کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو بیا هم په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راروان انتخابات او د افغانستان، پاکستان او د سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې چمتو کړې دې


 ویسا


دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د برټانیې د پوځ د لوی درستیز په حواله لیکلي دي، چې پخو دوی په افغانستان کې د ځان دفاع کوله خو اوس په دښمنه پسې دي


ورځپاڼې په دوام کې دده دا وینا هم راخستې، چې تر هغه به په سیمه کې پاتې وي، چې تر د دښمن او نشه يې توکو جړرې نه وي ایستل شوې


ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د ګارډین ورځپاڼې یو نوی تحلیل خپور کړې او د هغې په استناد يې لیکلي دي، چې په افغانستان کې د طالبانو پر ځای باید له القاعده سره جګړه وشي


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست څوکۍ ته د کاندیدانو د شمیر زیاتوالي ته په اشارې لیکلي دي، چې دا هغه توطعه ده، چې هدف يې د رایو ویشل دي


هیواد


دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ناپیلو هیوادونو د غورځنګ جوړیدونکې غوندې ته په اشارې ددې غورځنګ نړیوال اعتبار ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې په نړیوالو سیاسي، اقتصادي او پوځي معادلو کې کمزورې ونډې ته په پام سره دا غورځنګ نوي تعریف ته اړتیا لري


دې ورځپاڼې هم د برتانیې د لوی درستیز د وروستیو څرګندونو ځینې برخې راخستي او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې طالبان د ډیورنډ د کرښې پورې غاړې ته یو ځلې یو موټی شویدي


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي ستونزو څیړلي او لیکلي دي، چې سوالګري د لوږی او لوږه د بې کارۍ زیږنده ده


اراده


دې خپلواکې ورځپاڼې بیا په هلمند کې روانو پوځي عملیاتو او پدې عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبلې ته په اشارې د برتانیې د لوی درستیز په حواله لیکلي دي، چې دوی به هرو مرو طالبانو ته ماتې ورکوي


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو په رڼا کې د افغانستان روانې وضعې ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې د راروانو انتخاباتو په اړه د افغان دولت او نړیوالې ټولنې د ځینو کړیو ترمنځ بې باوري منځ ته راغلې


ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې هغو ستونزو ته ګوته نیولې، چې د ولسمشر کرزي د بیا انتخابات په وړاندې پراته ديږ 


اصلاح او انیس


دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي


انیس هم پخپله سرمقاله کې د ناپیلو هیوادونو د غونډې موضوع راخستې او ددې غونډې پایلو ته يې کتنه کړې


خو اصلاح بیا د ملي امنیت د ځواکونو لخوا په کابل کې د یوې ترورستي ډلې نیولو ته په اشارې د ملي امنیت وړتیاوې او لاس ته راوړنې يې څیړلي دي


افغانستان ټایمز


دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې پدې ټینګار کړې دې، چې د راروانو انتخاباتو لپاره د قانو د پلې کولو څارنه ضروري ده


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د امریکا د نوی پوځي ستراتیژۍ په پلې کولو تبصره کړې او لیکلي دي، چې خلک پدې اړه هم راضي او هم اندیښمن دي


ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې د پاکستان روان حالات انځور کړې، چې پکې په دغه هیواد کې لږیدلې اور ددغه هیواد د سیاستونو نتیجه بلل شوې ده


ملي ارمان


دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د لیلي په دښته کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه کیدونکو تحقیقاتو ته په اشارې د هغو عواملو د روښانه کولو هڅه کړې، چې له مخې يې دا موضوع بیا توده شوې ده


ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په اړه د پاکستاني پوځ د ویاند په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې د پاکستان پوځ د یو بل امتیاز د ترلاسه کولو په لټه کې دې.