کور / راپور / آيا د طالب بندیانو د ډليیزې وژنې په اړه به څېړنې وشي؟ (راپور)

آيا د طالب بندیانو د ډليیزې وژنې په اړه به څېړنې وشي؟ (راپور)

د آزادۍ راډيو له ويبپاڼي څخه په مننه

ولسمشر کرزي چې د طالب بندیانو په ډله ایزه وژن تورن عبدالرشید دوستم يې په یو لوړ پوځي پوسټ ټاکلی، په دې وروستیو کې يې په شمال کې د بندیانو د وژنې په اړه له تحقیاتو سره محالفت ښودلی او وايي چې که څېړنې کېږي په افغانستان کې دې د ټولو شویو جنایاتو په اړه وشي.
24.04.1388
په دې وروستیو کې په شمال کې د طالب بنیدیانو د ډله ییزې وژنې مسله بیا راپورته شوې . د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، غواړي د هغو دوو زرو طالب بندیانو د وژنې په هکله حقایق راټول کړي، چې د دوه زره یوم کال په پای کې په شمال ټلوالې پورې د تړلي جنګسالار جنرال عبدالرشید دوستم له خوا ووژل شول.

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما وایي، په دې وروستیو کې خبر شوی چې د دوه زره یو م کال د نوامبر په میاشت کې د افغانستان په شمال کې لوی جنګي جنایات ترسره شوې دی، او دا جنایات د جنرال عبدالرشید دوستم د ملیشه و له خوا شوي چې د امریکا ملاتړ ورسره وو، او هېڅکله هم په دې هکله بشپړ تحقیقات نه دي شوي.



جنرال عبدالرشید دوستم چې په ۲۰۰۲ عیسوي کال کې په زرګونو وسلوالو طالبانو ورته تسلیم شول.
د سې اېن اېن سره په مرکه کې ښاغلي اوباما ووېل، چې ده د خپل ملي امنیت ادارې ته امر کړی چې ددې مسلې په هکله حقایق، او معلومات لاس ته راوړي.


ښاغلي اوباما زیاته کړه وروسته تر دې چې د قضیې په اړه ټول لازم حقایق او معلومات لاسته راشي دی به د هر اړخیزو تحقیقاتو په اړه تصمیم ونېسي.
ښاغلي اوباما زیاته کړه:

((حتی په جګړه کې هم ولسونه خپل مسوولیتونه لري. او که داسې څرګنده شي چې، موږ په خپل چلند کې په یوه ډول د جګړې د قوانینو له سرغړونو
څخه ملاتړ کړی، نو زه فکر کوم چې مونږ بايد لومړی په دې ځان بشپړ خبر کړو.))

اوباما دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د تېرې جمعې په ورځ د نیویارک ټاېمز ورځپاڼې یو تحقیقاتي راپور خپور کړ.
په راپور کې ادعا شو ې ده چې د ښاغلي بوش حکومت، په وار وار د دوستم له خوا د شبرغان د وژنو په هکله د تحقیقاتو مخنیوی کړی ، ځکه دوستم هغه مهال د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې له خوا استخدام شوی وو، د ( سي اې اې) مالي مرستې یې ترلاسه کولې او بل لورته د دوستم ملیشه ځواکونو د متحد ایالاتو له خاصو ځواکونو سره د طالبانو پرضد جګړه کې نژدې همکاري کوله.


نیویارک ټاېمز ورځپاڼې په دې راپور کې لیکلي، د بوش حکومت دا اندېښنه درلوده چې د جنګي جنایاتو په اړه تحقیقات به د ښاغلي حامد کرزی له حکومت څخه د خلکو ملاتړ کمزوری کړي.

همدا وجه وه چې جنرال دوستم د کرزي په انتقالي او وروسته انتخابي حکومت کې یو مهم دفاعي چارواکی وټاکل شو.

ښاغلی دوستم له تېرکال راپه دیخوا په ترکیه کې د جلا وطنې ژوند کوي. علت یې داوو چې ده خپل یو سیاسي مخالف په وسله تهدید کړی و، خو په شبرغان کې د شویو جنګي جنایاتو تور یوځل بیا پاملرنه جلب کړي ځکه ښاغلي کرزي په وروستېو کې یوځل بیا دوستم پرمهم دفاعي مقام ته وټاکه.

د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمېسیون غړی نادر نادري له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ووېل:

په دې کې هېڅ شک نشته چې د دوه زره یو م کال په پای کې په شبرغان کې لوی جنګي جنایت شوی دی:


په دې اړه د بشري حقونو د خپلواک کمیسون له ویاند احمد نادر نادري سره مرکه دلته اوریدلۍ شۍ
 حتی په جګړه کې هم ولسونه خپل مسوولیتونه لري. او که داسې څرګنده شي چې، موږ په خپل چلند کې په یوه ډول د جګړې د قوانینو له سرغړونو
څخه ملاتړ کړی، نو زه فکر کوم چې مونږ بايد لومړی په دې ځان بشپړ خبر کړو.

بارک اوباما
رېښتیا هم چې هغه وخت دوه زره طالب بندیان وروسته له هغه چې د دوستم ملیشه و ته تسلیم شول، ددوی له خوا په تړلو کانټېنرونو کې ووژل شول. دوی په دغو کانټېنرو کې د شبرغان زندان ته وړل کېدل. وېل کېږي دغو بندیانو ته له درېو ورځو راهیسې اوبه او ډوډۍ نه وه ورکړل شوې.

عېني شاهدان وایي، ددې بندیانو زیات شمېر په کانټېترونو کې د هوا د نشتوالي له امله مړه شول، او یو شمېر یې چې ژوندې پاتې وو د دوستم د ملیشه و له خوا پر کانټېنرونوباندې په ډزو کې ووژل شول.

وېل کېږي چې ددغو بندیانو مړي وروسته په دشت لېلي کې په لوېو یوځای قبرونوکې ښخ شول.

دوستم وایي:

د طالب بندیانو وژنه یو ارادي کار نه وو. ده وېلې شبرغان ته پر لارې یوازې دوه سوه طالبان مړه شوې دي او دوی د هغو ټپونو اویا ناروغېو له امله چې د جګړې په مهال یې درلودل مړه شول.

د بښنې د نړېوال سازمان د اسیایي څانګې مشر سام ضیا ظریفي چې په خپله یې د بشري حقونو د څارنې د سازمان لپاره د څېړونکي په توګه کار کاوه، او د طالبانو د واکمنۍ تر پای ته رسېدو وروسته یې په خپله د دښت لېلي قبرونه لیدلی دي ازادۍ راډیو ته ووېل، دده شخصي تجربه داده چې متحد ایالات او ملګرو ملتونو دواړو ددې جنګي جنایاتو په اړه د تحقیقاتو پلوي نه کوله :


(( دا په افغانستان کې یو له ډېرومهمو پېښو څخه یوه پېښه ده چې باید په اړه یې تحقیقات وشي. د بشري حقونو لپاره د ډاکټرانو سازمان چې یو خپلواک او غیر حکومتي سازمان، او مرکز یې په امریکا کې دی دا هڅه وکړه چې ددې پېښې په اړه تحقیقات وکړي، خو متحد ایالاتو او وروسته لخضر براهېمي چې هغه وخت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی وو ددې کار مخنيوی وکړ. ځکه هغه مهال جنرال دوستم په خپله یو مهم سیاسی لوبغاړی وو.))
دا په افغانستان کې یو له ډېرومهمو پېښو څخه یوه پېښه ده چې باید په اړه یې تحقیقات وشي. د بشري حقونو لپاره د ډاکټرانو سازمان چې یو خپلواک او غیر حکومتي سازمان، او مرکز یې په امریکا کې دی دا هڅه وکړه چې ددې پېښې په اړه تحقیقات وکړي، خو متحد ایالاتو او وروسته لخضر براهېمي چې هغه وخت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی وو ددې کار مخنيوی وکړ.
ظریفي

ښاغلی ظرېفي زیاتوي په تېرو څو کلونو کې په دغو لویو قبرونو کې ټول شواهد او نښانې له منځه وړل شوې دي:
(( کله چې د بشري حقونو د څارنې د سازمان یوه ډله چې دی یې هم غړی وو د دوه زره دوهم عیسوي کال په پېل کې هلته ولاړ، دغه لوی قبرونه په دشت لېلي کې لیدل کېدل. دغه قبرونه کېندل شوی وو او په هغه کې د مړو د جامو او هډوکو پاتې شونې هره خوا خواره وو. هغه وخت د بشري حقونو سازمان او نورو سازمانونوملګروملتونو او افغان حکومت ته ددغو قبرونو د اهمیت په اړه خبرداری ورکړ، خو هغه وخت د ملګرو ملتونو ادارې او بېلا بېلو ارګانونو تصمیم ونیوه چې دغه قبرونه دې نه ساتل کېږي. ماته د حېرانتیا خبره نه ده چې که خلک وروسته هلته تللې وي، او د مړو ټول هډوکي له هغه ځايه وېستلې وي.))

د بشري حقونو لپاره د ډاکټرانوسازمان چې دغه قبرونه یې کشف کړل ددغو ورانو شویو قبرونو په هکله هم ډېر اسناد او شواهد په لیکلي توګه برابرکړې دي، خو ددې ډلې د رییس مرستیالې سوزانا سرکېن ازادۍ راډیو ته ووېل دا فکر کوي چې اوس به هم په دی قبرونو کې ډېر اسناد او شواهد لاس ته راشي مونږ غواړو دغه حقیقت څرګند کړو چې چا د قبرونو د خلاصولو امر کړی او ددغو مړو پاتې شونې چېرته وړل شوې دي.

ښاغلی ظرېفي وايي، په دې قضیه کې د نړېوالې ټولنې چلند له شرمه ډک یو عمل دی. د بښنې د نړېوال سازمان د اسیایي څانګې مشر ښاغلی ظرېفي زیاتوي:

((دا په دې خاطر له شرمه ډک یو عمل دی چې نړېواله ټولنه په دقیقه توګه پوهېده چې د څه شي ساتنه وکړي او ولې؟ خو دا کار یې ونه کړ.مونږ نه پوهېږو چې ایا له جنرال دوستم سره د هغه په قرارګاه کې امریکاییان وو او کنه؟ نو دا د امریکا د اردو او د امریکا د حکومت لپاره په مطلقه توګه لازمه ده چې وپوهېږي ددوی ځواکونو څه کړې دي؟))

ښاغلی ظرېفي وایی، دغه تورونه چې ګواکې متحد ایالاتو په دې لوی قتل عام او جنایت کې لاس درلود، او غربي مستند فلمونه هم داډول اد عاکوی، په خپله یو مهم علت دی چې ښاغلی اوباما غواړي ددې جنایت په هکله بشپړ تحقیقات وکړي.
ظرېفي زیاتوي:

((ددې اتهاماتو په اړه یوه بله مهمه مسله داد ه چې ددغه قتل عام په وخت کې د (سي اۍ اې) غړیو له جنرال دوستم سره همکاري درلوده او دوی په خپله هم په دې قتل عام کې لاس درلود.

مونږ ښایي هېڅکه دا خبره تایید نه کړی شو. مونږ ته یوه بله مسله هم ډېره پټه پاتې ده او هغه دا چې هغه امریکاییان چې له دوستم سره وو، ایا دوی د امریکا د خاصو ځواکونو غړي وو که د (سي اۍ اې) او یا د امریکا د حکومت د یوې بلې څانګې؟ مونږ خپله هڅه وکړه، خو نه شو کولای دا مسله تایید کړو ځکه له مونږ سره دقیق معلومات نشته. ))

د بشري حقونو د څارنې سازمان، د عفوې د نړېوال سازمان او د بشري حقونو د ډاکټرانو د سازمان استازو ازادۍ راډیو ته هیله څرګنده کړه هغه پاملرنه چې اوس د شبرغان قتل عام ته شوې ده، دا به واشنګټن مجبوره کړي چې خپل سیاست ته تغییر ورکړي او نور له پخوانېو مهمو سیاسي مسلو څخه چې په هغه کې د کرزي د حکومت له مامورینو پرته نور کسان هم لاس لري او هغوی په افغانستان کې په جنګي جنایاتو تورن دي سترګې پټې نه کړي.