کور / سياسي / القاعده : پاکستاني اټومي وسلې به موږ استعمال کړو

القاعده : پاکستاني اټومي وسلې به موږ استعمال کړو

منبع : رویټر ( دوبی )
نېټه : ۲۰۰۹/۶/۲۱


Nuclear energyد افغانستان لپاره د القاعده قوماندان ، مصطفی ابو الیزید چی لس میاشتی مخکی یې د پاکستان لخوا د وژل کېدو ادعا سوې وه ، په ناڅاپی توګه پرون د الجزیره ټلویزیونی شبکې سره ژوندۍ مرکه وکړه چی ټول یې حیران کړل . د ده د مصاحبې عمده ټکي چی رویټر نشر کړي ، په دې ډول دي :



که القاعده وکولای سی چی د پاکستان اټومی وسلو ته لاس رسي ومومی ، نو هغه به یې د امریکا سره په خپل جنګ کی د هغوی پر ضد استعمال کړی .


پاکستان وروسته له هغه چی د القاعده ملګرو یعنی طالبانو د اسلام آباد د شمال لویدیځ یوې ولسوالۍ ته چی له مرکزه ۱۰۰ کیلو متره لیری ده ، ورننوتل او دا بېره راپیدا سوه چی ښایی دغه اټومی هېواد سَوکه سَوکه د جنګیالیو لاسونو ته ولویږی ، نو د اپریل راهیسی د سوات په دره کی د هغوی پر ضد جنګ ته لاس اچولی دی .


په افغانستان کی د القاعده مشر مصطفی ابو الیزید د الجزیره ټلویزیون سره په دې مرکه کی وویل چی : « دغه اټومی وسلې به ، که خدای کول ، د امریکایانو لاسونو ته و نه لویږی او مجاهدین به یې واخلی او د امریکایانو پر ضد به یې استعمال کړی . »

د ابو الیزید لخوا دا د هغی پوښتنی په ځواب کی و چی که اسلامی جنګیالي دغو وسلو ته ځانونه ورسوی نو امریکا به د پاکستان اټومی وسلې په خپل کنټرول کی واخلی . ده زیاته کړه چی « موږ په دې تمه یو چی پاکستانی پوځ به ( په سوات کی ) د ماتې سره مخامخ سی او دا به انشاالله هره خوا د هغه پای وی . » 


کله چی د دې ډلی د پلان په هکله پوښتنه ځنی وسوه ، نو دغه مصري جنګیالي مشر وویل چی « په راتلونکی وخت کی د ( القاعده ) جوړښتون ستراتیژی کټ مټ هغسی ده لکه پخوا چی وه : یعنی دا چی د مار سر باید ووهو ، د ظالم سر باید وکوټل سی چی هماغه امریکا ده . « دا کار په آزاده جبهه کی د پرله پسې کوښښ په ذریعه تر لاسه کېدای سی او هم په هغسی طریقو سره د نوو محاذونو د خلاصولو څخه چی د اسلام او مسلمانانو ګټی ترې حاصلي سی تأمین کېدای سی او هم د هغسی پوځی عملیاتو د پلی کولو څخه تر لاسه کېدای سی چی په هغو سره د دښمن مالی منبع وچه کړو . »


دغه جنګیالي مشر وړاندیز وکړ چی په عربی ټاپو وزمه کی به د دې ډلی د یونټ مشر ، ابو نصیر الوحیشی په سعودی عربستان ، یعنی د نړۍ تر ټولو ډیر تېل لرونکې هېواد کی خپل کمپاین له سره تر غور لاندی ونیسی . 


ده وویل چی « زموږ هدفونه امریکایان . . . او نفتی اهداف دی چی هغوی دا غلا کوی او په هغه سره خپل قدرت حاصلوی تر څو مجاهدین او مسلمانان پسی وځپی . »

ده زیاته کړه چی « زموږ په کارونو کی ځکه یو څه شاته تګ راغلی چی موږ د استوګنی لپاره ځای نه لرو ، خو په وروسته کی زموږ هڅی یو لاس سوي او پر یو مشر باندی راټول سوی یو . »


ابو الیزید چی په ابو سید المصری سره هم مشهور دی ، وویل چی القاعده به « د دښمن پر ضد یو لړ پراخو عملیاتو ته » ادامه ورکړی چی مطلب یې د امریکا څخه و .


ده په عراق او افغانستان کی د امریکا تر مشرۍ لاندی اییتلاف پر ضد حملو ته په اشاره سره وویل چی « موږ دا غوښتی وو او غواړو چی د القاعده ټولی څانګی همدغسی عملیات مخته بوزی » .


دغه جنګیالي مشر وویل چی القاعده به د امریکا سره هله یو ۱۰ کلن اوربند ومنی چی که واشنګټن په دې راضی سی چی خپل ټول پوځونه د اسلامی هېوادونو څخه وباسی او اسراییلو او هم د لویدیځ پلوه اسلامی هېوادونو د حکومتونو د ملاتړ څخه لاس واخلی .


ده د دې پوښتنی په ځواب کی چی د القاعده لوی مشر چیری دی ، وویل چی « الحمدلله شیخ اسامه ( بن لادن ) او شیخ ایمان الظواهری د دښمن د لاس رسي څخه ژغورلي دي ، خو موږ به دا و نه وایو چی هغوی چیری اوسیږی ؛ علاوتأ ، موږ خبر هم نه یو چی هغوی چیری دي خو مسلسل تماس ورسره لرو . » پای