کور / راپور / د پښتوژبي نامتو هنرمند او شاعر عاصم ګلستاني سره مرکه

د پښتوژبي نامتو هنرمند او شاعر عاصم ګلستاني سره مرکه

مرکه کونکی:ـ محمدرمضان ارماني  – عسکونه : دین محمدوطنپال

دپښتودشعروادب په ډګرکښي سهیلي پښتونخواهم د پېښور،کابل،کندهارغوندي نوم لري په سهیلي پښتونخوا کښي هم یوشمېرتکړه هنرمندان سته په دې هنرمندانو کښي یوځوان هنرمندعاصیم ګلیستاني نومېږي کوم چا چي په کال ۱۹۸۶عیسوي کښي دسهیلي پښتونخواپه تاریخي ښارکوټه کښي دیوانقلابي شاعرحاجي محمد امین اڅکزي په کورکښي سترګي پرانیستلي دي.ښاغلی عاصیم ګلیستاني یوخواته سندرغاړی اوشاعردی بلي خواته یې دلراوبرپښتنویووالی غوښتونکي ګوند پښتونخواملي عوامي ګوندسره اړیکي دي.نوموړی په لراوبرافغانستان کښي خپل دهنرڅرګندونه کړې ده.ددې پرته یې دپاکستان په کراچۍ،لاهوراونوروسیموکښي خپل دهنرڅرګندونه کړې ده.عاصیم ګلیستاني دځوان کهول یوتکړه اودښکلي خوږږغ خاونددی.دښاغلي عاصیم ګلیستاني سره موتېره ورځ یوه مرکه وکړه.کوم چي وټولوپښتنوته دسوغات په توګه ډالۍ کوم. 


 

پوښتنه:ـ دموسیقي سره دی څنګه مینه اوعلاقه پیدا شوه.؟

عاصیم ګلیستاني:ـ له موسیقي سره مي له وړکتوبي سره مینه وه.کله چي به مادسترهنرمندعبدالله مقری سندري اورېدلې نوماکښي به یوجذبه راوپارېدله.ماغوښت چي زه هم یوسندرغاړی سم.عبدالله مقری کوم چي زه خپل دځان روحاني اُستاذګڼم دغزلي اوسندري اوریدوله کبله مي مینه زیاته سوه اوپه سندروویلومي پیل وکړی.له تېرو۷کالوراهیسي سندري وایم.په بیلابېل پروګرامونو کښي برخه اخلم.

پوښتنه:ـ دموسیقي ذدهکړه دي کوم اُستاذسره کړې ده.؟

عاصیم ګلیستاني:ـ مادعبدالله مقری څخه دغه علم زده کړی دی.

پوښتنه:ـ تاسوپه خپله هم شاعري کوی.؟

عاصیم ګلیستاني:ـ هوبلې زه په خپله هم دپښتوژبي شاعري کوم.ځکه چي زه دآوازاودشاعرۍ دلاري دپښتون افغان ملت خدمت کول غواړم.

پوښتنه:ـ عبدالله مقری چي ته خپل روحاني اُستاذګڼې تراوسه پوري دي څوواره لیدنه ورسره کړې ده.؟

عاصیم ګلیستاني:ـ ماتراوسه پوري دوه ځل خپل دروحاني اُستاذعبدالله مقری سره لیدلي دي.په لومړي ځل لیدنه مي په کال ۲۰۰۴کښي په دستوره کښي ورسره وشوه.په دې دستوره کښي مادیوشاعرپه حېث دنورولیکوالانولکه عبدالکریم بریالی،پوهاندسیال کاکړ،ډاکټرعبدالروف رفیقي اودنورسره په ګډه توکه په افغانستان کښي په مشاعرې کښي ګډون کړی دی.په دویم ځل په داتېروورځوکښي دشمشادټي وي کېدونکي خواڅخه کېدونکي دیوکنسرټ په مهال وسوو.زماروحاني اُستاذپه خپله زماوپروګرام ته ناست وو.اووماته یې ډیرډاډراکړی.

پوښتنه:ــ په اوسني اوپخواني شاعرانوکښي دي څوک خوښ دي.؟

عاصیم ګلیستاني:- هرشاعرمي دسرسترګي دي زه په خپله هم شاعر یم دشاعرانوډیرقدرکوم.هرشاعرمي خوښ دی خوبیاهم دڅونومان درته په ګوته کوم لکه په پخواني شاعرانوچي مي رحمان بابا،حمزه بابا،خوشحال خټک،ملنګ جان اونورخوښ دي اودغه شان مي په اوسني شاعرانوکښي عبدالکریم بریالی،عبدالرحیم سیال،حاجي محمدپردیس،منشورحیم کاکړاونورشاعران خوښ دی.

پوښتنه:ــ په خپله هم شاعري کوي خپل کوم شعردي ډیرخوښ دی که راته په ګوته یې کړې.؟

عاصیم ګلیستاني:- دهرشاعرخپل ټوله شعرونه خوښ وي زماهم دغه شان خپل ټوله شعرونه خوښ دي خوترټولو زیات مي دغه شعرخوښ دی لکه وایم چي:ـ

(لیونی دجانان میني کړم قرارله خدایه غواړم

ډک له ستوروشین آسمان اوروڼ سهارله خدایه غواړم)

پوښتنه:ــ دیوچاپه یادکښي دي کله غزل یاسندره ویلې ده اوکه نه.؟

عاصیم ګلیستاني:- تېروختونه اوخپل یاران دهرچایادېږي ماهم دیودوست ملګری په یادکښي غزل زمزمه کړې ده.

پوښتنه:ــ په سندرغاړوکښي دي دچاږغ ډیرخوښ دی.؟

عاصیم ګلیستاني:- دهرسندرغاړي قدرکوم دهرسندرغاړي ږغ مي خوښ دی. خود عبدالله مقری ، استادرحیم بخش،بیلتون اودنورآوازونه مي خوښ دي.


 

پوښتنه:ــ دچاموسیقي دي خوښه ده.؟

عاصیم ګلیستاني:- په خپله هم موسیقي ږغوم خودجلال سرحدي،محمدنعیم استادنذرعلي موسیقي ډیره خوښه ده.

پوښتنه:ــ ستادموسیقي ملګری څوک دي.؟

عاصیم ګلیستاني:- زمامشرسندرغاړي هدایت کاکړ،کیبورډباندي حسن جان دی،په طبلې باندي شاه ولي استاددی کوم چاته چي دپاکستان داولس مشرله خواجایزه ورکول سوې ده اودغه شان عبدالغفاربېلتون، ولي محمد،نعیم استاد،عباس درویش،محمدنبي چمن والا،ګلزمان فریادي،نیک محمدجنون اومینه رازدی.

پوښتنه:ــ تاسوڅه شان پروګراموته ځۍ.؟

عاصیم ګلیستاني:- موږزیاتره دپښتونخواملي عوامي ګوندپروګراموته ځوځکه چي دپښتونخواملي عوامي سره زموږاړیکي دی.بل چي وکوموودوته ځونوهڅه کووچي دخپل دملګرودوته ولاړسونوبیاهلته دشخصیاتودسندروفرمایش نه وي یواځي دپښتونستان،پښتونخوااوافغانستان ترانې وایو.

پوښتنه:ــ موسیقي کښی کوم طرزونه دي خوښ دي.؟

عاصیم ګلیستاني:-اولسي طروزنه خوښوم ځکه چي اولسي طرزونه داولس هم خوښ وي.موږداولس وخوښي ته هم ګورو.

پوښتنه:ــ څه شان غزلي په پروګراموکښي وایاست.؟

عاصیم ګلیستاني:- درنې غزلي وایوچي نصحیت کښي وي نن سباخوخلګ مجازي سندري خوښوي.

پوښتنه:ــ هسي خو دلته دپښتوژبي اودپښتوژبي دهنرمندانوڅخه زیاتوب کېږي ته په خپله وریډیواوټي وي ته ځې اوکه یا.؟

عاصیم ګلیستاني:- زه دپاکستان ټي وي اوپه ریډیوکښي له تېرو۷کالوراهیسي سندري وایم.خوپه اوسنۍ شپوکښي وګران افغانستان ته دتلوموقعه په لاس راغله اووکابل ته ولاړم هلته مي ډیرښه کنسرټ وکړی.په دې کنسرټ کښي زماروحاني استادعبدالله مقری د ځانګړي مېلمه په حېث راغلی وووماته په ګران هېوادکښي کنسرټ کولوډیرخوندراکړی.

پوښتنه:ــ په دې کنسرټ کښي له تاسره دسهیلي پښتونخوانورکوم سندرغاړي وې اودکوم ټي وي خپروني دپاره کابل ته ولاړی.؟

عاصیم ګلیستاني:- له ماسره دسهیلي پښتونخوانامتوسندرغاړي لکه طاهرفیروز،درویش کاکړ،جانان خیال،اوپه ښځینه سندرغاړوکښي قندي کوچۍ،رخسانه ګله،یاسمین ګله اومینه شمس راسره وه ددې ترڅنګه دشمشادټیلي ویژن فرمان کاکړاوډاکټرنذردرانی اونورملګره راسره وې.زه اودغه ملګري دشمشادټیلي ویژن په بلنه وکابل ته تللی وو.په کندهار،کوټه اوپېښورکښي مي تردې وړاندي هم ډیرپروګړامونه کړي دي.

پوښتنه:ــ پښتونخوااودافغانستان په خلګو ترمنځ څه توپیرخونه وو.؟

عاصیم ګلیستاني:- نه هیڅ ډول توپېرنسته اونه به څه توپېررامخته سي.ځکه چي پښتانه ټوله سره یودي که دلردي اوکه دبردي هسي فرنګي زموږپه سینه چاړه راکېښوده.اوموږیې په پینځوبرخووویښلو.په کابل کښي نامتواودقدروړشاعرشفیق بابرزی اوغم شریک صیب ډیردقدرپه سترګه راته وکتل اودټولوملګروښه خدمت یې وکړی.

پوښتنه:ــ دسیاسي ګوندسره اړه لرې دهرسیاسي کس داهڅه وي چي په ټول ټاکنوکښي برخه واخلي ستاداهسي هڅه سته اوکه یا.؟

عاصیم ګلیستاني:- دغه هڅه اوارمان مي نه دي چي په ټاکنوکښي برخه واخلم زه غواړم چي دخپل آوازاوشاعري دلاري دپښتون قام اوخپل دګوندپښتونخواملي عوامي ګوندخدمت وکړم.

پوښتنه:ــ دټي وي په پردې باندي په کوموجاموکښي ښکاره کېدل غواړې.؟

عاصیم ګلیستاني:- خپلي پښتني جامې مي ډیري خوښي دي.دټي وي په خپرونوکښي چي کله سندری وایم نوخپله پښتني جامه مي په غاړه وي.؟

پوښتنه:ــ دپښتونخواوطن تکړه سندرغاړوته تړۍ ورکول کېږي دوي له پښتونخواوطن څخه په مسافرۍ دي په دې حقله څه فکرلرې.؟

عاصیم ګلیستاني:- زموږپښتانه دتعلیم له خواڅخه څه شاته پاته دي.هم له دې کبله دوي وسندرغاړواونوروهنرمندانوته په ټېټه سترګه ګوري.په نوروهېوادوکښي دسندرغاړوډیرقدرکېږي.خوپه شمالي پښتونخواکښي وسندرغاړوته تړۍ ورکول کېږي دکوم چي ټوله پښتانه په کلکه غندنه کوي اودایونارواعمل ګڼي.ځکه چي سندرغاړي خودقام اوژبي خدمت کوي.په کاردي چي پښتانه وسندرغاړوته دقدرپه سترګه وګوري.

پوښتنه:ــ نوو سندرغاړوپه حقله څه فکرکوې.؟

عاصیم ګلیستاني:- دلته دنوي سندرغاړوسره په ښه توګه مرسته نه سي کېدلای په پښتني سیمه کښي هنرمندانوپه ښه سترګه نه کتل کېږي هم له دې کبله کله چي یوڅوک رامخته سي نوبیایې خپلوان اونورملګری مخنیوي کوي اوبدردورته واي چي داښه کارنه دی چي تالاس وراچولی دی.

پوښتنه:ــ دپښتنوکومو سیاسي مشرانوسره مولېدلي دي.؟

عاصیم ګلیستاني:- دپښتنوملي مشرسترقهرمان خان محمود خان اڅکزي سره مي لېدنه کړې ده ځکه چي خان محمودخان اڅکزی زموږمشردی اوپه ښه توګه دپښتون قام مشري کوي.

پوښتنه:ــ دپښتون قام دیووالۍ دپاره نوي سندری راپه ګوته کړه چي په خپل نوی کیسټ کښی دي ویلي دي.؟

عاصیم ګلیستاني:- په اوسني نوي کیسټ کښي مي دپښتنودیووالۍ اوافغانستان دپاره ترانې ضبط کړي دي.لومړي یوترانه داډول ده:ـ

(یوداباجوړبل موښایسته وزیرستان ګوري،دغه ظالمان ګوري.

هرځاي چي ژړېږي دابچي زموږدافغان ګوري،دغه ظالمان وګوري)

دویمه زماخپل ترانه ده:ـ

(زه دهرزلمي دزړه درزایمه::ښکلې ښایسته یمه رڼایمه.پښتونخواپښتونخوایمه.

سازیمه نغمه یمه:::::مینه پښتنه یمه

زه دعاصيم جان دزړه دغه ترانه یمه

نه یم بېوفازه باوفایمه:::پښتونخواپښتونخوایمه)

پوښتنه:ــ تېرومیاشتوکښي دیوڅوظالمانوله خوادرحمان باباپه مزاربریدوسوپه دې حقله څه وایې.؟

عاصیم ګلیستاني:- رحمان بابادټولوپښتنوپیردی،درحمان باباقدرهرپښتون کوي چي دهرګونداودهري ټولني وي.درحمان باباپه مزاربریدډیرنارواعمل دی.ددې عمل دغندلودپاره موپه ورځپاڼوکښي بیانونه هم ورکړي دي.ددې عمل چي څومره غندنه وسي هغه کمه ده.دې عمل دپښتنوپه زړونوکښي نوي ټپونه پیداکړل.

پوښتنه:ــ دلته په پاکستان کښي دپښتوموسیقي یوشمېراستاذانومعاشي حالات ډیرښه نه دي تاسوڅه فکرکوۍ.؟

عاصیم ګلیستاني:- دایوحقیقت دی چي دلته دپښتوژبي دخدمتګارانوسره ډیرزیاتوب کېږي.دهنرمندانوسره نارواعمل کېږي په دې حقله دافغانستان کاردستایني وړدی ځکه چي دافغانستان په ټي وي اوریډیوګانوکښي دهنرمندانوډیرقدرکېږي.پکاردی چي دلته په پښتونخواوطن کښي دسندرغاړواونوروهنرمندانودپاره یوڅانګه جوړه کړل سي چي دهنرمندانودمالي مرستي ترڅنګ دهنرمندانونوري ستونزي هواوري کړي.

پوښتنه:ــ نامتوسندرغاړي ګلزارعالم یوروغتون جوړکړی اوفریاددریاپه کابل کښي دپرمختګ په کاروکښي برخه اخلي ته څه کول غواړې اوستاروحاني استادتراوسه پوري څه کړي دي.؟

عاصیم ګلیستاني:- زمازړه غواړي چي زه دپښتنوافغانانوخدمت وکړم اودخېرښېګړي په کاروکښي برخه واخلم زماروحاني استادښاغلي عبدالله مقری په کابل کښي کښی یوموسیسه جوړه کړې ده اوهلته دبې وزله اویتیمانوماشومانوپالنه کېږي.

پوښتنه:ــ دیوې ښځینه سندرغاړۍ سره دي تراوسه پوري سندري نه دي ویلي په مخ دي څه تکل کړی دی.؟

عاصیم ګلیستاني:- ماتراوسه پوري دیوې ښځینه سندرغاړۍ سره په ګډه سندری نه دي ویلي اونه به په راتلونکي وخت کښی سندری ورسره ووایم.

پوښتنه:ــ دخپل ونوي ځوانانوته څه پېغام روکول غواړې.؟

عاصیم ګلیستاني:- دازماارمان دی چي لراوبرپښتانه سره یوځاي سي کوم وروڼه چي فرنګیانوسره بېل کړی ووهغه دي بېرته یوځاي سي.ټوله پښتانه افغانان دي ویوبل ته دورورولۍ لاسونه ورکړي اودقام وملت دښه سباؤن دپاره یومټي شي اودنفاق لاسونه دي له منځه ورکړي.اودپښتنودیووالۍ دپاره دي هرځوان،ماشوم،پېغله،سپین ږیري هلي ځلي وکړي.