کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ډاکټره ثريا خادم : باید نور ویښ شو

ډاکټره ثريا خادم : باید نور ویښ شو


 ډیرګرانودلراوبردویاړلې ویبپاڼې کارکوونکو،لیدونکو په خپل هیواداو خپل ځوریدلې ولس اوقوم خواخوږو خویندو ، وروڼو سلام او درناوی، کله مې چې دیو بادرده شاعر او ادیب ورور جهانی صاحب دزړه درد او دضمیر له تله لیکنه او نظر (عبدالباري جهاني : چاته به رایه ورکوو ؟ )ولوست او په همدی توګه چې هر ورځ دنورو زړه خوږو شاعران و لیکوالانو او دهر اصیل پښتون (افغان ) بچیانو لیکنې او دزړه خوالې لولم اورم ګورم ، نو  که په رښتیا او دزړه له درده لاس په کار شو، نوریوازنې هیله پاته ده ، هغه دا چې که دننه په هیواد کې یاستو او له هیواده دباندی ، چې نور دکرزی شرمیدلې پښتو او دده دانډیولانو دداړې دده اوسنې پښتون او ټول افغان دښمنې واکدارې ته په يوه ملی غبرګون او یوغږ ،یوقلم له خپل ولس سره لاس او خپل ملاتړ له هغه چاسره چې دخپل ولس سره له بدبختیودخلاصون لار لټوی یو کړو  او به هر تقدیر چې وی ، هیواد اوولس ژغورل غواړی ، نو په همدې هیله دپیاوړی ورور جهانې صاحب نظر ته او دښاغلی ورور مشواڼې صاحب دلیکنې په تایید زه هم دخبلو خویند، وروڼواو مشرانو سره دیوې دردیدلې افغانې په توګه دخپل ولس اوقوم دسوکالې او خلاصون په لارکې هرې روا قربانې ته دمال او سر په بیه تیاره او په دی لارکې به دژوند تر اخیره خپل اواز لو ړ ساتم ، او په همدی هیله چې نور مې په هیوادکې سوله او ولس مې ژوندی په عزت کې پاته شی .


 ټولو رښتینو انسان دوستو اوافغان دوستو هیواد والوته دپښتونولې په درانده دود پیڅه نیسم چې نور له نفاق او ځانځانې څخه ځان په څنک او په خپل پښتنې ایمان اودود پر خرڅ شوو، ولس دښمنه په نوم پښتون او افغان ونه غولیږی ، ولو که هغه مو خپل ورور وی او که تربور ، کلک پښتنې ایمان او غیرت په کار دی ، دجنګ او جګړو لار به وروسته له منل شوی ملې او عنعنوې جرګې او مرکې څخه چې که دولس دښمنان زمونږ منطقی منلې غوښتنې ونه منې او دکبر پرخره سپاره وې او غوږ ونه نیسی ،نو بیاهم صلاح او مشوره دولس کار دی ،اوس یو ویشتمه پیړی دی ، پښتانه دروانې پیړې په کچه درانده پوهان لر ،  که کرزیخیل نن منطق نه منی او له زوره او کبر کار اخلې ، بیانو پښتانه هم لار او نرخ لری ، دکبرجن او تیری کوونکی چاره ورسره شته او نړې هم نن په هرڅه پوهه ده او وبه پوهول شی . په پای کې دافغان ولس دیوالی په هیله.