کور / تازه خبرونه / رحمان ملک: حامد کرزي نوى ډاډ راکړ

رحمان ملک: حامد کرزي نوى ډاډ راکړ

 


د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک وايي افغان ولسمشر حامدکرزي ډاډ ورکړى چي د بلوچستان د خپلواکي غوښتونکي غورځنګ ملاتړبه نه کوي.


پاکستان پر افغانستان باندي تورلګاوه چي د بلوڅ بېلتونپالو مشر براهمدغه بګټي ته يې پناه ورکړې او نوموړى په بلوچستان ايالت کي مقاومت ته هڅوي.


د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي پرون يې له ولسمشر حامد کرزي سره په کابل کي د ليدني پرمهال له هغه څخه ډاډ ترلاسه کړ چي براهمدغ بګټي ته به اجازه نه ورکوي چي د افغانستان خاوره د پاکستان د حکومت پر خلاف وکاروي.


براهمدغ بګټي د بلوچستان د آزادۍ غوښتونکي غورځنګ مشر او د نواب اکبرخان بګټي لمسى دى، چي پاکستان وايي نوموړى په افغانستان کي اوسېږي، خو خپله براهمدغ بګټي په افغانستان کي خپل سته والى ردوي او وايي د بلوچستان له غرونو څخه به د خپلي خاوري د خپلواکۍ مبارزه پر مخ بيايي او که په دې لاره کي هر بهرنى هيواد د پاکستان خلاف مرسته ورسره وکړي، دى يې هرکلى کوي.