کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

 


نیټه:د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۳۰ نیټه


 


د ویسا خپلواکه ورځپاڼه


دې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې د برطانیې ددفاع وزارت په افغانستان کې د قوي چادیدونکو وسلو، چې یو ډول توغندي دي او د کیمیاوي موادو سرګلولې لري په کارولو اعتراف کړې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د شورا دا انتقاد هم راغستې، چې امریکا په افغانستان او عراق کې د خپلو سرتیرو د جنګي جنایتونو په څیړلو کې پاتې راغلې.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ډیورنډ د کرښې پورې غاړې ته روان حالات څیړلي او هغه يې د پوښتنو پر ضد یوه داسې توطعه بللې، چې له یوې خوا خپل هست بود له لاسه ورکړي او له بلې خوا دوې د خپل برخه لیک د ټاکلو واک له لاسه ورکړي، څو د غلامۍ زنځیر يې غاړې ته واچولې شي.


 


د هیواد دولتي ورځپاڼه


دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون وروستۍ اعلامیې تبصره کړې او لیکلي دي، چې انتخاباتي کمپاین باید په بشپړ ډول له قانون سره سمون ولري.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ مقالې تبصره کړې، چې پکې په افغانستان کې د بري لپاره د پوخي لارو ترڅنګ اقتصادي پیاوړتیا ته هم د پاملرنې غوښتنه شوې.


ورځپاڼې راتلونکو انتخاباتو ته هم یو زغلنده کتنه کړې او لیکلي دي، چې پدې انتخاباتو کې باید یو صادق، پوه او هیواد پال افغان واک ته ورسییږي.


 


د ارادې خپلواکه ورځپاڼه


دې ورځباڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د یوې امریکايي ورځپاڼې په حواله لیکلي دي، چې امریکا غواړي په افغانستان او پاکستان کې د خپل دیپلوماټیک حضور د پیاوړې کولو لپاره شاوخوا یو میلیارډه ډالره ولګوي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د شویو مرستو د څیړلو لپاره د امریکا د ځانګړي څیړونکي د رپورټ په استناد لیکلي دي، چې د عراق په څیر په افغانستان کې هم د امریکا لخوا شوې مرستې ځاې ته ندي رسیدلي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له وخت نه مخکې د کمپاین د نه کولو لپاره کاندیدانو ته د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په وروستۍ لارښوونې تبصره کړې، خوپوښتلي دي چې ایا دا لارښوونه د ټولو لپاره ده.


 


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼه


دې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په ولسي جرګه کې د فساد مسله څیړلې او په غټو ټکو سره يې لیکلي دي، چې کوم کس باید استعفې ورکړي؟


ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په ایران کې د پنجشنبی په ورځ شوې چاودنې ته په اشارې، چې پکې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول لیکلي دي، چې دا ایران ته د ترورزم د خطر زنګ دې.


ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر هم ورکړې دې، چې په خوست کې یو ترکي انجنیر، چې له یو ساختماني شرکت سره يې کار کاوه د نابیژندل شویو وسلوالو کسانو لخوا د خوست د ښار په حنډه کې تښتول شوېدې.


 


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکه ورځپاڼه


دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د کرکټ بورډ د جوړولو لپاره د حکومت په وروستي اقدام تبصره کړې او هغه يې په هیواد کې ددې لوبې دودې لپاره یو مثبت ګام بللې دې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه افغانانو د وژنې مسله راغستې او د هغې عوامل يې څیړلي دي.


ورځپاڼې دا ځلې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو یو کارټون خپور کړې، چې پکې د ځینو میرمنو او عامو کسانو ترڅنګ داسې کسان هم ښودل شوي، چې ټوپکونه يې په اوږه دي.


 


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼې


دې ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يي پرې خپاره کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې د مخالفینو د تمویل د منابعو د معلومولو لپاره روانې هڅې څیړلي او هغه يې مهمې بللې دي.


خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې هڅه کړې، چې په هیواد کې د جرمونو د زیاتیدو لاملونه روښانه کړي.


 


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼه


دې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د افغانستان ددفاع د وزارت په حواله د پاکستان د اطلاعاتو د پخواني وزیر دا ادعا رد کړې، چې ګواکې د افغانستان د ملي اردو ځینې افسران د پاکستان په وروستیو ناقراریو کې لاس لري.


ورځپاڼې د موضوع په دوام د هیواد د یو سیاسي کارپوه دا وینا هم راغستې، چې د پاکستان د حکومت د مخالفو مشرانو د نیولو لپاره د جایزې اعلان د طارق عظیم څرګندونې دروغ ثابتوي.