کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نړيوال ايتلاف موخه څه ده ؟

د نړيوال ايتلاف موخه څه ده ؟

…د ترهګرو او القاعدې له منځه وړل،او که په افغانستان کې د غلو او داړه مارانو څخه ملاتړ؟


د افغانستان مسلمان ،مجاهد او په هيواد مين ولس په تيرو دريو لسيزو او يا ديرشو کلنو په اوږدو کې يانې درې کاله د انقلاب مش مشې ،لس کاله د روسانو يرغل او په پايله کې يې په هيواد کې د ګوډاګيانو په لار ښونه ،ورور وژنه او کور وروانونه ،بيا ورپسې په تش نامه پروفيسور رباني د ملي پوځ او د کابل د له منځه وړلو او همدا راز په ټول هيوا د کې او په ځانګړې توګه د کابل ښاريانو د وژنۍ پروژې يا دورې او پسې طالبانو د باغونو د سوزولو رژيم په ډول ډول ستونزو او ازميښتونو کې واچوه، چې د طالبانو رژيم لا پاى ته نه وو رسيدلى چې د دوه زره لومړي کال د سپټمبر يولسمې نيټې شيطاني او ابليسي پيښه رامنځ ته شوه.

خداى خبر چې دا څه بلا وه د چا له خوا ترسره شوه،خو زور يې افغانستان يا د جګړو پخواني ډګر ته راووت،ګوندې دا کار القاعدې کړى او القاعده په افغانستان کې ده،چې په پايله کې نړيوالۍ ټولنې د امريکې په مشرۍ د بن تړون ورسته د ترهګرو او القاعدې د ځپلو په بهانه افغانستان ته رامخه کړه او د طالبانو حکومت يې رانسکور کړ.

د تل څخه ځپيدلى ولس دغه ايتلاف ته ښه راغلاست ووايه.هغه هم په دې هيله چې دې ناتار او ناخوالو ته به د پاى ټکى کيښودل شي.دا په دې مانا ده چې د باران نه تښتيدل او د ناوې لاندې کښيناستل دي.خو دا هيله د اسلام له اصولو څخه يوه وتلې هيله وه ،هغه په دې مانا چې الله تعالي(ج) په خپل کلام کې ويلي:يهود او نصارا هيڅ کله د مومنانو ملګري کيدالى نشي ترڅو چې تاسې د هغوې په ملت نشۍ.يعنې د هغوې څخه پيروي ونکړې.او يو بل عاميانه متل وايي چې پيشو هيڅکله د خداى (ج) د رضا لپاره موږکان نه نيسي مطلب يې د خپلې خيټې يا نس مړول دي. عرض مى دا وو نړيوالۍ ټولنۍ چې له ليري واټن څخه په ډيري دبدبي او باټو سره د څه دپاسه ٤٠ هيوادونو په ملاتړ سره د افغانستان په لوري راخوځيدلۍ خو تر دى دمه يى د القاعدى اصلي مشر اسامه بن لادين او داسي نور چې په بهانه يى راغلۍ وه، نه يى وژلي او نه يى نيولي، خو په ځاى يى يو شمير ډيري بيګنا د زاړه عمر خاوندان، ځوانان تر ګوانتانامو تر زندانه په ډير ځناورتوب سره رسولې او يو شمير نور يى دننه په هيواد کې په خپلو هډو کې بند ساتلې او هره ورځ يى په سپيو داړي او يو ډير شمير خلک يى په خپلو هوائى بمباريو کې له ميڼځه وړي، چې ځيني يى ترهګر بللي د ځينو پخاطر يى د بښني غوښتي.

نه پوهيږم چې دا لړي به تر کومه دوام کوې او نور به څومره خلک د وير په ټغر کښينوې. لکه څنګه چې يادونه وشوه دې ائتلاف نه القاعده او نه ترهګر له مينځه يوړل، خو تر څنګ يى د تنظيمي جګړه مارانو، د ډله ييزو مرګونو مرتکبين، د ناموس غلو او داسي نورو خائنانو څخه ملاتړ وکړ او په شاه يى وډبول، او شاه باسي يى ورکړ، په ميليونونو ميليونونو ډالر يى ورکړل، دا پدې خاطر چې همدوي وو چې نړيوال ائتلاف ته يى د راتګ زمينه برابره کړه، دا پدې مانا که چيري دوې په هيواد تير جرمونه او ناوړه کړنۍ ترسره کړي نه وايى او لږ څه يى خپل ځانونه پيژندلي وايى، خپله جغرافيوي سيمه، ناموس، عزت، عامه ګټي او لنډه دا چې د اسلام د لارښوونو سره يى سم عمل کړاي وايى، نو نن او پرون به بهرنيانو ته زموږ په کورنيو چارو کې د لاس وهني زمينه نه برابريداى، په هر صورت څه به زموږ ګناهونه هم چې سزا يى وينو، خو په پخوانيو او ننيو ناخوالو کې د دې کورنيو جګړه مارانو او رهبرانو لوي لاس وه او دى، خو د قيامت ورځ نږدې ده، د دى مظلومو، کوڼدو، يتيمانو، شهيدانو، معيوبينو، معلولينو پوښتنه به تري څښتن تعالى وکړي او بى له شکه چې د دوزخ تر ټولو سخت اور به يى دغه په حرامو روزل شوې جسدونه وسوزول شي.

تبصره نسته

  1. دتيري پنجشنبه په ورځ دصليبي لښکرواو دمظلومو مسلما نانو خړونکو يوه ډله دچک په لسوالي کي دخپلو شو مو اهدا فو دتر سره کولو لپاره يا دي شوي ولسوالي ته تللي وه او ډير بيګنا ه ما شو ما ن يي يتيما ن کړل او زيا تي تورسري يي کونډي کړلي چي يو ددوي ډيرو شرمونکو کا رونو څخه دا هم وه چي د سيبکي د کريم شهيد مکتب تعمير يي هم د دوه ورځو لپا ره خپله قرارا گا ه گرځولي وه او کله چي د اسلا م پتنگا نو دوي د مکتب پريښودلو ته مجبور کړل دوي د مکتب دري دا ني چوکي ، يو درجن پيا لي او يوه د چوکي دار راديو له ځا نه سره وړي وه چي زمونژ په نظر دا ددوي لپا ره ډير د شرم او عا ر خبر ه ده با وجود دد ي چي دا مسلما ن خوړونکي هميشه دا سي څرګندوني کوي چي مونژد بشر د خدمت لپا ره را غلي يو په داسي حا ل کي چي نه يي بشريت ته کوم خد مت کړي او نه د خداي ددي ملت د مظلومو مسلما نو عقيدي دومره ظعفه کوي چي دارنگه مخريبين د مسلما نا نو خدمت وکړي دمسلما نو مجا هدينو کومک به يو ازي لو ي او توا نا خدا ي کوي .
    وسلا م