کور / شعر / بې وارثه پښتون !

بې وارثه پښتون !

چې مو راټول په يوه کور کړي داسې څوک به څوک وي
چې مو زخمونه  لږ  ټکور کړي  داسې څوک به څوک  وي


يو  بې وطنه    بې کفنه          بې  وارثه      پښتون
که چېرې خلاص  نور له پېغور  کړي  داسې څوک به څوک وي


چې يوله  غر   بل  له سنګره     دريم  له ټانګه  کوز کړي
ټولو ته يو ټغر راخور  کړي داسې  څوک به څوک وي


يوه  د خير  تيږه  چې کښېدي  زموږ  دواړو  منځ کې
چې مې د ورور سره بيا ورور کړي  داسې څوک به څوک  وي


چې مې ټوپک او توره   دواړه  په کتاب بدل کړي
چې مې له جنګه زړګی تور کړي  داسې څوک  به څوک وي


چې د اغيار نه د اټک مظلوم  زړګی  وژغوري
چې نور اوبه  د ظالم  زور کړي  داسې څوک به څوک وي