کور / تازه خبرونه / د اسټراليا يو سرتېرى مړ او بل سخت ټپي سو

د اسټراليا يو سرتېرى مړ او بل سخت ټپي سو


د اسټراليا د دفاع وزارت تائېد کړې چي په روزګان ولايت کي يې د يوې چاودني له امله يو عسکر وژل سوئ او بل سخت ټپي سوئ دئ.


افغان مقامات وايي دغه چاودنه کي د يوه اته کلن ماشوم په شمول درې نور افغان ملکيان هم ټپيان سوي دي.

مرګ ژوبله پرون د روزګان ولايت د بلوڅو په ناوه کي د اسټراليايي پوځيانو مرکز ته نيژدې د ماين چاودني له امله رامنځته سوې ده.