کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو پخپلو نننیو ګڼو کې کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر سفر، د لیلي په دښته کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه وروستۍ څرګندونې او غبرګونونه او همداراز ځینې امنیتي مسایل راخستي دي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.

ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر سفر ته په اشارې د هغه په حواله لیکلي دي، چې په پاکستان کې نوي سلنه ترهګري افغانان کوي.

د همدې مطلب په دوام کې ورځپاڼې بیا د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر د وینا دا ټکې راخستي، چې دا مهمه نده ترهګر د کوم هیواد وګړي دي، څوک، چې عامه خلک وژني او چیرې، چې اوسیږي او یا يې ملاتړ کیږي باید وځپلې شي.

ورځپاڼې په شمال کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه د جنرال دوستم غبرګون راخستې او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې د جنګي بندیانو عامه وژنه نده شوې او ده له بندیانو سره د چلند په اړه د متحدې جبهې ځواکونو ته څرګندې لارښوونې کړې وې.

په ورځپاڼه کې د قیرغزیستان په مرکز بشکیک کې د یوې داسې ډلې د نیولو خبر هم ورکړل شوې، چې د چارواکو په وینا له افغان طالبانو سره اوږه په اوږه جنګیدلي او له هغوی سره يې ګڼې مرستې کړیدي.

هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې له ولسمشر کرزي سره د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د لیدنې خبر ورکړې او لیکلي دي، چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره دوه اړخیزې همکارې ته اړتیا ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د ملي اردو یو افسر په کور د وسلوالو مخالفینو د حملې په غبرګون کې د ځايي خلکو اقدام د ترهګرو په خلاف د ولسي پاڅون یوه ځلانده بیلګه بللې ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې خلکو ددې حملې پر خلاف پخپل غبرګون کې درې وسلوال مخالفین وژلي او یوولس نور يې ژوندي نیولي دي.

د ورځپاڼې په یو بل مطلب کې ، چې د اداري فساد پر ضد روانې مبارزې ته ځانګړې شوې لیکل شویدي، چې افغانان د فساد پر ضد او د ملي واکمنۍ د پراختیا لپاره صادقانه هلې ځلې غواړي.

افغانستان ټایمز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره د کیدونکو نړیوالو مرستو د ځاې کیدو پړه په مرستندویانو اچولې او لیکلي دي، چې دغو هیوادونو د خپلو مرستو یوازې یوه لږه برخه افغان دولت ته ورکړې ده.

ورځپاڼې په دوام کې افغانستان ته د امریکا د یوې تحقیقاتي ډلې سفر او د جاپاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د مرستو د ځای کیدو په اړه د شتو اندیښنو څرګندوی بللې دي.

ورځپاڼې خپل نننې کارټون هم همدې مسلې ته ځانګړې کړې او پکې دا ښودل شوې، چې له افغانستان سره کیدونکې نړیوالې مرستې بیرته په بهرنیو بانکونو کې جمع کیږي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې د لیلي په دښته کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې د دوسیې راسپړل د هغې نوې موافقې یوه برخه بللې، چې د ورځپاڼې په وینا اوس اوس د امریکا، پاکستان او طالبانو ترمنځ شوې ده.

ورخپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې د امریکا، طالبانو او افغان دولت ترمنځ دا خبرې د پاکستان په منځګړیتوب په پټه روانې دي.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې بیا په شمال کې د طالبانو د عامه وژنې په اړه کیدونکو تحقیقاتو ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې دا له طالبانو سره همدردي ده او که د یو جنایت بیا کتنه؟

اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر سفر ته کتنه کړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړې دې.

خو اصلاح بیا هم پخپله سرمقاله کې دا سپارښتنه کړې، چې سوله د شتو ستونزو د حل ډیره ښه او لنډه لار ده.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه د اوباما په وروستي فرمان تبصره کړې او د هغې حقوقي اړخونه يې څیړلي دي.

دې ورځپاڼې هم کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر سفر او د هغه څرګندونو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې پاکستان لا هم ځان تیروي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا دا لیکليدي، چې افغانستان او پاکستان یوازې په غونډو او کنفرانسونو کې د یو بل همکاره کیږي