کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ديوه حساس ليکوال دتعصب دټوپک وروستى پوچک کارتوس

ديوه حساس ليکوال دتعصب دټوپک وروستى پوچک کارتوس

 


 


     ړوند سترګى قضاوت      وړه خوله،لويې خبرې   


 


                      ديوه حساس ليکوال دتعصب دټوپک وروستى پوچک کارتوس


                                                                                     


ځــــــان ته ښـــه وايي ښه نه کـــړې هغه څـــه وايې داڅه کـــړې


حـــــــــق بينۍ ته لکه ســـــــويه غټــې ســــــترګې ځان ويده کړې.


 


             په پښتون اوونېزه کې مې په يومطلب باندې،سترګې ولګېدي چې دوردګ ولايت  دمڼې ګل دودېزې کلنۍ مشاعرې په اړه ليکل شوى و، لومړى خودعنوان په لېدوسره يې ډيرخوښ شوم ځکه ما سوچ کاوه چې په ننګرهار کې دوردګ ولايت دمڼې ګل دودېزې مشاعرې ستاينه به شوې وي خوشېبه وروسته مې چې کله کرزي ته  دکمپاين کليمه ترسترګوشوه،   ډيرخپه شوم ځکه چې زموږ دقلم خاوندان ولي دومره دقلم عفت ته پام نه کوي. دقلم عفت ځکه يادوم چې په قلم باندې دروغ ليکل دقلم دبې  احترامۍ په مانادي.


           له دې څخه سترګې نه شو پټولاى چى يادې شوې مشاعرې نېمګړتياوې نه درلودې،خودحساس صيب په څيرړوند قضاوت يې هم په باب نه منو،حساس صيب موږبايد فرهنګي غونډې په فرهنګي مينه اوهڅو دپراختياپه لوروهڅوونه داچې له سره پرپايه يې وغندو ترڅوپه راتلونکې کې نېمګړتياوې تکرارنه شي،يعني زموږ نېوکه ورانوونکې نه وي بلکې جوړوونکې وي.ديوشى يوازې منفي ټکي نه رااخلو، زموږ دنده داده چې منفي اومثبت دواړه ټکي يې په ګوته کړو زموږ قضاوت بايد منصفانه اوپه واقعيت ولاړوي.


          په رښتيا چې حميد بابا ښکلې خبره کړې،ځنې انسانان دسويې غوندې سترګې يې پټې نه وي  خوحق نه په ويني، زموږ ګران ورور حساس صيب !!چي په رڼوسترګو يې  د سوى غوندې له حق څخه پښه اړولې، اوځنې تېرشوى،که په رښتيا دمڼې ګل په مشاعره کې  يوه ړوند سترګي شتون درلوداى، او د وردګود والي اوددغه ولايت داړوند چارواکوخبرې يې په غوږونواورېدلې واى ،په ډاډسره  ويلاى شم چى قضاوت به يې له دغه په رڼوسترګوغټ سترګې ويده نه  څوځله منصفانه و،اوکم ترکمه دومره به غيرمنصفانه هم نه و، لکه ده چې کوم قضاوت کړى، زه دوردګواوميدان ولايت  دمڼې ګل مشاعرې ته  دننګرهارله فرهنګپالوسره مل وم،اوهرڅه ما په خپلوسترګولېدلې اوکتلې،حساس صيب! لکه څومره چې ځان ته حساس وايې قضاوت يې هومره حساس نه دى،ځکه که دمڼې ګل مشاعره دده دقضاوت پربنسټ له نارنج ګله سره پرتله شي ، نوهغه سياسي رنګ چې  نارنج ګل مشاعرې درلود  په مڼې ګله کې يې هيڅ  څرک نه ترسترګو کېده ،حساس صيب که په وېښوسترګووېده نه وي په وردګوکې دکرزې له پاره کمپاين کيږي، که په ننګرهارکې زيات نه غواړم په دغه مسله تبصيره وکړم ، خوکله چې دننګرهار د فرهنګپالوډله دوردګواوميدان ولايت هغه ځاى ته ورسېده چېرته چې دمشاعرې له پاره تياري نېوله شوى و  والي صيب هلته په لاره کې دننګرهاردفرهنګپالو دمېملمه پالنې له پاره ولاړ و، اودولايت دمقام په دروازه کې ولاړو عسکرو له ننګرهارڅخه ورغلو فرهنګپالو ته داخبره په وار وارسره تکراروله چې ښه راغلاست خپه نه شئ  تلاشي ستاسو دامنيت په موخه کوو،خوکله چې په خپلوخپلوځايونوباندې کېناستو والي او ورسره اړوند ولايتي چارواکي يې  يوه اوبله


خوا ددوى دمېملمه پالنې په موخه تاوېدل راتاوېدل،دډوډۍ خبره به ځکه نه يادوم چې  له نارنج ګل سره يې توپېر درلود هغه دا چې پرته له کارت نه هرچا برخه په کې اخېستى شواى،لوړپوړى اوټيټ پوړى نه و په کې مطرح، زه خپله دننګرهارولايت د ټولوفرهنګيانوپه تېره استاد صميم صاحب ته چې له يادشوي کاروان سره ملتياکوله بې کچې درناوى لرم،او دننګرهارولايت دفرهنګيانوهڅې دعلم اوفرهنګ په برخه کې دستايلووړدي ،او زه  يې د ستايلووړتيا نه لرم  ،همدغه رازدحساس صيب قضاوت دټول ختېز زون دفرهنګپالوقضاوت نه ګڼم،اودده دانصاف په تله دختېز زون فرهنګيان نه تلم. خودومره وايم چې حساس صيب د تعصب وايروس په وردګواوميدان کې  نه وي خپورکړي، ځکه دده د دغه په زړه پورې ليکنې څخه دهغه په ذهن کې دتعصب دخوروسکروټو تاوو راځي .حساس صيب ستا خبره رښتياده چې فرهنګيان فرهنګي غونډوته د غونډو د ښکلا په موخه وربلل کيږي خوکه ستاپه څېر يوڅونورفرهنګيان  راپيداشي نوزموږ دهېواد فرهنګي ناستوته به لا ښکلا وروبښي.


حساس صيب اودهغه ملګروته دلاتاندې ليکوالۍ په هيله