کور / تازه خبرونه / يو اېټالوى عسکر مړ او درې ټپيان سول

يو اېټالوى عسکر مړ او درې ټپيان سول

د سې شنبې په ورځ يو اېټالوى سرتېرى په لوېديځ افغانستان کي وژل سوئ او درې نور ټپيان سوي دي.


د اېټاليايي پوځيانو وياند ميجر مارکو اموريلو وايي يو اېټالوى هغه وخت مړ او درې ټپيان سول چي د فراه ولايت په ٥٠ کيلومترۍ کي يې موټر پر يوه ماين باندي وختئ.


د وياند په وينا درې ټپي سرتېري په هرات کي د اېټالوي پوځي روغتون ته رسول سوي چي روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دئ.