کور / تازه خبرونه / كوهاټ: زوروري چاودني څلور تنه مړه او اته ټپيان كړل

كوهاټ: زوروري چاودني څلور تنه مړه او اته ټپيان كړل

د پښتونخوا ايالت په كوهاټ ولسوالي كي يوې زوروري چاودني څلور كسان مړه او اته نور ټپيان كړل.


د كوهاټ چارواكي وايي په ټپيانو كي د څو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ.


د كوهاټ د پوليسو يوه مسئول احمدخان بي بي سي ته وويل لومړني راپورونه ښيي چي يوه كس د تيراه په اډه كي په يوه خونه كي خپل سامان ايښى وو او خپله تللى و چي زوروره چاودنه رامنځته سوه.


تر چاودني وروسته ياد سوې كوټه په بشپړ ډول له منځه تللې ده او شاوخوا ولاړو موټرانو ته يې هم زيان اړولى دئ.