کور / راپور / د مڼې ګل نهمه کلنۍ مشاعره په نوښتیز ډول و نمانځل شوه

د مڼې ګل نهمه کلنۍ مشاعره په نوښتیز ډول و نمانځل شوه

د مڼې ګل نهمه دودیزه مشاعره د ۱۳۸۸ د غبرګولي په ۸ چې د ۲۰۰۹ د مې د ۲۹ نیټې سره برابره ده د وردګو او میدان د ولایت په مرکز میدان ښار کې د زرګونو ګډونوالو په حضور د یو لړ شاندارو او نوښتیزو مراسمو په ترځ کې و نمانځل شوه.

دمڼې ګل مشاعره د ۳۵۰ شاعرانو په ګډون د (غزل شپه او سندرېز ماښام) تر عنوان لاندې د جمعې په شپه پیل او د محلي سندرغاړي عبدالحمید کندهاري په ښکلو سندرو او ملي اتڼ بدرګه کېده. وروسته د جمعې په ورځ د ۲۱۰۰ شاعرانو، لیکولانو، حکومتي او دولتي استازو، ولایتي شورا، محلي شوراګانو او ګڼو فرهنګي ټولنو په ګډون د سهار په ۹:۳۰ بجو پیل د ماسپښین تر ۳:۳۰ بجو یې دوام وکړ.

د مڼې ګل مشاعره چې بنسټ یې د لومړي ځل لپاره د ۱۳۷۸ هجري لمریز کال د وردګو او میدان د ولایت د چک په ولسوالۍ کې د یو شمیر هیوادپالو ځوانانو په لاس ایښودل شوی دی هر کال د نوموړي ولایت په ولسوالیو او مرکز کې جوړیږي.

په هغه غونډه کې چې له همدې امله په میدان ښار کې جوړه شوې وه د هیواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو پوهانو، استادانو، لیکوالانو، شاعرانو، د پوهنتونونو محصلینو او مینه والو ګډون کړی وو.

د مڼې ګل نهمه مشاعره د سهار په ۹ بجو او دیرش دقیقو د قرآن کریم د تلاوت او د ملي سرود په اورولو سره پيل شوه. ورپسې د هیواد د ولسمشر پيغام د نوموړي ولایت د والي ښاغلي محمد حلیم فدایي له خوا ولوستل شو چې له هغه وروسته یې خپله پیلیزه وینا وړاندې او د شعري هنر په ژبه یې د ټولنې روزنیز اهمیت تشریح کړ. د اطلاعاتو او کلتور د وزارت پیغام د نوموړي وزارت د سلاکار ښاغلي مطیع الله اباسین له لوري د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شو.

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د وزارت د معین او نومیالي استاد حبیب الله رفیع ویناوې د مڼې ګل د نهمې دودیزې مشاعرې بله برخه وه چې هیوادوال یې د سولې، مدني ټولنې، ورورګلوۍ او د شعر د هنر اهمیت ته را وبلل.

د شعر برخه د ښاغلي ګل رحمان رحماني په نظم پيل او ورپسې د وردګو او میدان د ولایت او د هیواد له ګوټ ګوټ څخه لسګونو شاعرانو خپل شعرونه، غزلې او نظمونه د غونډې ګډونوالو ته واورل چې د ګډونوالو له خوا په تودو چکچکو بدرګه کیدل. د هیواد نامتو سندرغاړي ښاغلي عبدالحمید کندهاري د خپلو خوږو سندرو په وسیله د مڼې ګل د نهمې دودیزې مشاعرې په ګډونوالو د خوښۍ او موسکا څپې هوارې کړې.

د مشاعرې د ارزونې وینا د هیواد د ادبي ډګر د مخکښ استاد محمد آصف صمیم له لوري وړاندې شوه چې نوموړې مشاعره یې بریالۍ و بلله او د هیواد فرهنګیان یې د سولې او روښانه پيغامونو د سفیرانو په نومونو یاد کړل.

د مڼې ګل د نهمې دودیزې کلنۍ مشاعرې بله برخه د مډالونو، ستاینلیکونو او ډالیو ویش ته ځانګړې شوې وه او په دې لړ کې نوموړې غونډې ته د راغلیو مشرانو او استادانو په سرونو باندې د ویاړ پګړۍ ور کیښودل شوې او یو شمیر مخکښو میرمنو ته د عزت پوړني ورکړل شول. همدارنګه د هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې د فدارسیون غړي او تنکي لوبغاړي، د والیبال د ټیم لوبغاړي او د وردګو او میدان د ولایت یو شمیر فرهنګیان په ستاینلیکونو او ډالیو و نازول شول. همدارنګه د هغو دیارلس عنوانه کتابونو یوه یوه ټولګه هم په مشرانو وویشل شوه چې په همدې مناسبت چاپ شوي وو او وروسته به یې نومونه یاد شي.

د وردګو او میدان د ولایت د مقام له خوا یو شمیر هغو مخکښو میرمنو ته د عزت د پوړنو تر څنګ ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې چې د ژوند په مختلفو برخو کې یې د خپل زیار او هڅو له کبله په نړیواله کچه د بریالیتوب مډالونه په نصیب شوي دي چې د آغلې حمیرا حقمل، انارکلي هنریار، فریده نیکزاد او وږمه فروغ نومونه یادولی شو.

د غونډې په پای کې د وردګو او میدان د ولایتي شوری له خوا د محمد ګل خان مومند په نامه مډآل د ولایت مقام ښاغلي محمد حلیم فدايي، د غازي محمد جان خان وردګ په نامه مډال مډال د باختر آژانس رییس ښاغلي ضیا بومیا او د ډاکتر عبدالوکیل په نامه مډال آغلې لیلا خرم ته ورکړ شو.

د دې خبرې یادونه اړینه ده چې د مڼې ګل د نهمې دودیزې کلنۍ مشاعرې په مناسبت د وردګو او میدان د ولایت په مرکزي سټیدیم کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د وزارت له لوري د والیبال د سیالیو یو تورتمنت هم پيل شو او د مشاعرې په لړ کې ځینې لوبغاړي د ستیج مخې ته تیر شول.

غونډه د ښاغلي محمد حسن حقیار په دعاییه سره رسما پای ته ورسیده.

لکه چې مخکې یادونه وشوه د مڼې ګل د نهمې دودیزې کلنۍ مشاعرې په مناسبت د وردګو او میدان د ولایت د مقام له خوا د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د لیکوالانو ۱۳ عنوانه کتابونه هم چاپ شوي وو چې د هغه کلیکسون د غونډې په ځینو ګډونوالو او مشرانو باندې وویشل شو.

هغه کتابونه چې د مڼې ګل د نهمې دودیزې کلنۍ مشاعرې په ویاړ چاپ شوي دي نومونه یې په لاندې ډول دي:


ګڼه د کتاب نوم لیکوال ژباړن موضوع
۱ هینداره حبیب الله رفیع . تاریخ او کلتور
۲ محمد ارسلان سلیمي د افغانستان پیاوړې څیره ګل آغا احمدي وردګ . تاریخ او ژوندلیک
۳ لرغونی افغانستان رسول باوري . لرغونی تاریخ
۴ اندونه منفلوطي امین الله عادل ژور افکار
۵ میږیان نیلسنټ سیسن سید عبدالله ولي زی د ماشومانو کیسې
۶ ټولنپوهنه پیټر کویسټو جلال آشنا ټولنه او اقتصاد
۷ کاروان خبرې کوي بازمحمد عابد . کلتوري راپورونه
۸ وروستی ساه محمد آصف عمر . ناول
۹ د پنجرې شاته احمد تکل . پښتو شعر
۱۰ از آزادي بیان تا تروریزم ذهني لیلا خرم . د مقالو ټولګه
۱۱ د….. فلسفه محب الله زغم . لنډې کیسې
۱۲ د بدیع فن او پښتو شاعري محمد ابراهیم همکار . پښتو شعر
۱۳ د ښیښې زړه محمد حسن حقیار . شعري ټولګه

 

د ۱۳۸۸ د مڼی ګل د کلنۍ دودیزې مشاعرې نوښتېز اړخونه چې دا مېله یې په ریښتنې بڼه بډایه کړه او خپل هغه دودیز رسالت یې تر سره کړ چې د فرهنګ وده پکې نغښتې ده په لاندې ډول خلاصه کیږي:

د نورو مشاعرو په پرتله د مڼې ګل سږنۍ مشاعره په بشپړه توګه ادبي، هنري او یوه غیر سیاسي مشاعره وه او د ولس، شاعر او حکومت ترمنځ یې مینه او ورورولی هڅوله.
د وردګو او میدان د ولایت د والي ښاغلي محمد حلیم فدایی په نوښت او لګښت د افغان لیکوالو ۱۳ عنوانه کتابونه چاپ او په ګډونوالو باندې وویشل شول.
ددې مشاعرې د غزل شپه، سندرېز ماښام او د جمعې ورځی د مشاعرې لپاره چې کومه خیمه جوړه شوې وه د فضا او ادبي ښایست له پلوه یې تر دې مهاله په هیواد کې ساری کم لیدل شوی دی.
دکرکټ د فدراسیون غړي، د کمکیو ځوانانو د کرکټ او والیبال لوبغاړي د ولایت د مقام له خوا په ډالیو او ستاینلیکونو ولمانځل شول او د ټولو شاعرانو او لیکوالانو له خوا تشویق شول.
هغه څلور افغان ښځې چې ملي او نړېوال مډالونه یې لاس ته راوړیدي، د ولایت مقام په ډالیو او ستاینلیکونو ونازولې او د ټولو ګډونوالو او شاعرانو له خوا په چک چکو بدرګه شوې.
د وردګو او میدان د ولایتي شورا له خوا د دغه ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایی ته د وزیر محمد ګل خان مومند مډال، آغلې لیلا خرم ته د کرنې د پخواني نوښتګر وزیر ډاکتر عبدالوکیل مډال او ښاغلی ضیا بومیا ته د هیواد د آزادۍ د لارې د ستر اتل غازي محمد جان خان مډال ورکول نوموړې مشاعرې ته ځانګړی خوند ورکړ.
دمڼې ګل مشاعره د امن په ډېره ښکلی فضا کې ولمانځل شوه چې ددې ولایت د رهبري ارګانونو ترمنځ د همغږۍ یو ډېر ښه مثال وو.
.په نوموړې مشاعره کې د ګڼو پښتو غزلونو تر څنګ په ترکي او دري ژبو هم شاعرانو شعرونه ولوستل چې د ملي یووالي یو ښه مثال وو.
زموږ هیله داده چې د افغانستان د ګلونو د لړۍ مشاعرې همداسې د مینې او ورورګلوۍ د خپرولو په موخه ولمانځل شي او د ادبي ګلونو لړۍ به په ټولیزه توګه زموږ د فرهنګ او کلتور په بډاینه کې ډېر ستر رول ولوبوي.
نوموړې مشاعرې ته د هیواد د ولسمشر حامد کرزی او د ا‌طلاعات او کلتور وزیر عبدالکریم خرم را لېږل شوی پیغامونه هم ولوستل شول چې د مڼې د کلنۍ دودیزې مشاعرې اهمیت نور هم ورسره زیات شو.
 

دمڼې ګل د نهمې دودیزې کلنۍ مشاعرې ټول جریانات، ویناوې، شعرونه، د کتابونو معرفي او انځورونه به په کتابی بڼه دګل آغا احمدي لخوا ترتیب، د ولایت د مقام په لګښت به د چاپ په ګاڼه سمبال او له لیکوالانو او شاعرانو سره به شریک شي. له همدې کبله دې د مهربانۍ له مخې هغه شاعران خپل شعرونه، لنډې بیوګرافۍ او عکسونه زموږ د بریښنالیک په پته راولیږي چې ترې دې مهاله یې خپل شعرونه او غزلې موږ ته ندي سپارلې څو په نوموړې ټولګه کې چاپ او د هیواد د ویاړ تاریخ ته و سپارل شي.

د بریښنالیک پته: gulaghaa89@gmail.com


نوټ: د نوموړې مشاعرې د راپور نورې برخې به د نوو چاپ شوو کتابونو د معرفي او انځورونو سره یو ځای ډیر ژر خپرې شي .