کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کښي د ډیموکراسۍ وده

په افغانستان کښي د ډیموکراسۍ وده

د ډیموکراسې اصطلاح د دوو یونانې کلمو ډیموس په مانا د خلکو (ولس) او کراتس په مانا د واک څخه جوړه شوي چې د ولسواکۍ مانا ورکوې او په حقیقت کې ډیموکراسې په یو هیواد کې د حکومت کولو هغه سیستم دې چې د دولتې او حکومتې چارو واک د هیواد د هغو وګړو (اتباعو) په لاس کې وي چې ولسې اکثریت ولري او پداسې حال کې چی د لږکیو حقوق پکې هم خوندې وي. که څه هم د ډیمو کراسۍ لپاره په عامه کچه قبول شوي کوم تعریف نشته خو د اکثرو سیاست پوهانو په آند باید دا لاندې ذکر شويو بنسټیزو معیارونو ته په هر ځانګړې تعریف کې پاملرنه وشې.

۱. د یوې ټولنې ټول وګړې (اتباع) باید حکومتې واک ته یو شان لاس رسې ولرې،
۲. د یوي ټولنې ټول وګړې (اتباع) باید په عامه کچه پیژندل شوي او قبوله شوي (قانونې) خپلواکې ولرې.

په لنډه توګه کولای شو چی ووایو په یوه ټولنه کې وګړو ته په ټولو ټولنیزو، اقتصادې او سیاسې چارو کې برابر حقوق ورکول ولسواکې بلل کیږې. د بیلګې په توګه په یوه ولسواکه ټولنه کې د قانون په وړاندې د ټولنې ټول وګړې باید یوشان وي او قانون په ټولو وګړو یو شان عملې شې، پدې مانا که یو لوړپوړې دولتې چارواکې او یا دټولنې یو عام وګړې د هیواد د قانون څخه د سرغړونې په تور تورن شې نو د دواړو سره باید یو شان قانونې چلند وشې. دغه راز په یوه ولسواکه ټولنه کې د بیان ازادې د هر وګړې حق دی، ولې دا ازادې باید ټاکلې اړخونه (حدود) ولرې تر څو د وګړو په شخصیت او د هغوي په دینې او کلتورې ارزښتونو د یرغل مخنیوې وشې. همدا رنګه په ولسواکه ټولنو کې حکومتونه د دې لپاره وي چې د خلکو خدمت وکړې دا ځکه چې حکومت د خلکو په مټ کیږی یا په بل عبارت د خلکو حکومت د خلکو لپاره.

 د یادولو وړ ده چې ډیموکراسې د یو هیواد څخه بل هیواد ته نه کاپې کیږې دا ځکه چې د یوي خوا هغه په دویم هیواد کې د دینې او کلتورې ارزښتونو سره په ټکر کې لویږې او د بلې خوا ټولنه د فکرې او اقتصادې پلوه دې ته تیاره نه وې چې مصنوعې ډیموکراسې دې قبوله کړي. د بیلګې په توګه که بهرنیان غواړې چې په افغانستان کې دې ښځینه زدکونکې د نورو هیوادونو د ښځینه زدکونکو په څیر لوڅ سر ښونځې ته ولاړې شې، دا کار زمونږ د دینې لارښوونو او کلتورې ارزښتونو سره ټکر کوي ځکه چې زمونږ په ټولنه کې ښځې د اسلامې ارشاداتو او کلتوري ارزښتونو له مخې د حجاب په اغوستلومکلفې دی. او همدارنګه که افغانستان د اروپایې هیوادونو په څیر د اسیایې هیوادونو سره د شنګین سټیټ په څیر د ویزې تګلاره ولري، نو دا کار زمونږ د هیواد د ملي امنیت لپاره اوس مهال زیانمن تمامیږی ځکه چی شاید بعضی هیوادونه افغانستان ته د تروریستانو په رالیږلو کې د دې پالیسۍ څخه ناسمه ګټه پورته کړي، او داسې نور…

بلکه ښه به دا وي چې په یوه ټولنه کې د ډیموکراسۍ د پلي کیدو څخه وړاندې په هغه ټولنه کې د ډیموکراسۍ ټینګونکو معیارونو او شرایطو ته وده ورکړل شې او د ډیموکارسۍ په راوستلو کې د خلکو په غوښتنه د تدریجې پرمختګ څخه کار واخستل شې. لکه د امریکا په متحده ایالاتو کې چې د ۱۷۷۶ ز کلونو په موده کې تور پوستکو سړو او ټولو ښځو د امریکا د قانون له مخې په ټول ټاکنو کې د رای ورکولو حق نه درلود، ولې بیا په ننۍ امریکا کې ډیموکراسې په لاندې ذکر شویو شپږو بنیادې معیارونو ولاړه ده دا ځکه چی هلته ډیموکراسۍ د خلکو د ارادی سره سم او د هماغې ټولنې د دینې او کلتوری ارزښتونو په رڼا کې تدریجی پرمختګ وکړ او لا کوی يې.

۱. خلک باید دا معیار چې اکثریت حاکمیت دی قبول کړی، ۲. د لږکیو سیاسې حقونه باید وساتل شې، ۳. ټول وګړې (اتباع) باید د قانون له مخې د واکمنۍ کولو د یو سیستم سره موافقه وکړي، ۴. د بیان په ازادۍ باید محدویت نه وي، ۵. ټول وګړي د قانو په وړاندی باید یو شان وي، ۶.حکومت د خلکو د خدمت لپاره ځکه چې حکومت د خلکو په مټ ولاړ وي. او د دې لپاره چی نوموړي ډیموکراټیکو معیارونو ته عملې بڼه ورکړی، د امریکا متحده ایالاتو خپل حکومت په لاندې څلورو فکتورو جوړ کړي:
۱. د خلکو حاکمیت، پدی مانا چی ولس د حکومت د قدرت اخرې سرچینه ده، ۲. نماینده حکومت، ۳. کنترول او توازن، او ۴. فدرالیزم ، پداسې توګه چی قدرت د حکومت په مختلفو سطحو کې شریک وي.

د پورته ذکر شویو شننو څخه دا پایله تر لاسه کولاۍ شو چی په افغانستان کې به ولسواکې هغه وخت وده ومومې کله چې په هیواد کې بشپړه سوله او امنیت ټینګ شې، د ښوونې او روزنې کچه پیاوړې شې یعنې د لوستو وګړو څرانګوالې او شمیره لوړه شې او د وګړو اقتصادې ستونزې لږ تر لږه هواري شې. دغه راز د ډیموکراسۍ د پلي کیدو لپاره د اسلامې اساساتو او د افغانې ټولنې د کلتورې ارزښتونو په رڼا کې اصول او حدود وټاکل شې یعنی د ډیموکراسۍ هر روند باید زمونږ د خلکو د ارادې سره سم په داسې توګه ترسره شې چی دینې او کلتورې ارزښتونه مو زیانمن نشې.

د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور !