کور / سياسي / دافغانستان ملي ناورین دکوم وخت نه پیل شو او پایلي یې کومي دي؟

دافغانستان ملي ناورین دکوم وخت نه پیل شو او پایلي یې کومي دي؟

څلورمه برخه 
 
دافغانستان سره داسلام په نامه د اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو سیا سی لوبی. :


— داسلام په نامه دشورویانو د سیسی.


شورویانو دافغانستان داشغال نه وروسته.کله چی یی خپله ناکامی احساس کړه هغوی دځان او دخپلو قواو دنجات لپاره ، نوی .

سیاسی لاری چاری ولټولی په دغو لارو چاروکی.لکه چی ولیدل شول د ایدیالوژیکی موقف په ځای هغوی ته سیاسی ګټی مهمی وی نوځکه شورویانونوی سیاسی تګ لاره جوړه کړه .اوهغه داسلام ددین او قومیت نه دشوروی حاکمیت ددوام لپاره ګټه اخستل وه. تاریخ وښودله چی دشوروی لخوا دکمونیزم ، سوسیالیزم ، کاګر طبقه ، زحمتکشان ،انتر نا سیونا لیزم شعارونه اونور صرف دچل ول

او دجهان دروښان فکرانو د فریب لپاره وه . دهغوی اصلی سیاست استعماری او دهغه هیوادونو اشغال وه چی دوی ورباندی بر لاسی درلود. شورویانو په افغانستان کی دمخه په اسلامی او نژادی ډلو کی لکه جمعیت اسلامی او ستم ملی کی نفوذ درلود .نو ځکه کله چی

دافغانانو دشدید مقاومت سره مخ شول شور ویانوخپل نوی سیاست چی د مجاهدینو په زپلوکی د قومیت او سیاسی اسلام نه ګټه اخستل وه.عملی کړ. په نوی سیاست کی.دوی ته دکابل نه تر حیرتانو دلاری ساتل داشغال ددوام لپاره حیاتی وګڼل شول.نو ځکه یی د اسلامی اونژادی ډلو سره پدی هدف روابط ټینګ کړل، چی دشوروی پرضد افغان مقاومت ددا خل نه مات کړی. او په مجاهدینو کی .خاینان اوغداران پیداکړی، بیا داسی تګ لاره.په عملی سیاست بدل شو. دمسعود په مشری شورای نطار اوجمعیت اسلامی، اوستمی ډلی .دشورویانو هغه پټی شبکی وی.چی دشوروی پر ضد دجهاد اووطن ته دخیانت لپاره .تیار کړای شوی وی.هغوی افغانستان نه مانه اودنوم سره یی حساسیت درلود اودهغی په ځای یی دخراسان چغی وهلی اودروس اوایران دجاسوسی شبکو دهدایت په اساس دهیواد دتجزیی اوملی نفاق داور دبلولو لپاره کار کاوه. دایران اوشوروی اهداف شریک شول په همدی دلیل دشوروی او ایران جاسوسی شبکو همیشه دافغانستان دتباهی لپاره مشترک کار کړیدی. شورویانو چی دغه اسلامی ستمی ډلی په وسلو او پیسو سنبال کړی وی.دحالاتو په تغیر سره یی د نوی سیاست صحنی ته داخل کړل. او هغوی ته یی دکی جی بی پوسیله دسره سازمان ورکړ.په 1983 کال دفروری په میاشت کی کله چی جګړی شدیدی شوی .شورویانو لومړی ښکاره معاهده د کابل – حیرتانو دلاری دساتلو په خاطر داحمد شاه مسعود سره امضا کړه . ددی معاهدی په اساس دشوروی قواو او دهغوی افغانی جاسوسانو دپاڼی په ښودلو سره دسا لنګ په تونل او لویه لار. آزاد تګ راتګ تظمین شو .اما پدغه لاره دافغانی قواو ، د ا. خ . د. دګوند دهغه غړو ،ټګ راتګ په امن کی نه وه چی په دغو دسیسو کی شامل نه وه .هغوی ددغه ګوند وطن پالونکی غړی دکمونست ، شوروی جاسوس، ملحد په نامه نیول او . بیا یی دپیسو په مقابل کی خوشی کول اویایی وژل . دشورویانو کرکجنه سیاسی او استخباراتی لو به دهیواد په سیاسی او نظامی ډګر کی ډیری ناخوالی رامنځ ته کړی .او په حاکمیت کی یی بحران او سیاسی ټکرونوته زمینه برابره وله ځکه شورویانو دافغان حاکمیت بدیل یا اسلامی ستمی ډلو ته دحکومت دسپارلو لپا ره کار کاوه. بلاخره دغه جریانات اود شورویانو په مقابل کی دجګړی شدت دشورویانو او شورای نظار د

نورو معا هداتو دامضا کولو اساس وګر ځید. شورویانو دخپل اکمالاتی لاری دساتلونه علاوه .په شمال او جنوب باندی د افغانستان تقسیم. او په شمال کی دقومی کرکی دخپرولو په اساس د یوه قوم نژادی تصفیه او داستخباراتی کار په اساس په شمال کی دشوروی پلوه ډلو

حاکمیت لپاره پراخ پروګرام درلود.دشورویانو لخوا ددغو ټولو افغان دشمن پروګرامونو داجرا لپاره مرکزی حلقه دمسعود په مشری جوړه شوه. [.دمسعود سره دشورویانو رسمی معاهده د 1988 کال ددسامبر په میاشت کی لاس لیک شوه .ددغی معاهدی په اساس دافغانستان دتجزیی لپاره کار ته شدت ورکړ شو.ددغی معاهدی په 3 – ماده کی لیکل شوی : په افغانستان کی دیو آزاد

او مساوی حقوقو درلودونکی یو ګوند په توګه د ربانی جمعیت اسلامی تنطیم په رسمیت پیژند نه.

4 ماده : د افغانستان د جمعیت اسلامی د تشکیلاتو پر اساس د تاجکو د یو منظم پوځی ځواک جوړول او دافغانستان په اردوکی دهغه شمولیت……………..هدف دحیرتان څخه تر کابله پوری دلوی لاری ساتل وه .

ددغی معاهدی په اساس څه موده وروسته دنورو معا هداتو ضرورت پیښ شو او بیا په افغانستان کی دشوروی دځواکونو دمشرتابه او د شورای نظار دمشر احمد شاه مسعود تر منځ د ا معاهده لاسلیک شوه. [کامل متن]

1 – په جنوبی سالنګ او د کابل حیرتان دلوی لاری په اړوند سیمو کی دبوځی عملیاتو غوڅ بند ښت ،د افغانستان دجمعیت اسلامی ډلو تر ولکی لاندی مورچو باندی او همدا رنګه د ټولو هغو کلیو ، پو ځی ځواکونو، پوستواو مورچلونو په شمول چی دشوروی او افغان پو ځی ځواکونو، سرحدی ساتونکو اوڅارندوی تر ولکی لاندیوی .د هر ډول وسلی په وسیله دهر رنګه یرغل مخه یندیدل.

2 – دپنجشیر وسله وال ځواکونه دشوروی او افغان حکومت د پو ځونو پر ضد دهر ډول ډ زو ،حملی،لوټماری او دشمنانه عملیاتو دبندښت په خاطر د تاجکان او چوګنی تر منځ دمواصلاتو دخوندی ساتلو ضمانت کوی.

3 – شوروی لوری ژمنه کوی چی ددوه اړ خیزه تړون له مخی به دنوموړی ژمنلیک ، داعتبار په موده کی د پنجشیر او سالنګ دلوی لاری دور پوری سیمود مادی اړ تیاو د پوره کولوپه خاطر لازم مقدار خوراکی توکی ،او داړ تیا وړ بیړنی او نور مواد برابروی .

4 – نورو تنظیمونو ډلو او ځواکونو ته به اجازه نه ورکول کیږی .چی ددی خبرو اترو لړ وند سیموته ننوزی او هلته دشوروی یا افغان

حکومت پر کاروانونو باندی ډزی یا ترو رستی عملیات او یا دتیلو پیپ لاینونه وران کړی .که دغسی کوم عمل د نورو تنظیمونو د وسلوالو سړیو لخواوشی ، نو شوروی لوری به دپنجشیر وسلوالو ځواکونوته د غوښتنی په صورت کی … مرستی ورکړی.

5 – دهغه شوروی او افغان اتباعو د موندلو په خا طر به دمعلوماتو راکړه ورکړه او ګډ زیار ایستل کیږی .چی ددی ژمن پاڼی په اړوند

سیمه کی ورک شویوی .

6 – د اندیښنود زیات والی پر مهال په اړوند سیمه کی د سولی دټینګښت په خا طر ددی لپاره چی نو ی جنګی عملیات بیا پیل نشی ، ددواړو خواو تر منځ مشورتی لیدنی کتنی کیږی .

7 – دا پرو توکول دتاجکان او چوګنی تر منځ د پیوستیزی لاری د دواړو خواو د 30 کیلو متری ټوله سیمه په بر کی نیسی .شوروی پوځ اودپنجشیر وسلوال ځو ا کونه حق لری چی ددی پولو ها خواته د نورو هغه تنظیمونو د وسلوالو ډلو پر ضد عملیات وکړی ، چی نه غواړی د تړون کونکی یو لوری پر خلاف خپل نظامی فعالیتونه ودروی .

8 – دا پروتوکول تر منلو او لاس لیک وروسته سمدلاسه نا فذ دی .

(ددغه سند منبع : ( دلستونی مار ) کتاب .لیکوال – بروس ریچاردسن)

 

داحمد شاه مسعود سره ددی موافقت لیک شوروی اړخ .په کابل کی شوروی سفیر ( ام.ورونتسوف) او دشوروی ددفاع وزارت د پوځی عملیاتو دډلی قوماندان ( ای.ورونیکوف) وه.] دیادونی وړ ده چی ددغو توافقاتو د 4 مادی په اساس مسعود تعهد درلود چی په شوروی قواو باندی دنورو جهادی تنظیمونو دحملی په صورت کی دمجاهدینو پر ضد دشورویانو په ګټه وجنګیږی او په دغه جګړه کی دهغوی نه مرسته وغواړی

جا لبه داده چی په هغه وخت کی جمعیت او شورای نظار چی دشوروی سره یی پټ قراردادونه درلودل. په زرهاو دګوند غړی او دامنیتی قواو غړی .دکافر کمونست ،اوشورویانو سره .درابطی په جرم په بی رحمانه ډول وژل ، ترور اویا د شورای نظار او جمعیت په زندانونو کی اچول. دیادونی وړده چی داسلامی دولت دجوړیدلونه وروسته .کله چی شمالی تل واله قدرت ته ورسیده.دغه اسلامی دولت..دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند وطن پالونکو او ضد شوروی غړو قتل عام دشورای نظار اوجمعیت اسلامی په لاس چی داسلامی دولت اصلی قدرت وه تر سره کړ . حال داچی هغوی دهمدی ګونددرهبری غړی لکه کارمل او دهغه ډله چی دټولو ناخوالو اوملی خیانت جرم یی په غاړه وه په شمال کی دډیرو امتیازاتوسره وساتل او نور یی داسلامی دولت عالی رتبه مامورین مقرر کړل .دغو جعلی مجاهدینو ، پدی قتل عام کی حتی هغه اشخاص چی دګوند غړی هم نه وه اما مستقل ملی شخصیتونه وه لکه استادان،انجیران، داکتران ، معلمین اونور روشنفکران

 ترورکړل. او جبری مهاجرت ته یی مجبورکړل .دبلی خواپه هره یوه جګړه کی چی دددشمنو ډلو تر منځ روانه وی هر هغه څوک چی په پدغه جګړه کی دخپل صف نه ووځی او ددشمن سره یو ځای دخپلو جنګیالیو پر ضد وجنګیږی هغه ته خاین ویل کیږی.حتی په یوه دولت کی کچیری یو جنرال دجګړی په حالت کی دشمن ته واوړی او دخپل دولت پر ضد وجنګیږی هغه دنیول کیدو په صورت کی دملی خاین په نامه اعدامیږی.اما احمد شاه مسعود ته په ټولو حالاتوکی اعزازی القاب ورکړل شول.او حتی تراوسه هغه ته روس او ایران او نور هیوادونو جواسیس اتل وایی اوعوامفریبانه تبلیغات ورته کوی .دا حالت ددی خبری ثبوط دی چی په 1992 کال د ابریل په 28 یا د 1371 کال دثور په 8 اسلامی دولت قدرت ته ونه رسید بلکی دروس او ایران کودتای پروګرام دجمعیت، شورای نظار، دایران حزب وحدت اودکارمل دنظامیانو په ګډون کامیابه شو. اود افغانانو هیواد دپردو هیوادو داستخباراتو لخوا اشغال شو.چی دا اشغال تر اوسه دوام لری. اوس چی ټوله مدیا ددغو جنګی جنایت کارانو په دفاع کی کار کوی .دهغوی یو استدلال دادی .چی دغه افراد کومی محکمی په جرم

ندی محکوم کړی نو ځکه هغوی دتعقیب وړ ندی.او حق لری ددولت په عالی مقاماتوکی مقررشی او کار وکړی .حال دا چی داسی یوه غیابی علنی محکمه دداکتر نجیب په وخت کی جوړه شوی وه .چی جریانات یی درادیو او تلویزیون لخوا په مستقیم ډول خپاره شول. د محکمی په پای کی .جهادی قوماندانان احمد شاه مسعود،پنا خان، اسماعیل خان ،

علاوالدین خان ،مولوی جلاالدین حقانی اونور دملی خیانت په جرم په اعدام محکوم شول.دا حکم تر اوسه پوری دکومی بلی محکمی

لخوا ندی تعدیل شوی او اعتباریی پاتی دی. – دیادونی وړده .چی په هر هیواد کی حاکم قدرت دځان دبقالپاره .هردول دلایل او منطق جوړولایشی .دا چی خلک په هغوی باور کوی اویا نه. او دا چی دټولنی واقیعتونه کوم د ی ددوی لپاره ارزش نلری .
 
 
 


— داسلام په نامه د روسانو ،ایران ، پاکستان اونورو هیوادونو دسیسی.


 کله چی په 28-04- 1992 کی دروس او ایران کودتا کامیابه شوه او بیا په هغی باندی داسلامی دولت نوم کیخودل شو .نوبیا دهغوی تباه کونکی پټ پلانونه دعمل ساحی ته داخل شول.ددی پلان مطابق باید افغانستان په شمال او جنوب تجزیه شوی وای .په شمال کی پښتانه

دی پلان مانع وګڼل شول. نو ځکه دهغوی نژادی خونړی تصفیه د پخوانه دجوړ شوی پلان مطابق پیل شوه. همدا رنګه د کابل ښار دورا

نولو لپاره .دکابل ښار دمختلفو قومی ډلو لخوا چی دروس اوایران لخوا په پیسو او وسلو سنبال وه.تقسیم کړای شو.او بیا هغوی ته دجنګ قومانده ورکړل شوه.په دغه جګړوکی چی داسلام او قوم په نامه ترسره شوی.هغه زړه بوږ نونکی جنایات وشول .چی په تاریخ کی ساری نلری.لکه ،رقص مرده ،دانسانانو په سرونوکی دمیخ ټکوهل، دښځود سینو پریکول ، اونور دهغی مثالونه دی. چی دهغوی مستند فلمونه خپاره شویدی.دا ټول وحشت او دهشت دهغه قرار دادونو په اساس وشول چی دمجاهدینو دحکومت دجوړیدلو نه دمخه ، داحمد شاه مسعود

او روسانو تر منځ امضا شوی وه. ددی لپاره چی دغه حوادث په مستند ډول بیانشی .ددغو حوادثو دمهم لوبغاړی جنرال نبی عظیمی کتاب

( اردو وسیاست ) ته مرا جعه کوم .دیادونی وړده چی داسلامی دولت دجوړیدلو نه وروسته .ددفاع په وزارت کی دوه مهم نظامی افراد موجود وه .یو نبی عظیمی دمر کزی قول اردو قوماندان ، او بل جنرال آصف دلاور لوی درستیز .هغوی دشمالی تلوالی قدرت ته دراتلو په دسایسو کی مهم رول ولوباوه .خو شمالی تل والی دافغانستان او افغانانو لپاره کوم مشخص سیاسی ارمان نه درلود.دهغوی هدف دقوم اونژاد په اساس دافغانستان دورونو قومونو ترمنځ دخونړیو جنګونو پیل اودوام وه .چی دډیرو وینو تویدو وروسته هیواد تجزییه کړی

چی دهغوی داناپاکی ارادی افغانانو هغه وخت ناکامی کړی .اما اوس دغه ناولی هدف ته دخراسان او فدرالیزم دنامه لاندی کارروان دی.

دربانی دراتلو وروسته هغه اتحاد چی دیوه قوم پرضد جوړ شوی وه.خپل ټول اهداف ترلاسه کړل.اوهغه وخت راورسید .چی سیاسی قدرت دسره تقسیم شی.نوځکه دسیاسی قدرت دغه نامتجانس ترکیب.منفجر شو .دکارمل سیاسی نظامی ډله ،شورای نظار جمعیت اسلامی

ډله، دایران حزب وحدت ډله ، اودپاکستان نه راوړل شوی موقت حکومت.دا ټول دیوبل سره په جګړه اخته شول .ځکه د دوینه یوه هم خپله اراده نه درلوده.او دټولو وسلی، رتبی، او پیسی .دخارجی جاسوسی شبکو لخوا ورکول کیدی .او داچی هغوی کوم اوامر سرته ورسوی څه وخت متحد اوڅه وخت وجنګیږی.کوم پلا نونه عملی کړی.ټول دپردو لخوا ورکول کیدل.جنرال عظیمی هم کله چی یی دقدرت په جګړه کی ماته وکړه.بهر ته مهاجرشویوکتاب یی داردو وسیاست په نامه ولیکه.دغه کتاب ځکه مهم دی چی ددغو جنایاتو دیوه ګډون کونکی لخوا لیکل شویدی. ځکه.دپورتنیو خبرو داثباط لپاره.دهغی نه دیوه سند په حیث یادونه کوم .عظیمی..داسلامی دولت د جوړیدو د پیل په اړه داسی لیکی (پښتو ژباړه) 599 – مخ .احمد شاه مسعود بلاخره یوه اونی وروسته کابل ته را داخل شو ، له ده سره یو شمیردشورای نظار ، دجنرال مومن اړوند د 70 فرقی او دجنرال دوستم یو شمیر ځواکونه وه……مسعود په منډه اوچټکی دماښام په تیاره کی ځان دکابل ګارنیزیون ته ورساوه.د اطاق دروازه می په زوره خلاصه شوه…او راننوت

زه له ځایه پاڅیدم هغه ته می لاس ورکړ.خوهغه ځه په غیږ کی ونیولم، ویی پوښتل:عظیمی صاحب تاسو یاست ومی ویل هو.د آصف دلاور په کوټه کی نورالحق علومی ،سید اعظم سعید،فتاح عبدا لحق علومی، امیر محمد،داود عزیزی او نور نه پوهیږم چی څوک وه.خو ټولو ته یی لاس ورکړ…هغه په یوه چوکی کیناست … هغه وویل: عظیمی صاحب تاسو ډیر زحمت وکیښ ، ځه نور پوهیږم ، که تاسو اودا ورونه نه وای، حکمتیار صاحب به خپل هدف کی بریالی کیده….زه دټولو ورونو په ځانګړی ډول له عظیمی صاحب نه مننه کوم…مسعود

حا ضرینوته وویل:د چا چی دلته کار نه وی،رخصت ورکول کیږی .زه عظیمی صاحب ،دلاور صاحب،او جنرالان ورونه غواړو یو څو شیبی یواځی اوسو.] عظیمی دخپل کتاب په 503 مخ کی ادعا کوی چی داسلامی دولت نظامی قدرت ددوی په لاس کی وه[ په دغه وخت یوازی اصف دلاور جګړه سوق او اداره کوله .نور ټول د ربانی او مسعود په شمول کاریز میر اوخیر خانی ته تللی وه ] هغه داسلامی دولت داختلافاتو په باب داسی لیکی: 622 مخ — د 1371 کال دسرطان دمیاشتی په 8 نیټه له مسعود سره د مجددی روابط خراب شول .، ځکه مسعود د هغه داوامرو سر غړونه کوله او ددولت دریاست په غونډو کی یی ګډون نه کاوه،1371

د سرطان په میاشت هغه مزار ته سفر وکړ ،جنرال دوستم دهغه تود او په زړه پوری هر کلی وکړ، مجددی هغه دستر جنرال په رتبه ونما نځه او هغه ته یی دستر مجاهد خطاب ورکړ.] هغه دمجا هدینو دجنایاتو په اړه داسی لیکی. 609 مخ—بندیانوی یی، نوکان یی باسی

، لاسونه یی پریکوی،اور ته اچول کیږی، ښځه دمیړه دویر جنو سترګو په وړاندی دتیری ښکار کیږی.اودپلار،موراو خور په مخ کی

دهغوی په نابالغه ورونو او زامنو تیری کوی…د انسانیت او شرافت په تابوت مبخ ټک وهل کیږی.] دمجاهدینو دجنایاتو په دوام . 627 –

مخ – د جګړی لمن بیا ددهمزنګ په سیمه کی غړاندی شوی.جګړو قومی او ژبنی بڼه غوره کړه او پراختیا یی ومونده ،د هزاره ګانو میشت ځایونه د توپ او تلویزیون د غونډیو دسرونو څخه و ځبل شول. کریم خلیلی د وحدت اسلامی دمشر تابه غړی د شورای نظار لخوا

و درول شو او دهغه ساتونکی سپک اوو ډبول شول، یو تن پښتون یی په بی یی مهرو کی دموتر په شا پوری وتاړه او په وزیر آبلد کی یی په موتر پسی راکش کړ ترڅو چی ټوتی ټوټی شو، قیادی شورا غونډه جوړه کړه اوله احمد شاه مسعود نه یی په لاندی برخو کی وضاحت وغوښت.

— ددی موضوع روښانه کیدل چی آیا مسعود د تیر رژیم له ځواکونوسره یووالی لری اوکه دقیادی شورا تابع دی.که دتیر رژیم له قوتونوسره همکاری ته لری ، نو ولی هغوی له ښارنه نه باسی او په ښار کی امنیت نه ټینګوی .؟

— هغه 36 میلیارده ډالر ، چی چی دهیواد پولی پشتوانه وه څه شول اوپه کوم سرنوشت اخته شول. ؟

— مسعود ولی د دوه میلیونه اوپنځوس زرو ډالرو معادل د خپلی ډلی د ګټی لپاره د افغانستان له مرکزی بانک څخه اخیستی دی.؟

— مجددی ولی دوه ملیونه ډالردبانک نه استی دی.؟

خو مسعود دغو پوښتنو ته جواب نه وایی .او یواځی دومره وایی ، چی چمتو دی د جنرال دوستم ځواکونه دښار نه وباسی .]

د یادونی وړ ده چی عظیمی اودهغه دجرم شریکان کارمل اونورو کله چی دافغانستان دولتی نظام ړنګ کړ، ملی اردو یی منحل کړه.

اودملی نفاق اور یی بل کړ .دهغوی لپاره هغه وظایف چی روس او ایران ورکړی وه نور ختم شویوه.او دتیښتی وخت رارسیدلی وه.هغه وظیفه درلوده چی دهیواد دتباهی عاملین په امن کی دهیواد نه وباسی .هغه پدی اړه په 590 مخ کی داسی لیکی : ببرک کارمل چی دکابل د ګارنیزیون په څنګ کی د مکروریانو په 240 بلاک کی اوسیده له کابل نه مزارشریف ته اوبیا حیرتانو ته ولیږدول شو .انا هیتا راتب زاد او دګوند نور کادرونه دکابل دګارنیزیون په مرسته ددهلی په لور واستول شول.

ددی لپاره چی دهیواد دتباهی د عاملینو څیری اولاسونه د هیواد په ملی ناورین کی په ښه ډول دلیدو وړشی لازمه ده چی ددغه ملی ناورین ټول مراحل په مستند ډول بیان شی. پدغه اړه ځه دیوه اافغان لیکوال .ش .ستانیزی کتاب ته .چی نوم یی 🙁 واقعات و حوادث از پا تک شاهی تاکیبل شاهی) .دی مراجعه کوم .چی د1379 کال په منی کی دچاب نه راوتلی دی .سره لدی چی په دغه کتاب کی صرف دکابل جریانات ثبت شوی خو بیا هم دتوجه وړدی.ځکه دافغانستان د 250 کلن سیاسی نظام دورانولو ټول مراحل په هغی کی دلیدو وړدی [ – (. دبیښور معاهده ). د اپریل په 24 کال 1992

کی د تنظیمونو تر منځ دا لاندنی معاهده لاس لیک شوه. بسم ا لله الرحمن الرحیم. ..

1 — پریکړه وشوه چی دحضرت صبغت اله مجددی تر مشری لاندی یو پنځوس کسیزه هیات دا خل دافغانستان ته ولاړ شی تر څو ددو میاشتو په موده کی دکابل دموجوده واکداری څخه قدرت په پوره ډول پی له قید او شرط څخه تر لاسه کړی .ددغه هیات مشری به په همدی دوه و

میاشتو کی ددولت دریاست ممثل وی. دغه هیات به ددغی مودی څخه وروسته د عبوری دولت تر اخره د اسلامی موقتی شورا په حیث پاتی کبږی او ریاست به د حضرت صبغت الله مجددی په غاړه وی. ددشورا موده به هم څلور میاشتی وی .

2 – پریکړه وشوه چی استاد ربانی به دڅلورو میاشتو له پاره د افغانستان د اسلامی موقت دولت دریا ست ممثل وی دغه هیات به ددغی

مودی خخه وروسته عبوری دولت تر اخره د اسلامی موقتی شورا په حیث پاتی کیږی .او ریاست به د دحضرت صبغت اله مجددی په

غاړه وی .ددی شورا موده به هم څلور میاشتی وی .

3 — دا پوره تعین شوی موده یوه ورځ هم نه تمدیدیږی . 4 — د صدارت مقام او د کابینی نور غړی به د تنظیمونو د مشرانو يرته

ددغو تنظیمونو ددوهمه درجه غړو څخه ټاکل کیږی .

5 — دصدارت مقام حزب اسلامی ته ورکړ شو . 6 — د صدارت معاونیت او داخله وزارت اتحاد اسلامی ته .

7 — د صدارت معا ونیت او داخله وزارت د مولوی خا لص حزب ته . 8 — دصدارت معاونیت او خارجه وزارت محاذ ملی ته.

9 — ددفاع وزارت جمعیت ته . 10 — ستره محکمه حرکت انقلاب اسلامی ته .

او دا پریکړه هم وشوه چی شورای رهبری به علاوه پر تقسیماتو او تعیناتود نورو د پاره وزا رتونه تثبیتوی ددی ټولی پروسی عمر شپږ میاشتی دی او پدی ترڅ کی به د را تلونکی حکومت د پاره اسلامی متفق علیه شورا تصمیم نیسی .اودهغه اتقالی عمر به دوه کاله وی .

ددغی معاهدی په پای کی .دغواشخاصو امضا ګانی کړیدی . مولوی محمدی ،مولوی خالص ، بر هانالدین ربانی ، عبد الرب رسول سیاف

قطب الدین هلال ،پیر سید احمد ګیلانی ،او صبغت اله مجددی . ( د صبغتاله مجددی حکومت ): . پشتو ژباړه.

د ثور په 8 . صبغت اله مجددی کابل ته ورسید.په پل چرخی کی نبی عظیمی . د هغه نه استقبال وکړ .په لارو کی خلک نه لیدل کیدل .کله چی شاه شجاع د انګریزانو لخوا کندهار ته راوړل شو . خلک دلارو دسرنه تخدیدل .همدا صحنه دمجددی دراتګ په وخت په کابل کی ولیدل شوه .مجددی چی رحیم وردګ دهغه سره مل تیا کوله ، دمرحوم سردار نعیم په کورکی ځای په ځای شو .او دهغه ځای نه یی هغه محفل کی چی دخارجه چارو په وزارت کی جوړ شوی وه برخه واخسته .دخارجه چارو د وزارت په تالار کی عبدالرحیم هاتف د جمهوری ریاست معاون.او فضل حق خا لقیار صدراعظم د خبرو کولو وروسته دولتی قدرت ، حضرت صبغت اله مجددی ته د جهادی شورا ریس او ددولت دممثل په توږه تسلیم کړ.په همدغه ورځ د خا لقیارموټر د خارجه چارو دوزارت دتالارنه مجاهدینو غلا کړ . صبغت اله مجددی دثور په 9 په کار پیل وکړ داحمد شا مسعود قواوی ددولت سره یوځای شوی او شورای نظار یی جوړه کړه.د وحدت ګوند پر وزارت داخله باندی قبضه وکړه .او دکابل ښار دقوماندانانو تر منځ تقسیم شو .تپه مرنجان ددوستم دقواو لخوا اشغال شوه .کوته سنګی او څلورمه کارته د

د مزاری او اتحاد اسلامی تر منح تقسیم شوه .د عمومی سرک په دواړو خواو کی دد همزنګ نه تر میر ویس میدان پوری .په یوه خوا کی اتحاد اسلامی اوپه بله خوا کی حزب وحدت او حرکتیانو ځای نیولای وه .

دمجددی دحکومت په اوله هفته کی لوټ تالان په ټول کابل کی پیل شو. شهر نو او داخله وزارت ،میر ویس میدان ،کارته یی چار اوسیلو

ددوحدت ګوندلخوا چور او چپاول شوه .د وسلو ګودامونه دلوټمارو په لاس کی ولویدل. څلوزره موټر ددفاع دوزارت په شمول د شورای نظار او وحدتیانو لخوا غلا کړای شول.د صدارت مقر هم لوټ کړای شو. ….. په ګردیزکی ټانک او سقیله وسلی د حقانی دټوپکیانو لخوا

اره شول او پا کستان ته منتقل شول.په کابل کی دارتزاقی او تعاونی موادو ګودامونه لوټ شول مجددی په افتخار ویل چی زما دقدرت په وخت کی دارتزاقی موادو نرخ ټیټ شویدی.اما دی خبر نه وه چی دامواد جهادی داړه مارانو غلاکړیدی او اوس یی په ارزانه بیه خرڅوی

لوټ مارو حتی د جنازی موټر غلاکړل اودملی بس موټری دټولو نه لومړی پیښور ته ورسیدلی.مطبوعاتو سقوط وکړ.په کابل او ټول افغانستان کی دنواز شریف دامر په اساس دافغانستان مدرنه او عصری اردو منحل شوه او دهغی ځای جهادی قطعاتو ونیوه .د کابل په ښار راکټونه فیر کیدل او هره ورځ په لسهاوتنه دکابل بی دفاع خلک شهیدان کیدل.په دولتی ادارو کی مطلقه انار شی موجوده ده مجددی دجوزا په 5 پاکستان ته سفر وکړ نواز شریف هغه ته دلس ملیون ډالرو چک ورکړ .خوددغه چک سرنوشت معلوم نشو . هغه مزار شریف ته سفر وکړ اوددوستم سره یی مذاکرات وکړل او هغه ته یی د خالد بن ولید اوستر مجاهد لقب ورکړ………..ددولت او حزب اسلامی تر منځ

شدیده جګړه پیل شوه…….دوحدت ګوند اواتحاد اسلا می تر منځ جګړه پیل شوه .پو هنتون او پولیتخنیک او ټولی لیسی او دولتی ادارات چی دوحدت دګوند په واک کی وی .بند شول. په ښار کی دهوتلونو اوګودامونو نه شراب را ایستل کیدل او دخلکو په مخکی د ټانک لاندی کیدل

اما په مقابل کی د خلکو په ناموس اومال دجهادیانو لخوا تعرض کیده او لوټ کیدل. په ټول ښار کی دوسلو دخرڅولولوی مار کیتونه جوړشول…یومیل کلا شنکوف دیو قطی ال ام سګرت سره معاوضه کیدل………

بلاخره صبغت اله مجددی دسر طان په7 . دبیښور دمعاهدی دفیصلی مطابق قدرت استاد ربانی ته تسلیم کړ. …. دسرطان په 23 په کارته چار ،میر ویس میدان اوکارته مامورین کی د شورای نظار حزب وحدت اسلامی او اتحاد اسلامی تر منځ جګړی پیل کیږی…..

دربانی دحکومت نه څلور میاشتی تیری شوی خو استاد پدی دلیل چی دقدرت خلا را منځ ته نشی داهل حل او عقد دشورا ددایریدوپوری خپل کارته دوام ورکوی . … دکلبل په ښار راکټونه داغل کیږی هره ورځ په لسهاوتنه شهیدان کیږی .دکابل په غرب کی ټول ډیپو ګان، دکابل پوهنتون او دمعارف دوزارت دکتابونو ګودامونه لوټییږی .مکتبونه سوځول کیږی .د سوریا په مکتب کی ددریو سوو په حدود کی

پښتانه او تاجکان ژوندی سوځول کیږی. دوحدت ګوند دا جنایات په حره کتیانو او حرکتیان یی دحزب وحدت په غاړه اچوی .درحمن بابا

لیسه،رابعه بلخی اوسوریا په اور کی وسوځول شوی.دکابل فضا دلوګی نه ډکه ده دراکتونو اواو دسقیله وسلو دمرمیو انفجار وحشت جوړ کړیدی .دکابل اوسیدونکی په خپلو کورونو کی پټ شوی او دراکټونو دراتګ انتظار باسی، دغوګونو پریکول،دمیخونو ټکول ، دسینوپریکول،او دپښتنو او تاجکو ژوندی سوځول دکابل په غرب کی پیل شول……ددلوی دمیاشتی په 24 ددولت او وحدت ګوند دجګړی څلورمه مرحله پیل شوه .په سل هاو راکتونه اود هاوان مرمی فیر شوی.دکابل په ښارکی دهزاره ګانو لخوا شب نامه خپره شوه په هغی کی ویل شویوه .چی مزاری دهزاره قوم تباه کړ.موږ په دولت کی 6 چوکی لرودا موږ ته کفایت کوی څوک موږ ته دصدارت او جمهوری ریاست چوکی نه راکوی.چنګ په شدت دوام لری ددولت قواوی پرمخ ځی دبولیسو اکادمی د څارندوی روغتون،او دعلومو اکادمی اودباغ با لا دوحد تیانو دوجود نه پاکیږی…مولوی منصور دربانی طرفدار او ضپتو خان دلوګر والی ترور کیږی…وعلومو داکادمی نه 2500تخته قالینی دوه بوجی دالر په زرګونه تلویزیونونه اویخچالونه اونو رسامان الات چی دخلکو دکورونونه غلا شویوه.دجمعیتیانو په لاس ورغلل

بیا معلومه نشوه چی هغوی دا مالونه څه کړل….جنرال حمید ګل کابل ته راغی چی امنیت تامین کړی.په تهران کی استاد ربانی او رفسنجانی دحوت دمیاشتی په 23 ملاقات وکړ. رفسنجانی دسولی غوښتونکی شو او وی ویل .چی ایران حاضر دی چی خپل ټوپکیان

دامنیت دتامین لباره کابل ته ولیږی ….تورن اسماعیل دحکومت داجازی نه په غیر ایران ته سفر وکړ چی دایران دحکومت سره قراردادونه امضاکړی…..دایران دخارجه چارو وزیرمعاون ددوستم سره په یوه ملاقات کی وویل: کچیری په افغانستان کی داقلیتونو

حقوق مراعات نشی سوله نشی راتلای.]

(داپه دغه کتاب کی دمجاهدینو دیوه کال 1371دجنایاتو او ملی خیانت لند ه خلاصه وه چی ټکی په ټکی نقل شوه .خو بیا هم لازمه ده د72 نه تر76 کال پوری حوادثو ته هم لنده اشاره وشی چی پدی کتاب کی راغلی دی.چی ټکی په ټکی هغی ته به دپښتو ژباړی په شکل کی اشاره وشی.) احمد شاه مسعود په جبل سراج کی کله چی یی دجنګی بندیانو سره لیدل.په لودسپیکر کی خلکوته داسی وویل: ای مجاهدو قوماندانانو

د پښتنو پر ضد قیام وکړی..کچیری پښتانه دوباره قدرت ته ورسیږی .څرنګه چی یی د بچه سقاو په دوره کی تاسی لوټ کړی .هغوی بیا هم تاسی لوټوی.هغه دخبرو په حال کی وه چی په هغه ډزی وشوی.او مسعود په ډیری عجلی سره دصحنی نه وتښتید او ځان یی پټ کړ.

عزیز مراد وویل.امیددی چی دثور 28 .دکابینی سر نوشت تعین شی . دزاړه ښار اودمیوند په جاده کی دجمعیت او ددوستم دقواو تر منځ

جګړه پیل شوه او 7 ساعته یی دوام وکړکورونه وسوځیدل اوتخریب شول.جنګونه دوام لری او راکتونه دکابل په ښار داغل کیږی.

فهیم دعمومی امنیت ریس په یوی مرکی کی وویل: خارجیان ځموږ په چارو کی مداخله کوی.دهغی ژوندی مثال حزب وحدت دی.چی دایران لخوا تحریک او تمویل کیږی.پدی اړه معتبر اسناد ځموږ په لاس کی موجود دی.چی دمزاری دتیښتی وروسته دعلومو داکادمی نه داسی اسناد په لاس راغلل .چی دوحدت سره دجمعیت جنګی اسیرانو نه ایرانیانو تحقیق کاوه.. .ټاکل شوی وه چی په 8 دثورحکمتیار کابل ته ورشی.دحکمتیار کابینه دلاری دبندیدو په خا طر ونشول کولای چی په دارلامان کی راغونډشی.لس تنه وزیران یی چی غوښتل یی دبل چرخی دلاری نه چار اسیاب ته لاړ شی.دمسعود دټوپکیانو لخوا ونیول شول.چی بیا دسعودی عربستان دسفارت په منځ ګړیتوب خوشی شول(.2 دجوزا) .په 8 دجوزا یو تعداد وحدتیان چی په غوښه کی یی زهر بیچکاری کړی وه دپولیسو له خوا ونیول شول.دسرطان په 12

استاد ربانی په شاهی ارګ کی ددوستم سره ملاقت وکړ هغه ترکیی ته لاړ او دوستم یی دکفیل په حیث وټاکه. ..عزیز مراد دبی بی سی

سره په یوه مرکه کی وویل:چی بالا حصار دشورای نظار په لاس کی دی او دوستم په تپه مرنجان کی مقاومت کوی… په 12 دجدی جګړی شدت پیدا کړ .پدی سوزونکی جګړه کی حزب اسلامی اووحدت هم برخه درلوده.ربانی دجدی دمیشتتی په 11 ددوستم پر ضد دجهاد اعلان وکړ .په 11 دجدی جګړه ددوستم او جمعیت ترمنځ په پل محمود خان او دمیوند په جاده کی کی پیل شوه …دوستمیان دجمهوری ریا ست پوری پر مخ لاړل اما د3 پجونه وروسته دوستمیانو دپل محمود خان نه چمن حضوری خواته عقب نشینی وکړه….دجدی په 19 دتوپ او هاوان مرمیو نه علاوه 120.راکتونه په کابل وداغل شول …دشازده سرای دجمعیت اواتحاد لخوا لوټ شو او بیا ورته اور واچول شو….

حامد کرزی چی بندی وه خوشی شو.هغه وویل چی موجود حکومت دحکومت کولو لیاقت او اهلیت نه لری… دکابل ښار دوباره دهوای حملو لاندی واقع شو د جدی په 24 په جلال اباد کی دمهاجرینو تعداد20 زرو تنوته ورسید. ددلوی د میاشت په 22 استاد ربانی د انتر کانتی ننتال،

په هوتل کی دحزب وحدت دنمایندګانوسره ملاقات وکړ .هغه افشار دوباره حرب وحدت ته وبا ښه او هلته 1500 تنه وحدتیان

دمزاری شا خه ځا ی پر ځای شول .( دیادونی وړ ده چی دکابل خلک د مزاری د ظلمونونه ډیر په تکلیف وه نو هغوی یو لیک دکابل اونیزی ته دنشر په خاطر واستاوه ځه صرف ددغه لیک ځینی برخی دهمدی کتاب نه چی ډیر مهم سند دی نقلا دلته راوړم.)دکابل دخلکو سر خلاصی لیک ..

داسی اوازی موجودی دی چی ګویا دولت حزب وحدت ته اجازه ورکړی چی د افشارو په غره کی پوستی جوړی کړی.ایادولت په

1371 او 1372 کی دمزاری فجایع هیری کړیدی ؟ داسلامی انقلاب دپیل نه تر اوسه په زرهاو راکتونه.او هاوان مینونه دمزاری لخوا

په خیرخانه،کارته مامورین، کارته پروان ، شهر کهنه شهرنو ،خوشحال مینه اوپغمان باندی فیرشول.چی دزرهاو تنو دشهادت باعث شول

اوفامیلونه د 3 ، 5 ،6 ، 7 ناحیونه فرار او مهاجر شول.دهغوی کورونه چور او وران شول.ایا مسولینودچهل ستون.اود 3، 4 کارتی دخلکو لیک

چی په هزاره قوم پوری اړه لری او دکابل په اونیزه کی نشر شویدی ندی لوستی؟ ایا هغوی مزاری جنایتکار او سادسیت نه وه معرفی کړی

؟ایا دکابل دعالمانو اعلامیه هیره شویده .؟ ایا هغه تعداد جنایت کاران چی دعبدلواحد ترکمنی په مشری په میوو او سبزیجاتو کی زهر ګډ کړیوه چی دسلهاو انسانانو دشهادت باعث شول هم هیر شویدی .؟ ایا دتیر کال خاطره داجتماعی علومو په انستیتوت او دافشارو په بوستوکی دهغه ښحو جسدونه پیدا کیدل چی په هغو تیری شویوه اوبیا یی سرونه پری شویوه هیرشوی.؟ ….عبدلعلی مزاری دپښتنو او تاجکو ورونو د وژلو او لوتولو نه علاوه په ملیاردونو ډالر مادی زیان افغان مظلوم ملت ته رسولی.یواځی دکابل پوهنتون …په ملیون هاو ډالر ضرورت لری چی دوباره احیا او ترمیم شی.مزاری دکابلیانو دوژلو نه علاوه دغه موسسات اومکاتب لوټ کړی او تخریب کړی.

داخله وزارت او ټولی نظامی قرار ګاه ګانی.په شهرنو ،قلعه فتح اله خان ، دتجارت وزارت، داوبو او بریښنا وزارت ،دصنایع وزارت،

د کرهنی وزارت،دلوړو زدکړو او عالی تحصیلاتو وزارت،دکابل پولی تخنیک،دوطن پالنزی،دڅارندوی اکادمی،دڅارندوی 200 بستر روغتون، داجتماعی علومو انستیتوت،دواکسین جوړولو موسسه،دارلمساکین،دیخ جوړولو فابریکه ،دخصوصی سکتور ریاست،مرکزی سیلو ،د څلورمی کارتی ددوا جوړولوعمومی دیپو ، دبوتون فابریکه ،دمخابری لوا،د توپچی لوا،دراکت لوا،د کشف قطعه ،دوسلو ګودامونه د کرغ په غره او تپه تاج بیګ کی،ددارال امان قصر،دکوکا کولا فابریکه،دحیواناتو او الوتونکو دمرضونو انستیتیوت ،دنور روغتون،دملا ریا سره دمجادلی انستیتوت ،دښځو سناتوریم ،دعلی اباد روغتون ،دعقلی عصبی روغتون ،داتا تورک داطفالو روغتون.

دسره صلیب روغتون، دنارینه و سناتوریم ،دکابل پو هنتون دهغی دتولو بوهنځیو سره،دکابل پوهنتون لیلیه ،کتابخانه،په لسهاو لیسی.ابتداییه مکاتب ، حبیبیه او ،حربی ښونځی،عالی دارالمعلمین.ثانوی تخنیک ،د غازی،محمود طرزی ،رابعه بلخی ،رحمن بابا،سوریا،رخشانه ،کارته چار لیسی اونور. همدارنګه په ګزر ګاه کی دپولند سفارت،دشوروی سفارت،5 ریاست اونور ټول دمزاری لخوا لوټ شول چی خساره یی دملیاردونو ډالروته زیاتیږی.ایا داسی یو سړی چی هیواد ته یی مادی او معنوی زیان رسولای وی عفوه کیداشی….تاریخ به هغه عفوه نکړی….موږ دکابل ښاریان په صراحت سره وایو چی ددفاع وزارت اواسلامی دولت ځموږ دکابل دځوریدلو خلکو اواز واوری…….

مزاری ددینه غافل دی چی هزاره خلک دتاریخ په اوږ دو کی دخلکو په زړنوکی ځای درلود.او په هر وخت اوزمان کی دربارته نژدی وه

لری نه ځو تیر 20 کاله په نظر کی نیسو.ایا دظاهر شاه په وخت کی داکتر سهرابی اونور دوخت وزیران نه وه.ایا سلطان علی کشتمند دکمونستی حکومت برجسته غړی نه وه؟ ایا همدا اوس ….. دکانونواوصنایعو وزیراو کریم خلیلی دمالیی وزیر ندی..په پای کی موږ

په اسلامی دولت ،انتقاد کوو.او په تشویش کی یو چی مزاری ته دافشارو دوباره تسلیمول په خا ص ډول ستراتژیک نقاط ایا ددولت ماته نده…. داعمل به ستر مصیبت دکابل خلکو ته راوړی….. 15- 3- 1373 . شمسی کل .د کابل ښاربانو دامضا ځای .

دحمل دمیاشتی په 6 – دارګ په شاوخوا ،دما لیی وزارت ، داستقلال لیسی .دپوهنی وزارت ،دزرنګار پارک او پل خشتی کی 62 راکتونه

ولګیدل چی په هغی کی 32 تنه مړه 63 تنه تپی شول.. .د چلستون په شاوخواکی پنجابیان ، او عربان ولیدل شول.عربانو په خپلو تورو

افغانان په بی رحما نه ډول حلا لول .هغوی د اله اکبر په ویلو سره اول دهغوی دغاړی رګ پری کاوه او دهغی وروسته به یی دافغان

سر دهغه دتن نه جلا کاوه ددی نه وروسته به جنایت کار عرب په وینو ککړه توره څټله او بیا به یی په تیکی کی ایخودله ….

په دارالامان کی موزیم تخریب اوتاریخی اثار دوحدت ګوند لوټ کړل.او هلته هغه ودانی چی دامان اله خان په وخت کی جوړ شوی وی.

ټولی ورانی کړی او دهغی کړکی لرګی د ځان سره وړل .دد ارل امان قصر هم هغوی همدارنګه وران کړ …. په چهل ستون کی داوسپنو لوی ګودام لیدل کیده چی یو من په 50 افغانی خر څیده …. قاچاق برانو دغه اوسپنه اول لوګر اوبیا پا کستان ته وړله.

د سرطان دمیاشتی په 8 په جلال اباد کی جناب حکمتیار، صبغت اله مجددی ،جنرال فوزی ، حزب وحدت غونډه وکړه . دجلسی په پای کی هغوی د پاکستان نه وغوښتل چی دربانی په لری کولو اودهیواد دمشر په ټاکلو کی مرسته وکړی…په تهران کی د افغانستان سفیر

دایران خارجه وزارت ته احضار شو او هغه ته وویل شول: چی پر مزاری باندی تعرض شویدی او ایران پدی مورد کی بی تفاوته پاتی کیدای نشی. دافغانستان خارجه وزارت دایران دا ادعا دحقیقت نه لری وګنله او هغه یی دافغانستان په چارو کی صریح مداخله و بلله….

کله چی دکابل غربی برخه د مزاری دوجود نه پاکه شوه .دسید کاغذ دسینما نه دلسهاوښحو بربند جسدونه چی پرهغوی تعرض شوی وه اوبیا وژل شوی وی.کشف شول .ډیری بوجی ګانی چی دښحو دسر چوټیو نه ډکی شوی وی.په لاس راغلی .او دکابل په پوهنتون کی

داسی اجساد په لاس راغلل چی په ولاړه دفن شوی او سرونه یی پری شوی وه.دپولند په سفارت کی د ګزرګاه خواته یوتعداد ښځی

چی سرونه یی کل شوی وه ازادی کړای شوی.]


— داسلام په نامه دخارجی هیوادونو شریکی دسیسی.


داوه داسلامی تنظیمونو په لاس داسلامی حکومت په دوران کی دشویو جنلیتونو لنډ ګزارش چی په مستند ډول دهغی نه یادونه وشوه ..اوس.د هغه اسلامی تنظیمونونه چی دټولونه زیات دشویو جنایاتو مسولین دی .لکه وحدت اوشورای نظارنه څوک.دانافغانانو دوژلو پوښتنه نه کوی. هغه هم.پدی ضعیف منطق چی سوله خرابه نشی حتی دهغوی نه خلکو ته دمالی رسیدلی زیانونو تاوان هم نه اخستل کیږی .سره لدی چی هغوی اوس په همدی هیواد کی واک چلوی. او ملیونونو ډالر لری.

د تعجب وړ خبره داده .هغه کسانو چی دغه جنایتونه کړی د 1992 کال نه تر اوسه واک چلوی او.نن یی په دفاع کی 36 هیوادونه دخپلو عسکروسره ولاړ دی دا دهغوی کاری تیم دی .دغه هیوادونه.خپل ټول نظامی ،اقتصادی، استخباراتی،او تبلیغاتی امکانات دهغوی په واک کی ورکړی.ځکه خارجیان ددوی په شان کسان چی په خپلو خلکواووطن هیڅ رحم ونه لری.او حرفه یی وطن فروشان او ملی خاینین وی .نشی پیداکولای .چی خارجییان په هغوی خپل اهداف عملی کړی.ددغو ښکاره مجرمینونه د دوه تنو لپاره نن ډیر کار کيږی.یو مسعود اوبل مزاری .دهغوی عکسونه خپریږی، مجسمی جوړیږی،او فرهنګی ټولنی هغوی ته کار کوی .دهغوی نه اتلان جوړوی.او حتی دمسعود عکسونه په رسمی دوایروکی ځوړند دی.داددی خبری ښکاره ثبوط دی چی او س څوک حکومت کوی او واک چلوی.او دد موکراسی او بشری حقوقو دشعارونو شاته .اصلی او عملی سیاست دسیاسی اسلام د شعار لاندی کوم دی.دهغوی روان تبلیغاتی سیاست دافغان روشنفکرانوپر ضد دزهر جن پرو پا ګند دوام دی چی خپل کاری تیم یا دبشریت دشمنان په قدرت کی وساتی او تول مسولیت افغان روشنفکرانو ته متوجه کړی..اوس لیدل کیږی چی دداود دوخت تکنوکراتان اونورو سیاسی مداریان. دافغان روشنفکرانو دبدنامولو لپاره په جهانی تلویزیونونو کی.چی د خارجی جواسیسو لخوا دهغوی په واک کی ورکړ شوی. شدید عوامفریبانه تبلیغات پدی خاطر پیل کړی چی دموجود ملی ناورین نه دخلکو توجه بلی خواته شی او افغان روشنفکران تخریب شی. اوس ښکاره لیدل کیږی چی .رادیو تلویزیون، انترنتی پاڼی،ورځپانی،کتابونه، اوپه جوماتونوکی.ددغو هیوادونو لخوااستخدام شوی مبلغین.ددغو جنایت کارانو په ګټه او دافغان روشنفکرانو پر ضد په کارلویدلی.دغه لوی تبلیغاتی ماشین .دخارجی هیوادونو لخوا استخباراتی وظایف سرته رسوی. چی عامه ذهنیت ته په هغه جهت کی سمت ورکړی.چی دوی یی غواړی. اوس لیدل کیږی چی حتی ددغو تلویزیونونو په سیاسی .بحثونوکی.دخارجی جاسوسی شبکو افغان غړو.خاص ګروپونه جوړ شوی چی داوریدونکو په شکل کی دمداری او جنبوری رول لوبوی او بیا دغه مداریان.د افغان روشنفکرانو.دبد نامولو او تخریب په خاطر.دهغه چټلو بازاری کلماتونه استفاده کوی .چی دانسان نفرت او کرکه تحریکوی.سره لدی چی ددوی کرکجن ماهیت.او اصلی څیره اوس خلکوته روښانه شوی ده.خو ددوی رزیلانه هڅی اوس هم دوام لری.دشمن د دغه تبلیغاتی ماشین.په وسیله دافغانانو دمعنوی تباهی لپاره کار کوی.دوی تور سپینوی او سپین توروی.حقیقت وژنی او درواغ په حقیقت بدلوی.او د افغانستان عینی تاریخ تحرف.او دعوام فریبی داستانونه جوړوی. دمعلوم الحال اشخاصو په وسیله.په جعلی عوامفریبانه سیاسی تحلیلونو خلک غولوی. اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی افغان وطن پالونکی.ددشمن دغه تبلیغاتی ماشین مات کړی. افغان وطن پالونکی روشنفکران په قوی ارادی او مشترک کار سره حقایق خلکوته توضیح او دهغوی د ذهن په روښانولوسره کولای شی چی ددشمن داسنګر مات کړی. ځکه.همدا تبلیغات دی چی دوطن دتباهی عاملین یی په قدرت کی ساتلی او عامه ذهنیت یی دهغوی منلوته تیارکړی دی. او واقعی وطنپالونکو دتجرید لپاره یی کار کړیدی او پدی ډول یی دهیواد ملی ناورین ته یی د دوام ورکولوژمینه برابره کړیده.


ما فیایی ډلی یا دهیواد اصلی اداره کونکی پټ تشکیلات .


خارجیانو داسلامی ګوندونو په وسیله دمافیایی ډلو په جوړولوسره ډیر اهداف تر لاسه کړی.مثلا 1 –.د ملګرو ملتونو د احصایی مطابق هرکال تر 8000 ټنو پوری مخدره موادخارج ته صادریږی.دا به ډیره ساد ه ګی وی که داسی تصور وشی چی افغان دهقان دا مخدره مواد.په خره باروی اوبیا یی داوروپا اونوری نړی بازارونوته انتقالوی.هیڅوک نشی کولای.دامنیتی او استخباراتی کړیو دمرستی په غیر دا کار وکړی.په ټوله نړی کی ددغو موادو انتقال رسما لوی جنایت شمیرل کیږی.اما په عمل کی د افغان او خارجی پټو جنایی تشکیلاتو لخوا چی مافیا ورته ویل کیږی دا کار هره ورځ تر سره کیږی.ځکه خارجیانوته دا ملیاردونه ډالر عاید دی.چی هم دروان جنګ مصارف پوره کوی.اوهم دوته لویه سرمایه پاتی کیږی. دمخدره موادو دقاچاق پرضد تشکیلات چی هدف یی صرف دخالی ذهنه افرادو غلول دی.یوځی تبلیغاتی جنیه لری- 2 –د نوی حکومت د 8 کلن حاکمیت وروسته .بیا هم په ایران او پا کستان کی د 4 ملیونوافغان مهاجرینو دراتګ مخه دیوه پلان مطابق نیول شویده .همدا نن کچیری دوی ونشی کولای دسیاسی ما فیا دلار ی دولتی نظام بدل یا استعمال کړی.کافی ده چی دغه مهاجرینوته په یوه وخت دافغانستان په لور حرکت ورکړی.دا انسانی سیلاب کولای شی نه یواځی سیاسی نظام بلکی ټول افغانستان دیو لو ی بحران سره مخ کړی.دمهاجرینودنه راتګ دلیل بی امنیتی ده .اودا بی امنیتی اسلامی حاکم ګوندونو او ددوی ما فیایی ډلو دپلان مطابق جوړه کړیده.3 – نن په اروپا امریکا او نوروهیوادونوکی په لسهاوزره روشنفکران،داکتران ، انجینیران ،او عالمان اوسیږی چی هیواد ته دورستنیدلو وسواس او قوی اراده لری.افغانستان هم دوی ته شدید ضرورت لری.دهغوی جمعی ورتګ او دهیواد سیاسی اواقتصادی چارو کی برخه اخیستل دهیواد سیاسی سیستم او دمافیایی ډلو حکم حالت ته تغیر ورکولای شی او دنظام څیره بدلولای شی.نوځکه دمصنوعی بی امنیتی په راوستلوسره ما فیایی ډلو دهغوی دراتګ مخه هم نیولی ده.4 – نن هر څوک پدی پو هیږی چی په افغانستان کی د صنعت او تجارت درشد لپاره.امنیت ته شدید ضرورت دی.دا امنیت ددوی دما فیایی ډلو لخوا له منځه تلی دی .دو په دی کار سره حتی خپل اصول چی دسرمایداری نظام جوړیدل دی د پخو لاندی کړی\\\.- پورتنیو حقایقو ته په کتلو سره داویلای شو چی اوسنی نظامی سیاسی ، اقتصادی ،اوفرهنګی بحران ټول دیوه تنظیم شوی پلان مطابق جوړ شوی. دمثال په ډول 8 – کاله کیږی چی دبن دغوندی په اساس افغانستان کی مافیایی ډلی واک چلوی.اوخپل قدرت یی زیات کړیدی.

سالم انسانی عقل دا هیڅکله نشی منلی.چی مشهور غله، لوټماران،دخلکو قاتلان، دافغانستان دنوم دشمنان،وطنفروشان.وکولای شی.ملی ګټی تامین کړی،امنیت راولی،اداری فساد ختم کړی ،اجتماعی عدالت راولی،او په حکومت باندی دخلکو باور زیات کړی.دا حا لت په افغانانو باندی دخارجیانو ملندی وهل دی.

کچیری دغو پور تنیو حوادثو او حقایقو ته لږ دقت وشی ، دا به په ډاګه شی .چی په سیاسی اسلام کی هرڅه جایز دی.دخلکو وژل

دهغوی دبدن ټوتی په بمونو الوزول.دهغوی په ناموس تعرض کول.

وطن تباه کول،دهیواد ورونو قومونه په جنګ اچول ،او وطن خرڅول. ملی خیانت کول داټول ، دهغوی لپاره جنایت نه شمیرل کیږی. او عادی کار دی. او اجوره یی هم دخارجیانولخوا ورکول کیږی. ددی دلیل چی خارجی هیوادونه دخپلو عسکرو دوینو په قیمت اسلامی تنظیمونه په قدرت کی ساتی .هغه ددغو تنظیمونو لپاره د،وطن،خلکو،اوحتی اسلام په مقابل کی د وجدانی مسولیت داحساس نه لرل دی.همدا علت دی چی خارجی هیوادونو.دسیاسی اسلام نه دیوی ډیری قوی فکری او ایدیا لوژیکی وسلی په توګه په افغانستان کی دحکومت کولو لپاره استفاده کوی. دا دهیواد دملی ناورین ددوام اصلی عامل دی. همدا دلیل دی چی .دبن په کنفرانس کی خارجیانو هغه اسلامی تنظیمونو ته قدرت وسپاره چی دافغانانو هیواد یی تباه کړی وه .دیادونی وړ ده چی .په 2001 کال کی دبن د کنفرانس ددایریدلو په وخت ډیر منور او پوه خلک اوسیاسی ګوندونه چی د جهانی ټولنی دتاید وړهم وه ، قصدا دحکومت په ترکیب کی دشاملیدلونه لری وساتل اویا یی دوباره دمافیا یی دلو داعتراض په اساس لری کړل. ځکه دهغوی هدف دمافیای ډلو دجوړولو دلاری .دحکومت اداره کول وه .چی دهغوی مداخله ددولت په اداره کی دلیدلو وړ نه وی او هرڅه دپردی تر شا بت باتی شی یعنی دپردی پرمخ داسلامی ګوندونوحکومت وی اما اصلی اداره ددوی په لاس کی وی. نوځکه دبن په کنفرانی کی هغه اسلامی تنظیمونوته قدرت وسپارل شو چی کابل او ټول وطن یی وران کړی وه.دادی اوس 8 کاله

وروسته داسی معلومیږی.چی دغه اسلامی تنظیمونه به دخارجی هیوادونودکاری ټیم په توګه په قدرت کی تل پاتی وی. دغو اسلامی تنظیمونواوس په هیواد کی سیاسی مافیا جوړه کړیده . چی دغه سیاسی مافیا به دخارجی استخباراتی شبکو په وسیله دهیواد سیاسی سیستم کنترولوی. ځکه دخارجی هیوادونو لاس په دولت اوحکومت کی دتغیراتو دراوستلو لپاره.پټ وی .او خلک په هغه نه وینی .او دغه تغیرات به دخارجی هیوادونو مداخله نه کڼل کیږی .او ددغی مافیایی نظام رهبران به دپردی شاته دمعاملو وروسته . دانتخاباتی نندارو

د لاری دخلکو په منتخبو نمایندګانو بد لیږی .ځکه ویل کیدای شی.چی د بشری حقوقو،دموکراسی،مدنی ټولنی ، د قانون حاکمیت شعارونو

شا ته .دخارجی هیوادونو کاری تیم هغه اسلامی تنظیمونه دی.چی دادی دوه لسیزی واک چلوی.ددغو بدو شرایطو دیدلون امید دیر کم دی.

دموجودو اسنادو پر اساس لکه چی ولیدل شول دوه تنو دهیواد په تباهی اساسی رول درلود .مسعود او مزاری .دغه اسلامی دولت دهغوی نه اتلان جوړکړیدی.

او خلکونه یی داحق هم اخستی دی چی هغوی ته دمجرم خطاب وکړی.او یا دحاکم نظام نه دعدالت غوښتنه وکړی.او س دا په روښانه لیدل کیږی چی دخلکو رایه دقدرت منبع نده.بلکی دا خارجی هیوادونه دی چی د قدرت منبع جوړوی.موجود شخصیتونه چی دهغوی په زر اوزور جوړ شوی.دی. دخلکو دارادی تمثیل نشی کولای.که داسی نه وای نو د انتخاباتو وروسته به جګړه ختمه وای ځکه خلک دخپل منتخب حکومت پرضد قیام نکوی اویا یی نشی کولای. په طبیعی ډول خلک دهغه حکومت نه دفاع کوی چی رایه یی ورکړیده.

لکه څرنګه چی لیدل کیږی.دخارجی هیوادونو په دغه سیا ستونوکی .اسلامی ګوندونه په شمال اوجنوب ویشل شویدی .یا په بل عبارت.خارجی هیوادونه دوه کاری تیمونه لری .دشمال اسلامی ګوندونه اودجنوب اسلامی ګوندونه. په دغه تقسیم کی دشمالی ډلوته

ډیر امتیازات په برخه شویدی.حکومت اومالی چاری، ما فیایی ډلی چی په هغی کی سیاسی،اقتصادی،مخدره مواد مواد اونوری مافیایی ډلی شاملی دی.هغوی وظیفه لری چی دملی نفاق اور تازه وساتی او دخراسان دنامه لاندی دهیواد تجزیی ته کار وکړی.او دهیواد اقتصاد کنترول کړی او داسی یو نظام جوړ کړی .چی اداری فساد.اورشوت ، بی عدالتی.په نا اعلان شوی قانون بدل شی.

خو پدغه تقسیم کی ډیر وژونکی اوتباه کونکی وظایف دجنوب اسلامی ډلو ته ورکړل شویدی کچیری تیر تاریخ ته ولیدل شی.

دشمالی تلوالی اوروسانو دتوافقاتو پر اساس.چی په شمال کی دپښتنو نژادی تصفیه او په جنوب کی دهغوی ځپل دهغی هدف وه دشمالی ټل والی مافیایی ډلو مشرانو همدا قرار دادونه چی ملی نفاق او دهیواد تجزیه یی هدف و په 2001 کی داتلاف دقواو سره هم امضا کړل. چی ذکر یی دا لیکنه په کتاب بدلولاشی .دهمدی قرار داد و نود عملی کولو په اساس په 2001 کال کی 120000 تنه دشمال نه درسمی احصایی په اساس جنوب ته مهاجر شول. چی ځینی یی تراوسه هلته پاتی دی خارجیان کولای شی دغه مهاجرین خپلو کورونو ته ستانه کړی .خوهغوی دملی نفاق داور دبل ساتلو او نورو پټو سیاستونو په خاطر داکار نه کوی . ..


— په جنوبی ولایاتو کی د اسلام په نامه روان دوینو سیلاب.

.

سره لدی چی داسلام ددین نه سیاسی قدرت ته درسیدلو دیوی وسیلی په حیث ګټه اخستل دسیاسی اسلام تګلاره ده .اما دطالبانو غورزنګ


ځان ته دحقیقی اسلام پیروان وای.هغوی پدغه شعار: که مړ شوی شهید یی او کچیری دی وواژه غازی یی همیشه دجنګ میدان ګټلی خو دسیاست میدان یی بایللی دی.اوس دادی دهغوی دشهیدانونه هدیری ډکیږی او دمعلولینو لښکر ورځ په ورځ دزیاتیدو په حال کی دی سره لدی چی هغوی پاکه عقیده لرله .خود خپلو ماتونه درس نه اخلی. او دهغوی دتباهی داستان بیا بیا تکراریږی.دغه حالت په دریو مرحلو ویشلای شو.. 1 – لومړی مرحله شورویان مات شول او ووتل خو رو سان راغلل او اسلامی دولت هغوی جوړ کړ.دولتی امتیازات دروسانو دافغان جاسوسانو په برخه .او دوینو تویدل او دجنګ په اور کی سوځیدل ددوی په برخه شول. 2 – دوی خپل حکومت د

امارت اسلامی د نامه لاندی جوړ کړ.اما سیاست او دهغوی سیاسی رهبری بل هیواد یا هیوادونو کوله .خو کله چی سترو قدرتونو بله

لوبه کوله .دغه هیواد دوی ټول لکه دقربانی پسونو په ډیر لوړ قیمت خرڅ کړل . دوی یوځل بیا په جنګ کی وړل شوی میدان په سیا ست

کی پای لود.. 3 – دریمه مرحله .چی همدا اوس روانه ده . دسیاسی درایت دنشتوالی له امله .همدا لوبه بیا دتکراریدلو په حال کی ده.

ځکه چی جنګ په تش لاس نه کیږی .وسلو او پیسوته ضرورت لری دا وسلی او پیسی داسمان نه نه راولیږی .دوی مجبور دی چی دنورو هیوادونو نه هغه ترلاسه کړی.هر هغه هیواد یا هیوادونه چی دا ورکوبی.په مقابل کی خپل اهداف لری.

او س دحاتم طایی وخت تیر شویدی او هر هغه هیواد چی څه ورکوی په مقابل کی ډیر څه غواړی..او دا واضح ده چی دغه هیوادونه دبل چا په غم نه ځوریږی .او خپلی ګټی او سیاسی اهداف ورته مهم دی.نو ځکه سیاسی لوبه خارجی هیوادونه ګټی او وینه دعقیدتی مسلما نانو توییږی..ایا سالم عقل به داسی یوی تکراری تراژیدی ته دبیا تکرار اجازه ورکړی. ؟ جواب نه دی.دبلی خواخارجیان دجګړی ددوام لپاره قا طع دلیل ته ضرورت لری یعنی دجنګ دیوه اړخ موجودیت . دبل اړخ دموجودیت ایجاب کوی.ځکه کچیری دااړخ موجود نه وی.جګړه دوام نکوی.دغه دلیل يا بهانه طالبان دوی ته ورکوی خارجیان ضرورت لری چی خپل نطامی او استخباراتی قوت دجهانی رقابتونو په خاطر ځموږ په هیواد کی وساتی او ځموږ په هیواد کی مغلوبه جګړی ته پدی خا طر دوام ورکړی چی بل واقعی سیاسی یا مسلح اپوزیسیون دجوړ یدو مخه ونیول شی. ددی کار لپاره .اوس حتی خارجی استخباراتی ډلی.دوسلوالو مخالفو دلو په جوړولوکی کار کوی اوس دمدیا دلاری ویل کیږی .چی ډیرو خارجی هیوادونو .خپل مسلح جواسیس د طالبانو دنوم لاندی دجګړی میدان ته داخل کړیدی.اوس به خلکوته دا ډیره مشکله وی چی داصلی او جعلی طالب فرق وکړی ځکه شرع ظاهر ته ګوری او ددغه جواسیسو ظاهری بڼه د طالب په شکل کی ده. اوس خارجیان علاوه د پیسو او وسلو دخپلو دډلو دتقویی لپاره دملکی خلکودوژلو دلاری.خلک تحریکوی چی دطالبانو سره یو ځای شی او په وسلو سنبال شی . مثلا.

سره لدی چی داتلاف قواوی دافغانانو په رسم او رواج، اودهغوی دانتقام جویی په روحیه خبردی.خو هغوی بیا هم د 2001 کال نه بیا تر اوسه پوری په واروار په جنوبی ولایاتوکی دخلکو په ودونو ، دهغوی دجنازی په مراسمو ،او دبی ګناه خلکو په کورونو، ړوند بمبارد کړیدی.پدی اړه حتی هغوی دمنتخب جمهور ریس کرزی اعتراضونوته هیڅ توجه نده کړی.ددی خبری ښکاره ثبوط او معتبر سند دی چی داتلاف قواوی د طالبانو دامحا لپاره نه بلکی دهغوی ډلوته دنویو احساساتی ځوانانود شاملولو په خاطر او دمخکنی پلان مطابق دا تحریکونکی ،اعمال په تکرار تکرارسره سرته رسولی دی.ددی نه علاوه.نورو شواهدوته هم اشاره کیدای شی.چی دا لیکنه اوږدوی.


دهیواد تیرو جریاناتو وښودله.چی په جنوب کی دپښتنو دځپلو لپاره دشمال اسلامی ډلو امکانات ډیر کم وه.نوځکه دادنده دجنوب اسلامی ډلوته وسپارل شوه. په جنوب کی دخارجی جاسوسی شبکو لخوا د داسلامی ډلو لپاره. . ددغو لاندی وظایفو اجرا کول مطرح وه : دمغلوبه خونړی جګړی دوام .( مغلوبه چګړه هغه ده چی په هغی کی ماته اودمرګ فیصدی زیاته وی اویوه خواا داستخباراتی وظایفو په جریان کی دیوه ګروپ دمرګ په منلو سره هغی ته دوام ورکوی) خلک دهیواد دسیاسی بهیرنه لری ساتل،.دداسی حلت راوستل چی په هغی کی په خلکو باندی د فقر ، ناروغی، جهالت او خارجیانوته دایمی احتیاج، غمجن حالت حاکم وی ، .په جنوبی ولایاتوکی د پښتنو دځپلودهغوی دبیسواده کولو،او په فقر اودایمی احتیاج ساتل وه دبلی خوا خارجیانو دجګړی دپیل لپاره . یوی بهانی ته ضرورت درلود . چی خلک وځپل شی او بیا دویری او وحشت په اساس دخلکو اراده ماته اوډیرو بدو شرایطو ته تسلیم شی. او دهمدی ویری او وحشت په اساس خلک دخارجیانو ټول پروګامونه په اسانی ومنی .

اسلامی ګوندونو دمغلوبه جنګونو په کولو. داسی یوه بهانه خارجی قواو ته په لاس ورکړه. ځکه دی جګړی کوم هدف نشو تر لاسه کولای .اما دبی دفاع خلکو دزپلو لپاره یی خارجی قواو ته بهانه په لاس ورکو لای شوه.چی ددی کار په جریان کی ډیر بی ګناه خلک ددغی دسیسی قربانی شول په پیل کی خارجی قواوته دا کافی وه چی دیوه کلی نه په هغوی ډز وشی او هغوی دسقیله وسلی په استعمال سره

دغه کلی دتولو انسانانو او حیوا ناتو سره په بل مخ واړوی .اوټول ووژنی .چی خلک دویری او وحشت په اساس هر ډول بدو شرایطو ته غاړه کیږدی..چی مثا لونه یی ډیر دی. اواوس ددنیا دتلویریونونو لخوا دهغی ډیر مستند تصاویر خپاره شوی.په جنوب کی اسلامی ګوندونو پدی منطق چی دخارجیانو پرضد جهاد کوی.د افغانستان په سیاسی بهیر کی یی دخلکو داشتراک مخه ونیوله .او په انتخاباتو کی یی دهغوی ګډون منع کړ..داکار به ددی باعث شی .چی خارجیان هرهغه څوک چی وغواړی ددغو خلکو په نمایندګی .په ډیره اسانی پارلمان ته ولیږی.داسی کسان چی دخلکو په مقابل کی دمسولیت احساس ونکړی .او دملت په ځای خارجی بادار ته مسول وی خارجیانو داسی یو کار په خپله هیڅ وخت نشوکولای. خودغو اسلامی ګوندونو هغوی ته وکړ. دداسی خدماتو لړی اوس هم روانه ده.

هغوی په جنوب کی.دعلم اوتحصیل مخه ونیوله.مکتبونه یی وسوځول او معلمین یی ووژل.او خلک یی دجهالت تورو تیاروته ورټیل وهل. دلارو جوړول او مدنی پروژو مخه یی ونیوله صحی کلینیکونه یی وران کړل.دخلکو دژوند سطحه یی ټیټه کړه .خلک یی په دایمی فقر او احتیاج کی وساتل.. هغوی داسی حالت راوست .او ځوانان یی دنا پوهی او جهالت پداسی تورو تیاروکی ډوب کړل.

او خرافاتی کړل .چی بیا دغه ځوانان دجنګ ددوام لپاره دهغوی دتوپ دخولی په غوښی بدل کړای شی.اوس هره ورځ دهغوی وینی تویږی .اسلامی ډلو هغه تنکی ځوانان دمرګ کندی ته اچولی چی دسیاسی لوبونه خبرهم نه دی .هغوی ته ویل کیږی چی ځان ددنیایی عذاب نه خلاص کړی ځانونه داسلامی جهاد په لار کی قربان کړی چی ابدی راحت مو په جنت کی نصیب شی.دغه ملایان په دی دنیاکی هغوی ته دجنت قوالی ورکوی .چی دا په خپله کفردی. صرف خدای پوهیږی چی څوک به جنت ته ځی .او څوک دوزخ ته.بنده دداسی فرمان دصادرولو حق نلری. ځکه خاتمه مستوره ده . اوس دا ځان مرګی بریدونه اکثر په جوماتونوکی کیږی اوډیر بیګناه مسلمانان قربانی کیږی چی ددنیانه خبر هم نه وی . کچیری نن دجګړی دواړوخواو ته وکتل شی . اداره یی دخارجی جاسوسی شبکو په لاس کی ده. دطالب او ضد طالب جګړه یوه مصنوعی جوړه شوی جګړه ده .چی په منطقه کی داوږ دی مودی ستراتژیک اهداف لری . اما هغه ځوانان چی په دغه جګړه کی شهیدان کیږی ټبی کیږی.په غفلت اوبی خبری کی ساتل شوی.هغوی ته ویل کیږی چی دوی ټول داسلام په لار کی قربانی ورکوی دغه ځوانان دژوند پداسی شرایطو کی واقع شویدی.چی مجبوردی هغه څه چی ورته ویل کیږی .هغه ومنی ځکه دټوپک خوله دهغوسرته نیول شوی ده. . نن د جګړی دواړه اړ خونو ځوانان چی دجګړی په میدان کی دهغوی وینه توییږی.

عقیده مند مسلمانان او هغه ځوانان دی چی دخارجی سیاسی لوبی ښکاردی. او دژوند د غمجن ما حول او دهیواد ملی ناورین قربانی شوی دی ددواړوخواو ځوان عسکر په جګړه کی په یوبل دحملی په وخت اله اکبر وای .او شهیدان کیږی

دلته یواځی افغان وژل کیږی .دامهمه نده چی دا دولتی قواوی دی او که طالبان .دا افغان ځوانان دی چی حق لری دنورو هیوادونو دځوانانو په شان ، خپل ژوند جوړ کړی،تحصیل وکړی،کاروکړی،خپل وطن اباد کړی،خو هغوی د جهانی سیاستونو د لوبغاړو او دهغوی دداخلی نوکرانو لخوا چی په مخ یی د اسلام نقاب پروت دی.په مرګ محکوم شویدی.پدغه کلونو کی هره ورځ دمد یا دلاری.10 – 20 – 30 – اوکله کله 120-160 تنو او لا زیاتوافغانانو دوژل کیدو خبر خپریږی .چی دا اقغانان دطالب اوضد طالب د جګړی د بدنام پروګرام په اسا س قر بانی کیږی او دافغانانو دوینو سیلاب روان دی.چی ددغه سیلا ب دبندیدو امکانات دلیدو وړنه دی. ځکه افغانان دخپلی مستقلی ارادی دعملی کولوتوان نلری. دغه اسلامی استخباراتی ډلو نه یواځی خلک تباه کړل او اسلام یی بد نام کړ بلکی دیوه ملی اپوزیسیون دجوړیدلو مخه یی هم ونیوله چی دجګړی په ځای دسیاسی لارو چارو لټون وکړی ،اودهیواد دملی ګټو په دفاع کی دیوی سیاسی سوله یزی مبارزی بهیر جوړ کړی. ځکه ډیر زر دجګړی ددواړوخواولخوا تکفیر یږی. دهیواد ملی ناورین ته دهغه اسلامی ډلو لخوا دوام ورکول کیږی چی پردی یی ترشا ولاړ دی… .هغه هیوادونه چی دطالب او ضد طالب بد نامی جګړی مصارف ورکوی . په بدل کی یی ددوی نه دډ یرو مسا یلونه علا وه دهیواد دملی ګټو محوه کول او یا خرڅول هم غواړی. داسی یو عمل داسلامی عقیدی سره په تضاد کی دی . حب الوطن منالایمان. او س لیدل کیږی چی دجګړی اور د پولی هاخوا ته تللی دی. یواځی په صوات کی 3 ملیونه مسلمانان په خپل وطن کی مهاجر کړای شول .دهغوی کورنی بی ستره شوی .او اوس په خیموکی ژوند تیروی .دا ټول دهغه ګوندونو لخوا قربانی شویدی دی چی داسلام نقاب یی په مخ پروت دی خو مصارف یی دغیر اسلامی هیوادو دجاسوسی شبکو لخوا ورکول کیږی.
 
 
 
 


— خارجیان په افغانستان کی دجګړی داور په بل ساتلوکی سره متحد دی.

صرف افغان وطنپالونکی باید په خپل وطن زړه وسوځی .او خپل ټول امکا نات دجګړی دخاتمی لپاره سره شریک کړی.خارجیان دا کار نکوی.دهغوی په موجود پروګرام کی داکار نه لیدل کیږی.ځکه هغه ځمکه سوځی چی اور ورباندی بل دی.اودا ددوی ځمکه نده.

په افغانستان کی خارجی،ګاوندی،او نور هیوادونه چی په دغه جګړی کی ښکیل دی.شاید په خپل منځکی شدید اختلافات ولری.خو دافغانانو په ځپلوکی سره یودی.او ګټی یی شریکی کړیدی.مثلا په تیرو 8 کلونو کی ولیدل شول چی ایران په افغانستان کی دخارجی قواو دموجودیت سره قوی مخالفت لری.اوهمدارنګه دغه هیوادونه دایران سره داتومی پروګرام په سراختلاف لری.خو خارجی هیوادونه دایران نه په افغانستان کی

دملی نفاق په اچولو ،دخراسان دنامه لاندی دهیواد په تجزیه کولو ددانشګاه او پوهنتون په نامه دژبنی نفاق اور بلولو، دشیعه اوسنی مذاهبو ترمنځ دنفاق اور ته لمن وهلو ، اود افغانی ټولنی دجهالت عصر حجرددوری ته دبیولو په خاطر مرسته غواړی .او ایران هم بی قید او شرطه دداسی مرستی ورکولو ته تیاری ښیی.سره لدی چی رسمی غوښتنه

په افغانستان کی دسولی راتګ دی.خو په عمل کی سیاست بل دی.اوس تجربی ښودلی ده چی ظا هری سیاستونه. دعملی سیا ستونو سره همیشه. په تضاد کی دی. دبلی خوا په افغانستان کی دکر کیلی او برښنا لپاره کافی اوبه موجودی دی.خو عملا افغانستان ته دخپلو دریابونونه په خپله د استفادی کولو حق ندی ورکړل شوی.اوس درسمی احصایی مطابق افغانستان صرف د خبلو اوبو ٪ 35 نه استفاده کولای شی او پاتی دافغانستان ٪ 65 دریابونو اوبه نورو هیوادونو ته روانی دی.امو دریاب هرکال په زرهاومتره ځمکه دافغانستان نه بیلوی اود ګاوندیو سواحلو سره یی یوځای کوی .دولت ددی اراده نلری چی ددغه ورانی مخه ونیسی. ځکه داکمه خاوره شمالی ګاوندیو هیوادونوته دتروریزم ضد جګړه کی دهغوی داشتراک په خاطر یوه تحفه ده. دبلی خوا پداسی حالاتو کی چی افغانستان داوبو زیرمی لری .د ملیاردونو ډالرو مرستو په موجودیت کی.د 8 کلونو په تیریدلو سره حتی یوبند چی

بریښنا تولید کړی هم جوړ نکړ. داحالت دخارجی هیوادونو دپلان په اساس را منځ ته شوی ځکه هغوی په افغانستان کی دبنیادی اقتصادی پرو ژو دجوړیدلونیت چی افغانستان په پښو ودروی نلری. تراوسه دهغوی فیصله داسی وه .چی افغانستان همیشه بایداحتیاج او په نورو متکی وی. اوس چی دانسانی سیاستونوشعار ورکول کیږی .کیدای شی پدی تباه کونکی سیاستونوکی هم تغیر راشی. اما اوس کله چی دګاونډ یو هیوادونو نه بریښنا په نقدو اسعارو اخستل کیږی .طبیعی ده چی افغانستان دګاوندیو دارادی تابع کیږی .هغوی دغه بریښنا هر وخت قطع کولای شی .بهانی زیاتی دی : دپیسو نه ورکول،دسیاسی مناسباتو خرابیدل، او داسی نور.

جالبه داده .چی په افغانستان کی په داسی حلاتوکی دګاونډیو هیوادونو دنفوذ لپاره کارکیږی .چی دناتو او اتلاف قواوی موجودی دی .

حا ل دا چی افغانستان باید په ګاوندیو هیوادونو کی خپل نفوذ چی په حقیقت کی د اتلاف دهیوادونو نفوذ دی زیات کړی.اما داحالت اوس په معکوس جهت کی روان دی.مثلا ایران کولای شی ټول کابل په تورو جندو وپوخل کړی .تیره عاشورا دهغی مثال دی .اما دغه هیوادونه دځان په کټه دیوه متنګ دجوړلو امکان نه لری. سره لدی چی هغوی په خپلی اسلامی استخباراتی لوبه کی ځان کامیاب وینی .خودا کامیابی کیدیشی چی موقتی وی.او حالات دکنترول نه ووځی .چی دا کار په تیر وخت کی، څوڅوځله تکرار شویدی.همدا اوس په پاکستان کی. دهغوی دغه اسلامی لوبه دکنترول نه وتلی ده.دنړی په استخباراتی لوبوکی کله چی یو پروګرام افشا شی .بیانو ټول عملی اقدامات دافشا شوی سیاسی لوبی لپاره بندیږی .اودنوی پروګرام لپاره کار پیل کیږی.اوس چی دافغانستان ټول خلک ددغه بد نام او خونړی پرو ګرام داصلی ماهیت نه خبردی .نو ځکه دهغی دبندولو وخت رارسیدلای دی.

افغانستان دځمکی لاندی ستری خزانی او کانونه،دځمکی په سر کافی اندازه حاصل خیزه ځمکه اوکافی اوبه او زیار ایستونکی خلک لری.د افغانانو سره به د خارجی هیوادونو لویه مرسته داوی.چی د طالب او ضد طالب په نامه جوړه شوی جګړه او دسیسه ختمه کړی.او دافغانستان خلک پریږ دی .چی دنړی دنورو خلکو په شان خپل ژوند ته دوام ورکړی.کچیری هغوی داکار وکړی دافغانستان خلک به دهغوی احسان مند وی.سره لدی چی داکار به په پیل کی ددوی لپاره مشکل وی ځکه چی په لسهاو زره نظامیان استخباراتی ډلی.اودملیاردونو بودجه دی کار ته وقف شویده .خو دداسی انسانی شریفانه تصمیم نیول به دوی ته هم په ګته وی. ځکه دافغانانو نفرت په دوستی بدل شی .دبلی خواهغوی کولای شی په خپلو اقتصادی او فرهنګی واقعی مرستو افغانی تولنه چی اوس دسترو کړاونو سره مخامخ ده په یوه پرمختللی متمدنی ټولنی بدله کړی .داسی یوه مرسته به افغانان دزړه دکومی استقبال کړی……. .

.