کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خبریدونکو ورځپاڼو دا ځلې تر ډیره د انتخاباتو په امنیت، د افغانستان په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ د همکارۍ او همداراز په روانو امنیتي حالاتو مطالب او تبصرې خپرې کړیدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دغو ورځپاڼو ته په کتنې لاندنې مطلب چمتو کړې دې.


ویسا :
دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په حواله لیکلي دي، چې د یوې داسې ستراتیژۍ په لټه کې دي، چې له مخې يې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره افغان ځواکونه امنیت ټینګ کړي.


ورځپاڼې د همدې مخ په سر کې لیکلي دي، چې د بنسټپالنې د له منځه وړلو په هدف روسیه او امریکا په افغانستان کې ګډې ګټې پالي.


ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې مسکو د همکارۍ په بدل کې غواړي له امریکا څخه دا ډاډ ترلاسه کړي، چې طالبان به منځنۍ اسیا ته نفوس نه کوي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان کتونکو دا غوښتنه راخستې، چې له طالبانو سره د خبرو لپاتره دې یوه نوی ستراتیژۍ جوړه شي.


انیس : 
دې دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ناپیلو هیوادونو د غورځنګ پنځلسمې سرمشریزې ته د ولسمشر کرزي د وینا ځینې برخې راخستي او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې له سیمه ایزې او نړیوالې همکارۍ پرته په سیمه او نړۍ کې سوله نشي ټینګیدلې.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره د شویو مرستو د بې ځایه لږیدو په اړه د تحقیقاتو لپاره د امریکايي چارواکو په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او هغه يې د افغانستان د ګټو ملاتړ بللې دې.


ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راروانو انتخاباتو لپاره روانو تیاریو ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې د راې اچونې پاڼې ولې په لندن کې چاپ شویدي.


ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د اسوشیتیډ پریس خبري اژانس د یو رپورټ په استناد لیکلي دي، چې افغان پولیس د باور وړ ندې او خلک د پولیسو له لاسه طالبانو ته پناه وړي.


ورځپاڼې د همدې مطلب په دوام کې د کورنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله لیکلي دي، چې ملي پولیس په یو تعلیم یافته او مسلکي ځواک بدل شوې دې.


اصلاح او هیواد:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد پخپله سرمقاله کې د بارک اوباما په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې دوی باید په افغانستان کې دنظام په پیاوړې کولو کې مرسته وکړي.


خو اصلاح بیا د راروانو انتخاباتو په وړاندې شتو امنیتي ګواښونو ته په اشارې لیکلي دي، چې عادلانه انتخابات یوازې د امنیت په موجودیت کې ممکن دي.


اوټ لوک:
دې انګلسي ژبې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې خبر ورکړې، چې د افغانستان، پاکستان او روسیې مشران د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې د سیمه ایزو همکاریو په پراخولو خبرې کوي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې افغانستان ته د برتانیې د لوی درستیز سفر ته په اشارې لیکلي دي، چې ده د افغانستان لپاره د نورو ځواکونو غوښتنه وکړه.



ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې هم افغانستان ته د برتانیې د لوی درستیز په سفر تبصره کړې او د خواکونو د زیاتولو لپاره د نوموړي غوښتنې ته په اشارې لیکلي دي، چې د افغانانو د ملاتړ د جلبولو لپاره د سولې او امنیت ټینګښت ضروري دې.