونكي نه لرو، او كه يې لرو هم لږ دى. موږ په راتلونكي كې په پام كې لرو، چې په دې برخه كې ډېر څه وشي. همدا اوس موږ په ښوونځيو كې د مسلكي ښوونكو د ټاكلو بهير پيل كړى، چې د پي. آر. آر د پروسې په بهير كې له استادانو څخه آزموينه اخيستل كېږي، او د آزاد رقابت له لارې استادان ټاكل كېږي، هيله لرو، چې دغه بهير په ټول ولايت كې ترسره شي.

پ: د مسلكي ښوونكو د كمښت خبره مو وكړه، همدا اوس زه په غزني كې داسې كسان پېژنم چې تازه له دارالمعلمين څخه فارغ شوي، خو د پوهنې رياست تر اوسه ورته د كار زمينه نه ده برابره كړې، ويل كېږي، چې د پوهنې په اداره هم اداري فساد په پراخه كچه شتون لري، تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟

ځ: دغه شكايتونه او ګيلې پر ځاى دي، خو كله چې زه دلته راغلى يم، په جدي توګه مې هڅه كړې، چې له دغې ناوړې پديدې څخه مخنېوى وشي، همدا اوس د نويو ښوونكو او كاركوونكو د په كار ګمارنې لړۍ بدله شوې، اوس زموږ په اداره كې د اداري اصلاحاتو د پي. ار. آر بهير په لاره اچول شوى، هر مامور او هر ښوونكى د خپل استعداد او وړتيا له مخې ټاكل كېږي. په دې برخه كې د هېڅ راز سفارش لپاره ځاى نشته.

پ: بله مهمه ستونزه چې خلك ترې سر ټكوي، د ښوونځيو د ودانۍ د نه شتون مسئله ده، همدا اوس په يو شمېر ښوونځيو كې زده كوونكي تر خېمې لاندې زده كړې كوي، تاسې د غزني د پوهنې د مسئول په توګه د دغې ستونزې د له منځه وړلو په موخه څه پروګرامونه په پام كې لرئ؟

ځ: په دې اړه بايد ووايم، چې د پوهنې وزارت له خوا موږ ته د ودانيو د جوړولو لپاره تخصيص نه دى راكړل شوى. موږ له پي. ار. ټي او ځېنو نورو خيريه موسسو سره چې د پوهنې په برخه كې كار كوي، په دې تړاو خبرې كړې. د غزني پي. ار. ټي د نوې كلا په كلي كې د ثريا شهيد ليسې د ودانۍ جوړولو چارې په غاړه اخيستې چې په څو راتلونكو ورځو كې به رسما كار پرې پيل شي. همدا راز موږ د ښوونځيو لپاره لوبغالي نه لرو، چې په دې برخه كې د سوېډن كمېټه او آى. او. اېم موسسې د مرستې ټټر وهلى.

پ: د دارالمعلمين د لا زياتو پرمختياوو او ودې په موخه كوم كارونه ترسره شوي او څه په پام كې دي؟

ځ: په دارالمعلمين كې شپږ نوي ديپارټمنټونه زيات شوي او امكانات او تخصيصات يې هم زيات شوي. د نوي دارالمعلمين انګړ، ليليې او ټرانسپورټ ستونزه اواره شوې. په دې نويو ډيپارټمنټونو كې انګليسي، پښتو، دري، جغرافيه او شرعيات څانګې شاملې دي. بل مهم چې په غزني كې د معارف لويه لاسته بلل كېږي، هغه د پوهنې رياست له خوا د سيمې په كچه د يو لوى او بډاى كتابتون فعالول دي، چې دغه چارې هم د بهرنيو مرسته كوونكو موسسو په مرسته ترسره شوې.