کور / شعر / د ماشوم نړیوالې ورځې ته! نجلۍ او ډالۍ

د ماشوم نړیوالې ورځې ته! نجلۍ او ډالۍ

زما مور د بل ماشوم په زيږون مړه شوه
زما مور راته كوم ورور را ډالۍ نه كړ
زما مور هغه له ځانه سره يو وړ
موږ ته يې د سترګو تور را ډالۍ نه كړ


د مور جانې ځنكدن مې نه هېرېږي
چې خپ غږ يې لړزول بر اسمانونه
له سینې یې ،چې دساه د ختو غږ و
چا مې كېښودل په سترګو غبرګ لاسونه


زما پلار د شنې درې د كليو خان دى
شته دره كې يې تر ټولو بې كسي وه
د مور مرګ،  مې سپېنې اوښكې پرې رهي كړې
بې وسي وه، بې وسي وه، بې وسي وه


له هغې پس مې دا هيله وه په  زړه كې
چې به زه وم د درې ستره ډاكټره
كومه مور به د اولاد په زيږون نه مري
هره لور به شي د مور په غېږ كې ستره


زموږ كور د ښوونځي د وره تر څنګه
زموږ له کلي جوماتونه را چاپېر دي
زموږ كور د يوې شنې درې په منځ كې
او شاو، خوا ترېنه لوړ غرونه را چاپېر دي


زه د كلي د خان ا يكي يوه لور يم
خان په ما ژوندى او زه ژوندۍ په ټولو
خان به ما د خپل ژوندون په قيمت ساتي
ان كه چېرې پرېوته غدۍ په ټولو


اوس د څوارلسو كلونو یوه پيغله
د مينو ټول نكلونه مې په ياد دي
لكه وي د مورنۍ ژبې په څېر،چې
د قران ډېر اياتونه مې په ياد دي


دابا مې بلا ډېر زيات عزيزان دي
له هر يوه نه يې را رسي سوغاتونه
زرزري جامومې كلى ليونى كړ
په ګاڼو باندې مې ډك دى صندوقونه


 د مور جانې له مرګ ډېر وختونه تېر دى
خو تر اوسه مې په سترګو كې غړيږي
هغه هيله مې تر اوسه زړه كې پاتې
فكر نه كوم  چې دا به پوره كيږي


جوماتونو ته مې تګ ناروا شوى
ښوونځي ته دي پراته لوى، لوى کلپونه
هېچا دغه لوى سوغات را ډالۍ نه كړ
چې را خلاص كړي د تعليم تړلي ورونه
 


د یوې داسې ورځې په هیله چې زموږ د ماشومانو د ماشومتوب هیلې تر سره شي