کور / تازه خبرونه / كندهار: په وسله وال بريد كي دوه پوليس وژل سوي دي

كندهار: په وسله وال بريد كي دوه پوليس وژل سوي دي


تېره شپه د كندهار ښار د دريمي ناحيې په دې خټي سيمه كي دوه پوليس په يوه وسله وال بريد كي وژل سوي دي.

د دې سيمي يوه اوسېدونكي لر او بر ته وويل چي دغه دوه پوليس د همدې سيمي د يوې امنيتي پوستې اړوند كسان وو چي تېر ماښام د اتو بجو په شاوخوا كي د وسله والو كسانو له خوا تر ډزو وروسته ووژل سول.

د نوموړي كس په وينا د همدې پوستې يو بل امنيتي كس هم څلور ورځي وړاندي پر همدغه ځاى د نامعلومو وسله والو له خوا وژل سوئ وو.