کور / تازه خبرونه / کراچي: تېز باران ٢٢ تنه مړه او ٦٠ ټپيان کړل

کراچي: تېز باران ٢٢ تنه مړه او ٦٠ ټپيان کړل

په کراچي کي د تېز باران او سېلابونو له وجي ٢٢ تنه وژل سوي دي.


د سند ايالتي حکومت وايي دا په تېرو ٣٠ کلونو کي بېساري بارانونه دي چي په دې وروستيو ورځو کي په کراچي کي پيل سوي دي.


چارواکي وايي په ٢٢ مړيو کي دوې ميندي له دوو دوو اولادونو سره، يو پلار او زوى او نور کسان شامل دي.


دغه کسان په بېلابېلو سيمو کي د بارن له وجي د دېوالونو او خونو د نړېدو له امله مړه سوي دي، چي د ايالتي چارواکو په وينا تر ٦٠ ډېر کسان پکښي ټپيان سوي دي.