کور / تازه خبرونه / برتانوى پوځي په روغتون كي مړ سو

برتانوى پوځي په روغتون كي مړ سو


د برتانيې د دفاع وزارت وايي تېره شپه يې د سمندري ځواك يو پوځي په سيلي آك روغتون كي د علاج پر مهال مړ سو.


دغه عسكر د مى پر ۲۲ – مه لښكر ګاه ته نيژدې د مياين په يوه چاودنه كي د ګزمې پر مهال ټپي سوئ وو.


د دفاع وزارت په وينا دغه سرتېرى تر ټپي كېدو وروسته چي د ژوند حالت يې خراب وو، برتانيې ته انتقال سو چي تېره شپه يې د هماغه زخمونو له امله ساه وركړه.