کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي د کرکټ بورډ تشکیل ومانه.

ولسمشر کرزي د کرکټ بورډ تشکیل ومانه.

ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د افغانستان د کرکټ د ملي اتلې لوبډلې له لوبغاړو سره تر کتلو وروسته پرېکړه کړې چې د افغانستان د کرکټ بورډ به تشکیلوي او له فدارسیون نه به یې باسي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزي د کرکټ لوبغاړو سره ژمنه کړې چې دغه بورډ ته به نوې مشري ټاکي.
نوې مشري د بورډ لپاره هغه څه وو چې سخته اړتیا ورته وه، د لر او بر د معلوماتو له مخې ښايي د مالېې وزیر عمر زاخېلوال د افغانستان د کرکټ بورډ مشري په غاړه واخلي، دا ډول ویل شوي چې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو د څارنې پلاوی به هم جوړ شي.
افغان لوبغاړو خورا زیاتې ستونزې ګاللي او ښايي نوې اداره دغو ستونزو ته پرنه ږدي.
ولسمشر کرزي د لوبډلې بریا ستایلي ، ولسمشر لوبغاړو ته ویلي چې ده په لومړي سر کې په خپله پدې باور نه کاوه چې کرکټ به دومره پرمختګ وکړي، ولسمشر لوبغاړو ته ویلي چې د څو هیوادونو مشرانو او ډیپلوماټانو ورته د کرکټ د بریاوو مبارکي ورکړې.