کور / تازه خبرونه / بغداد: د مېوې په يو مارکېټ کښي بم چاودني ۱۴ ټپيان او ۴ ووژل

بغداد: د مېوې په يو مارکېټ کښي بم چاودني ۱۴ ټپيان او ۴ ووژل

اسوشېټيډ پريس د يو عراقي افسر له خولې څخه پخپل راپور کښي ليکي چي د بغدا د مېوې او سبزيجاتو په مارکېټ کښي د بم چاودني له امله ۴ تنه وژل سوي او ۱۴ نور ټپيان سوي دي .

عراقي افسر د نوم نه ښودولو په شرط اسوشېټ پريس ته وويل چي د بم چاودنه نن دوشنبه  پر ځايي وخت سهار اته بجې مهال د بغداد په جنوبي سيمي دورا کښی د مېوې او سبزيجاتو په راشد نومي مارکېټ کښي رامنځته سول چېري چي تېره مياشت هم د يو موټر بم له امله ۱۵ تنه پکښي وژل سوي او نژدې ۵۰ تنه ټپيان سوي ول .

د ابو حيدر په نامه يو تن چي د ټپيانو او مړو په راجمع کولو کښي يې مرسته کول رويترز ته داسي وويل :

” ناببره يوه چاودنه رامنځته سول، کوټه خلګ يې ټپيان او ووژل، ولي ؟؟؟  ، ناحقه په ناحقه ! ، تاسي دلته امريکايان وينئ که عراقي عسکر؟ دلته خو ټوله عام خلګ راټول سوي وه… ”

دمی د مياشتي پر ۲۱ مه نېټه هم په نوموړي مارکېټ کښي د يو بم له امله ۳ امريکايي سرتيري او ۱۲ تنه ملکي وګړي وژل سوي وه .


د بغداد پدې جنوبي سيمه  دورا چي په ګاونډ کښي يې زياتره سونيان اوسيږي، زيات وخت د شيعه ګانو سره تاوتريخوالی پکښي رامنځته کيږي .