کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بارک اوبامادسعودي له پاچاسره دايران په اړه خبري کوي

بارک اوبامادسعودي له پاچاسره دايران په اړه خبري کوي

ريانوستي  د۱۳۸۸ دجوزا دريمه
واشنگتن
دسپيني ماڼۍ وياند ((روبرت گيبس)) په يوه مطبوعاتي کنفرانس کښي اعلان وکړ چي دامريکا ولسمشر بارک اوباما دجون دمياشتي پر دريمه  نېټه سعودي عربستان ته سفر کوي اوهلته به دسعودي عربستان له پاچا عبدالله بن عبدالعزیز سره دايران دروانوحالاتواوسيمې دستونځوپه باب  مفصلي خبري وکړي .

پخوادښاغلي بارک اوبامادراتلونکي سفرپه پروگرام کښي سعودي عربستان ته سفر نه وشامل .
 دروبرت گيبس په ويناښاغلي بارک اوبامابه له سعودي عربستان څخه دمصرپه لور وخوځېږي  .په مصرکښي به دامريکا ولسمشر داسلامي نړۍ سره داړيکوپه هکله خپله تاريخي وينا وکړي  .
پسله هغه نه  بارک اوباما اروپاته سفر پيلوي ،هغه به په خپل دوهم  اروپايي سفرکښي جرمني ته ولاړسي اوهمدا ډول به دمتنقودقواوود۶۵ کليزي په يادغونډه کي چي په فرانسه کي جوړېږي برخه واخلي .
دژباړونکي يادنه :
زماپه گمان دبارک اوباما داسفر به  دمنځني ختيځ ،افغانستان ،ايران  ،منځنۍ اسياهيوادو،دشانگهاي تړون غړو هيوادواوروسې سره داړيکو اونوو مناسباتودسياست په غوره کولوکي ټاکلی رول ولري  .پدې سفرکښي به بارک اوباما دمنځنې ختيځ ،اوايران په اړوند دامريکادراتلونکی سياست  دتعين په خاطردسعودي عربستان له پاحا اومصر دولسمشر سره  خپله راتلونکې طرحه شريکه  اودهغې په اړوندبه ددغوهيوادو دمشرانو نظر پخپلوغوږو واوري  . همدا ډول دامريکا لپاره پدې شرايطو کښي چي له يوې خواپهپاکستان او افغانستان کي امنيت له جدي گواښ سره مخامخ دی  اوله بلې خواپه افغانستان کي  دوې مياشتي وروسته دولسمشری لپاره دټاکنودپروسې دپلي کېدوتلاښونه روان دي،چې په همدې موخه امريکا او اروپايي نړۍ تازه دمه پوځيان افغانستان ته لېږي . اړينه ده ددې سيمي دسياسي اوپوځي حالاتو په اړوندپه اصطلاح نوی ستراتيژی دعملي اوبريالي پلي کېدوپه موخه  اوهمدا ډول په سيمه کي دروسې اوايران درول په اړه له اروپايي مشرانو سره خبري وکړي .
فکر کېږي چي بارک اوبامابه دگرجستان  په اړوند داروپايي ټولنې او امريکادنوي سياست  اوپه اروپاکشي دروسې او امريکامناسباتوپه هکله دخپلو اروپايي دوستانوسره سلامشوري وکړي .