کور / تازه خبرونه / پروېز مشرف: له طالبانو سره د خبرو وخت دئ

پروېز مشرف: له طالبانو سره د خبرو وخت دئ

 

د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف له يوې برتانوۍ ورځپاني سره په مرکه کي ويلي اوس د دې وخت رارسېدلئ دئ چي له طالبانو سره خبري وسي.

جنرال مشرف وايي دنيا بايد وپوهېږي چي له طالبانو سره د ستونزو حل جنګ نه، بلکي خبري دي.

نوموړي د سکاى نيوز سره په يوه مرکه کي ويلي بېله شکه طالبان شرارت جوړوي، خو اوس بايد له هغوى سره خبري وسي او د سولي له لاري ستونزي اواري سي.

جنرال مشرف وايي په سوات او د پښتونخوا په نورو سيمو کي د طالبانو له خوا حکومت کمرزوى سوئ، خو ترهغو چي پاکستانى پوځ ژوندى وي، پاکستان به يو موټى وي.