کور / تازه خبرونه / پښتونخوا ايالت : مولانا صوفي محمد نيول شوئ دئ

پښتونخوا ايالت : مولانا صوفي محمد نيول شوئ دئ

د پاكستاني يوه خصوصي تلويزيون جيو خبر وركړ چې پاكستاني امنيتي ځواكونو په سوات دره كې د طالبانو د تحريك نفاذمحمدي ډلې مشر مولانا صوفي محمد سره له دريو زامنو د پيښور په سټي ټاون كې نيولئ دئ .


مولانا صوفي محمد يو كال وړاندې د پاكستان له زندان څخه د يوه تړون په اساس له بنده ازاد شو چې سمدلاسه يې په سوات كې د طالبانو د مشر په توګه د دولت په وړاندې مبارزه شروع كړه او يو زيات شمير طالبان او امنيتي ځواكونو ته په دې جګړه كې مرګ ژوبله واوښته. همدارازپه زرګونه كورنۍ له نوموړې سېمې څخه كورونو پرېښودلو ته اړشوي دي او د پيښور خوندي سيمو ته يې كډه كړې ده، چې د زندګۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .


مولانا صوفي محمد څلور مياشتې وړاندې د پاکستان حکومتي او قضايي سيسټم باندې نيوکې وکړې او د پاکستان قانون يې د کفر نظام وباله چې د پاکستاني ملايانو له سختو نيوکو سره مخ شو.


نوموړى له تېرو دوو مياشتو راهيسي د سوات تر عملياتو وروسته ناڅاپي توګه لا درکه شو چې نن د پاکستاني امنيتي ځواکونو له خوا د نيولو خبر ورکړل شو.