کور / طنز / هم وقایه هم ایماله/طنز

هم وقایه هم ایماله/طنز


 دبلی زور بازی ډلې خواته ورغلم  هلته هم   دسیلانیانو ټېل ماټپل وو څه نه مالومیده په دې تاکنیز شعار«  په جیبو مو پام وی !)   په ویلو مې  په یو ډول  سروردننه کړ
 بیزو وان د سرکس په  جوکر بدل  شوی و مخ يې سور اوسپین  رنګ کړی  و ،وتلې خیټه  يې لوڅه وه او په  لنډو پښو يې اوږده نوک تیزه بوټونه په پښو وه اوپه لاس کې یې یوه غمچینه  وه
 یوه بیزو چې ترخې سترګې ،پلني وریځې  او خړیته  پزه یې  وه   ټولو ته خوله چینګه نیوله وه   او خندله يې  ورسره وه
 هغې دوست او دوښمن ته په یوه سترګه کتله  چې ماته يې وکتله سترګګ يي راته ووهه د کوم  آشنا ډول یې کاوه    ډیر چرت مې ووهه چې هغه مې چیري لیدلې ده  خو په یاد مې نه شوه  د ځان د بسیا کولو لپاره مې وویله هغه به د رسنیو  په خوله نه وی کړی بیزو شوې به وي  بیزو نیکر اغوستی وو  دنیکر په شايې  لیکلی وه «چینچ»
 اریان وم  دا دبیزو وانی میدان داسې ایسېده لکه د  وزې په واده کې  چې کارغه ناڅي
 بیزو په سپینه خوړه د خوبا نخړی  کولې څو ځلی يې پرله پسې  باڼّه ورپوله او لکه خر په چمن کې یې کلملاغونه وهل پيل کړه لکه روسی یخچال  په خپل سر یې منډه وهله
خلکو له  ډیرې خندا پښتورګي نیولی وو
ما له ځانه سره وویل دا بیزوان او بیزو هم  غواړي د نورو پېښې وکړي  او  بدلون په شعار ټاکنې یوسی خو دا لم نشرح هم خوله د ملا شاګل غواړي
 خو یو خبره رښتیا وه  چې ددوی په کړو کې څه  بدلون  مالومیدی یو دا چی بیزوان  دسرکس جوکر شوی و  او  بل دا چې بیزو نیکر اغوستی و
جوکر غمچینه له مځکې  ووهله او په شرک يې موږ او   بیزو ته ګواښونه کوله
جوکر (بیزووان) له بیزو څخه وپوښتل:
سیلانیانو نه خپل بهرنی سیاست تعریف که؟!
بیزو سیلانیانو ته  یو عسکری سلام وکړ
جوکر( بیزووان ) غمچینه د مځکې  ووهله بیا يې د بيزو وپوښتل:
د خلکو سره دی ددرمن دسر وعده څه ده ؟!
هغې چغې بغې کړې: چیینج چینج!
جوکر( بیزو وان )بیا غمچینه د مځکې  ووهله چې شرک يې شو
 او بیزو ته يې ویل:
سیلانیانو ته خپل کورنی سیاست وښیه؟
هغې شا ور و ګرځوله او لکۍ يې ورته پورته کړه
ټولو وخندل
بیزو پزه کښ کړه  لکه چې اروا يې څک کیدل د یو سړی د لاس کڅوڼې ته یې حمله کړه دهغه د کڅوڼې ډول ډول وچي او لندې  میوی  توی شوی
 هغه و میوو په لیدو په ترپکو دربنجکو شوه
جوکر (بیزووان)  غمچینه د مځکې  ووهله چې شرک يې شو
 بیزو  هر میوه  دلکۍ لاندې وړله او اندازه کوله يې که به د اندازې برابره او یا  کوشنی وه  ترپکی دربنجکی  به يي  کړی هغه به  يې په خوله  ومنډله او  ښوی يي تیروله که به میوه   لویه وه  د سیلانیانو خواته  يې غورځوله
ټوله دې بدلون ته اېښ  پښ پاته وو    بیزود درملنې نه په وقایې ډیر پام کوه  چی خدای تاخواسته   لکه پخواکومه غټه میوه يې  په کلمو کې بنده نه شي  په بدلون سره هغه  هغه  شی  خوړی چې بند نشي    او کوم مشکل پیدا نه کړی او ایمالې ته اړتیا پيدا نشي
خلکو ګوته په غاښ ورته  نیوې وه  او لاسونه يي ورته کړپوله
جوکر بیابیا  غمچینه د مځکې  وهله چې شرک  به يې شو
خو ناچاپه بیزو په چغو بغو شوه  په نس یي لاسونه و نیوله ځکه څو ډبرې يې د میوې پر ځای ښوی تیري کړی وي  اوایمالې ته  يې اړتیا پیدا  شوې وه
ټوله سیلانیان پزې نیولی  ترې وتښتدل
ما له ځان سره وویل:  پخوا یوازې ایماله وه د بدلون سره   اوس لومړی مدار خوری وقایه  ده او بیا  دغم ایماله