کور / تازه خبرونه / اېران: د جومات د چاودني په تور درې كسه اعدام كړل

اېران: د جومات د چاودني په تور درې كسه اعدام كړل

د اېران حكومتي چارواكو د درو كسانو د اعدام خبر وركړئ دئ.


د اېران دولتي آژانس (اېرنا) وايي دغه كسان يې د پنجشنبې د ورځي د هغي چاودني په تور اعدام كړي دي چي د شيعه ګانو په يوه مسجد كي يې د ۲۰ په شاوخوا كي كسان وژلي وو.


دغه چاودنه چي د اېران د زاهدان د ښار په يوه جومات مي سوې وه، اېران يې د مسئوليت پېټى د امريكا پر متحده ايالاتو واچاوه، خو د امريكا د بهرنيو چارو وزيري د اېراني مقاماتو دغه ادعاوي رد كړې.


د اېرنا آژانس وايي دغو درو كسانو هغه كس ته چاودونكي مواد وركړي وو، چي په جومات كي يې چاودنه په وكړه.


د سيستان ولايت د زاهدان ښار اكثره اوسېدونكي سنيان دي او د دې ولايت د سنيانو يوې تندلاري ډلي د دغي چاودني مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ.