کور / تازه خبرونه / چارواكي: ۳۴ وسله وال طالبان وژل سوي دي

چارواكي: ۳۴ وسله وال طالبان وژل سوي دي

.
افغان او ايتلافي پوځيان وايي تېره شپه يې د پكتيكا په ولايت كي ګڼ شمېر طالبان وژلي دي.


د پكتيكا چارواكي وايي وژل سوي كسان د جلال الدين حقاني په شبه پوري تړلي وو چي د افغان طالبانو په منځ كي القاعده شبكې ته نيژدې كس ګڼل كېږي.


د پكتيكا د چارواكو په وينا د ايتلاف هوايي الوتكو د طالبانو يو پټنځاى په نښه كړ چي ۳۴ وسله وال طالبان پكښي ووژل سول.


طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو معمولاً هغوى په دغسي پېښو كي ځانته اوښتې مرګ ژوبله ملكي كسانو ته منسوبوي.