کور / اسلامي / مخدره توکو کرکيله او تجارت د اسلام له نظره

مخدره توکو کرکيله او تجارت د اسلام له نظره

د اسلام سپيڅلی دين د مخدرو توکو په اړه قاطع او روښانه احکام لري او خپل پيروان نيک اخلاق و غوره کردار ته رابولي او مخدره توکي چې د انساني ټولنو اوسيدونکو ته ډير مضر او وژونکي پديده شميرل کيږي ، يو پليد څيز او د بشريت ختمونکي پديده ګني ، کښت ، پلورل او پيرودلو ته يې هيڅ ډول جواز نه ورکوي او مطلق حرام ګنل شوي او کومه ګټه چې له دې لاري لاس ته راځي هغه يې له هغو ګټو سره تشبيه کړې چې د سود ، رشوت ، غلا ، خيانت او نورو حرامو لارو څخه لاس ته راځي د اسلام د ستر لارښوود حضرت محمد صلي الله عليه و السلم په مبارکو احاديثو کې پر دغه ډول خلکو لعنت ويل شوی ، په اسلامي شريعت کې د مخدره توکو ټولې معاملې حرام ګرځول شوي ځکه له امله يې کورني چاپيريال ته زيان رسيږي او ټولنه د بدبختۍ ، فساد ، د بې ګناه خلکو د وژل کيدو ، بې ګټو جګړو ، غلا او غارتګري لورې ته نږدي کوي .
د نړي په هر ګوټ په ځانګړې توګه اسلامي هيوادونو کې دغه شومه پديده د اسلام د سپيڅلي دين د اساساتو خلاف ګڼل کيږي او څوک چې په دغو بدو او غير اسلامي عادتونو ککړ دي نو په يقيني توګه دوی په دې اړه له اسلامي احکامو څخه خبر نه دي او ياهم په الهي احکامو ايمان نلري ځکه څوک چې حرامو ته حلال ووايي مشرک دی .
زمونږ په ګران هيواد کې دمخدره توکو د کرکيلې او تجارت تاريخ د طالبانو د حکومت له راتګ سره سم پيل شو ځکه چې دهيواد د قسم خوړلو دښمنانو له شومو اهدافو څخه يو هم د افغان ميړني ملت بدنامول او ددوی وياړونه تر خاورو لاندې کول ؤ او که په سړه سينه دې مسلې ته ځيرشو نو بې وزله بزګرانوته د مخدره توکو په مقابل کې ډيرې لږي پيسې ورکول کيږي او دا په داسې حال کې دي چې د مخدره توکو قاچاقبران په لکونو روپۍ لاس ته راوړي دوی په دې پيسو د خپلو بهرنيو بادارانو په لارښوونه د بشريت ضد توکي (بمونه ، راکټونه، چرس ، پوډر اونورد اسلام ضد څيزونه) رانيسي او د مسلمانانو د وژلو له پاره يې استعمالوي ، په همدغو پيسو دخدای له دينه ناخبره خلک ځان وژنې ، پل ، پلچک ، سړک ، روغتون او نورو عام ګټو ځايونو ورانولو او لمنځه وړلو ته هڅوي دا چې په هره چاودنه او يا انتحاري بريدونوکې چې په اسلام کې هيچ ډول جواز نلري ډير شمير بې ګناه مسلمانان په شهادت رسيږي قاچاقبر خو د خدای په قهر ککړ دی نو ايا په دې جرم کې د لوی خدای په نزد هغه بزګر مسؤل نه دی چې په خپله ځمکه يې دغه حرام بوټی کرلی ؟
د خواشينۍ وړ خبره خو داده چې بيا د همدغه بزګر زوی ، ورور ، خپلوان ، کليوال او هيوادوال دده په لاس د کرل شوي توکي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او کله چې د کايناتو خالق له وژل شويو څخه پوښتنه وکړي چې (بای ذنب قتلت) ژباړه: (په کومه ګناه وژل شوي يئ ) نو د محشر په لويه ورځ به همدغه بې ګناه مسلمانان د مخدره توکو د قاچاقبرانو او بزګرانو ګرايونونه ونيسي بيا به نو دوی د لوی خدای په حضور کې څه ځواب ورکړي؟
راځي چې د لوی خدای پاک او مقدس قران ته رجوع وکړو له خپلو تيرو ناوړو کړنو څخه توبه اوباسو او په خپله خدای راکړي حلاله ځمکه کې دغه حرام بوټی چې د مسلمانانو د بربادي او تباهۍ سبب ګرځي و نه کرو او د هيواد راتلونکی نسل د دغې شومې پديدې له سيوري څخه لري وساتوو.
په درنښت