کور / تازه خبرونه / میدان وردګ: دملي پیوستون ۴۸ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شولې

میدان وردګ: دملي پیوستون ۴۸ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شولې

دمیدان وردګ ولایت د بهسودو په مرکز ولسوالۍ کې دملي پیوستون رپروګرام له لارز اته څلویښت بېلابېلې پروژې د څه باندې (۴۴) نیم میلونه افغانیو په ارزښت دکلیو پراختیا اوبیارغاونې وزارت په مالي بودیجه دکلیو پراخیتا ریاست ریس،ولایتي شورا غړو او ددې ولسوالۍ ولسوال لخوا د پټۍ په پریکلولو سره ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.


د کلیو بیارغاونې او پراختیا ریس انجینیر جان محمد حکمت جو په وینا په دغو پروژو کې (BHC)کلینیک ۱۰چې لس خونې لري په یو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوې ،همدارنګه دسربند دکلي ښوونځی چې شپږ درسي خونې،یوه تحویل خان او اداري خونه لري په یو پوړ کې په پاخه ډول جوړ شوې چې په یو وخت کې (۳۶۰) تنه زده کوونکی پکې ځایږي،همدارنګه دهملندلیسه چې ۸ درسي خونې یوه اداره او یوه تحویل خانه لري په یو پوړ کې په پاخه اواساسي ډول جوړه شوې چې یو وخت کې(۴۶۰)شاکردان پکې ځایږي، د اوبو او برېښنا درې پروژې د( ۳۸،۸) کیلوواټه برېښنا په تولیدلوسره،دکاریزکیندلو(۶) شپږ پروژې د(۸۵۳) مترو په اوږدوالي،د(۴۷۵) متروپه اوږدوالي دکاریز کیندل چې داوبو پایپ هم لري، دلمریزې بریښنا (۱۷) پروژې چې (۲۶،۳۷) کیلوواټه برېښنا په تولیدولوسره،د اوبوذخیرې دوه پروژې د(۲۳۵)مترمکعب حجم په لرلوسره ،دفرعي سړک جوړولو لس(۱۰) پروژې د (۴۶،۲۳) کیلومترو په اوږدوالي چې (۴) څلورپلچکونه هم لري،دکانال یوه پروژه د(۲۵۰) متروپه اوږدوالي، دڅښلوپاکو اوبویوه پروژه د(۲۰) متروپه ژوروالي سره دڅلورو څاګانو کېندل اوپه هغوۍ دلاسي بمبو درول،دغونډو تالار یوه پروژه د(۱۸۳) متره په پراخوالي سره او دپلچک یوه پروژه د(۴ ) متروپه اوږدوالي او (۳ ) متره پلنوالي سره دنواباد،جوی زنګی،سفیدبوم،زریافته،نیک قدم،قفچرک اوقل،سیازمین،اورجک،کټه سنګ،باریکی،خوشحال،سربلاق،سنګ پریده،حاجی ګک،میانه،ناهورقلعه خان،برغستان او نورو (۲۵ ) قریو اوکلیوکې دکلیو دبیارغاونې وزارت له بودجې څخه د (۴۴۵۹۵۳۸۹) میلیونه افغانیو په لګښت اوخلکوپه سلوکې دلس فیصده ونډې اخیستنې سره دمرستندویه موسسی (سویډن کمیټې) او پراختیایي شوراګانو لخوا دملي پیوستون دپروګرام له لارې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې، چې (۴۱۱۲) کورنۍ به ترې ګټه اخلي او تریوځایه به دسیمې دخلکو ستونزې هوارې او په راتلوونکی کې به دا ډول نورې پروژې هم دولایت په بېلابېلو ولسوالسوکې پلې شي.