کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ښاغلی کرزی، احدي او… بيا مکروب تقويه کوي!

ښاغلی کرزی، احدي او… بيا مکروب تقويه کوي!

د نن او د پرون تازه خبر دئ چې وايي يو بدنامه جنګي کمونيسټ رهبر(جنبش )اويو بل سوچه مسلمان جهادي رهبر (!!!)محقق هم خپل ملاتړ د ښاغلي کرزي په ننګه اعلان کړ، د سياسي کار پوهانو په اند ښايي يوګڼ شمېر نور نوميالي هم د ټاکلې ټاکنيزې نېټې تر رارسېدو وار دمخه ، د روانو نامشروع جوړ جاړيو له امله د ښاغلي اوسني ولسمشر کرزي په ګټه او ملاتړ له خپلو نومانديو ورتېر شي، او همدا ډول ښايي يو شمېر نورې ډلې ټپلې هم په روانو ټاکنو کې د ښاغلي کرزي ملا ور وتړي٠

چې هر ګوره حزب اسلامي (ارغنديوال خيلو !!!) او د افغان ملت په نوم د يوې ډلې مشر(احدي) او ښاغلی خسربابا يې (ګېلاني) خو لا تر نورو هغو لومړی ځانونه د ښاغلي کرزي تخرګ ته ور رسولي دي٠

د روان حالت څار دا په ډاګه کوي چې ښايي ډېر ژر به ښاغلی شهنواز تڼی ، لطيف پدرام ،رباني ،عطاۀ ، تورن اسماعيل او ښاغلی ګلابزوی هم د ښاغلي کرزي تر غوړېدلي دسترخوان راتلوونکې غوړې مړۍ ته په تمه کښېني!!

خو له بده مرغه چې زموږ ځينې پاک زړي ، سادګان بيا همدغه پېښې ښه شګون بولي او وايي چې پدې سره به شمالي ټلواله دړې وړې شي، خو پدې بيا سر نه خلاصوي ، چې ټلواله دا ټوله لوبه د شطرنج په څېر په دقيقوچالونو په مخه بيايي٠

خوشال بابا وايي:

هم مې ووژني پخپله هم په ما باندې ژړا کا

ټلوال ښه پوره پوهيږي چې ددوی نوماندی به هيڅ وخت په ټولټاکنو کې بريالی او سورمخی نشي ، يوازې يې د د قيقو چالونو له مخې بس د همدا دوه خبرو په خاطر خپل نوماندی را مخې ته کړ چې٠

لومړی خپل سياسي هويت څرګند کړي او نړۍ والوته وښيي چې ټلواله کې لا سا شته ، او د افغانستان نقشه لاتر اوسه د دوی پر ښکر ولاړه ده او پدې ډول په راتلوونکيو بدلونونو کې د غټو ونډو مستحق دي٠

دويم دا چې ، د ټلوالې يو شمېر غړو بيا د ټلوالې د لا پياوړتيا په خاطر له خپل منځي مصلحت وروسته د ښاغلي راتلوونکي ولسمشر کرزي سره بيا د جوال خوله ونيوه ٠

په همدغه دويم چال يا د امير صاحب شهيد(!!) په وينا پدغه تکتيک ټلوالې داځل بيا نه يوازې ځان د ښاغلي کرزي په لستوڼو کې ځای کړ بلکې د کرزي د ناروا جوړ جاړي له برکته (!!) دې ميکروب د رنځور ولس د لا زبېښلوله پاره د پينځو کلونو جواز بيا تر لاسه کړ٠

ښاغلي کرزي فقط دخپل نيمچه قدرت د بقا په خاطر د ټول مظلوم ولس په ضد داسې يوه خطرناکه او وېرونکې لوبه پيل کړې چې پايلې يې ډېرې بوږنونکې ښکاري ٠

د بېلګې په توګه که راتلوونکې لوبه په ر ښتيا هم ښاغلی( کرزی + ټلواله ) وګټي او پدې ډول ټلواله په حقيقي بڼه بيا ټولواکه شي ، نو بويه چې د ټلوالې په چوکاټ کې راټول شوي ټول مضر غوماشي به د هردم شهيد ولس د وچ ،کلک وجود نه دومره وينه را کاږي ، چې تر دا پينځو راتلوونکيو ټاکلو کلونو وروسته به يې بيا لکه د 1992م کلونو په څېر له هيچا سترګې نه سوځيږي٠

ښايي ښاغلي کرزي نه وي اورېدلي چې وايي : د ٠٠٠٠مينه لغته ده٠

موږ د بېخړتې مينې له پايلو ځکه ډېر وېريږو چې تقريبا درې لسيزې وړاند ې زموږ ستر انقلابي مشر (!!) نور محمد ترکی د خپلې بې کچې مينې نتيجه د حفيظ الله امين د لاسه وليده!

دا خو د يوه خوار ،غريب رهبر د برخليک زړه کيسه وه٠

اوس هم لا سري وخت دی زموږ هيله دا ده چې ښاغلی کرزی نور دا خام سياست او خوشباوريانې پرېږدي او د تېرو تجروبو په رڼاکې يوه شېبه ښه دقيق فکر وکړي،او که همداسې مصلحتي (ناروا) پر مخ ځي٠ نوبيا بايد پوه شي چې برسېره پر دې چې پدا ډول کړنو پخپله مافيا تغذيه کوي ،تل به دخپل تاريخ او ولس په وړاندې هم ګرم وي ٠ او ددې شېبې انتظار دې هم کوي چې همدغه سپين سترګي ياران به يې يوه ورځ تر ګرېوانه هم رانيسي٠

تبصره نسته

  1. څوک چی اوس هم لا په کرزي باندې حساب کوي او له هغه ګیله کوي، نو همدا کفر یې بس دی.

  2. Karzia is a worthless man, He is dealing with warlords, Drug Dealers, Anti Pashtoons,m Country Sellers, Shame on him, Who is Ahadi, Ahadi is useless man he cant represent The Afghan Millat Party anymore. He sold himself by Karzia and his all party members are against him, They will not support Karzia anymore. Right now in Jalalabad and Wardak, Kandahar, Farah and so many other places Afghan Millat Party Members start compaign for Dr. Ashraf Ghani Ahmadzia, They are thinking how to remove Ahadi from Afghan Millat Leadership.

    Thank you

  3. Yara ka khair wi da Afghan Millatiano aw Dwa Makho Ikhwaniano da arman ba khudai poora na kri

  4. First of all Atak wrora accept my complements for your great writing. Secondly, indeed I completely agree that shamali talwala is not fractured into peaces, rather it through different side ways they have all entered Karzai's campaign and will form the next goverment and its policy. Actally it is not Karzai + some Talwala people. Rather it is Talwala in the first place who have sollowed (attracted) Karzai.
    However I do wonder how he can keep his promises to all these groups. There are more groups who have recieved behind the door promises than there are ministerial posts. It will be a very strange combination of Talwala, Afghan Melat and then finally Karzai. Unbelievable! And in answer to Pakhtoon who claims it is only Ahadi who made the deal with Karzai: does he know that almost the entire Afghan Melat leadership accompanied him to Karzai's palace for the dubious deal-making? Wasalam

  5. First of all Atak wrora accept my complements for your great writing. Secondly, indeed I completely agree that shamali talwala is not fractured into peaces, rather it through different side ways has entered Karzai's campaign and will form the next goverment and its policy. Actually it is not Karzai + some Talwala people. Rather it is Talwala in the first place who have sollowed (attracted) or kidnapped Karzai. The only difference is that the Talwala now has another member which is Karzai. It seems more and more like Dr. Najib's regime who isolated himself from Pashtoons and tried to stay in power with the help of people who now form the Talwala
    However I do wonder how he can keep his promises to all these groups. There are more groups who have recieved behind the door promises than there are ministerial posts. It will be a very strange combination of Talwala, Afghan Melat and Karzai. Unbelievable! And in answer to Pakhtoon who claims it is only Ahadi who made the deal with Karzai: does he know that almost the entire Afghan Melat leadership accompanied him to Karzai's palace for the dubious deal-making? Wasalam

  6. زموږ ورونه په تحلیل کې لږ تیروزي.
    کرزی د شمال ټلالې د نا قانونه واک لپاره په بون کې یو سمبول ټاکل شوی او له دې سمبولیک رول نه په استفاده یې ورونه د فهیم خان له ورونو سره یو ځای میلیونرانوي.
    دې کوم مستقل شخص نه دی، چې مارشال ده ته ورشي. د امریکا چې څه ډول قومانده وي، ټول به د بون د استعماري تړون ناروا ته دوام ورکوي.
    افغان او مسلمان ته به شرم، عذاب او خجالت وي چې دغوبې ضمیره ګوډاګیانو ته رایه ورکوي.
    الله دې پر دې مظلوم خو اتل او سرلوړي ملت نور ورحمیږي.