کور / تازه خبرونه / پېښور: يوه د ګڼه ګوڼي ډک مارکېټ کي دوې چاودني وسوې

پېښور: يوه د ګڼه ګوڼي ډک مارکېټ کي دوې چاودني وسوې

د پېښور ښار په يوه د ګڼه ګوڼي ډک مارکېټ کي دوو پرله پسو درنو چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړه ، دا عيني شاهدانو لراوبر ته وويل چي په دې چاوندو کي يې د شپږ وژل سوي کسان په سترګو ليدلی او په لسګونو نور کسان ژوبل سوي دي . پرون د پاکستان په لاهور ښار کي د چاودني له امله د ۲۴ وژل سوو او لسګونو نورو ژوبل سوو کسانو پخلی وسو ، د پرونۍ پېښي مسوليت سيمه ايزو طالبانو پر غاړه واخيست ، په پېښور کي د تازه چاودنو مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی .