کور / طنز / د کاندیدانو مناظره/طنز

د کاندیدانو مناظره/طنز

 په تلویزیون  کې ددوو کاندیدانو سترګو او غوږو  مناظره  وه :

غوږو : ولې ته لغړ زنی  لکه  پوڅکۍ  زما مخي ته  راشین شوی يې ؟!
سترګو : بابايي مه کوه!میدان چغالي و  او تنور هم تود  ،ما هم  یوه ځواله  ووهله کفر خو ونه  شو!
 غوږو: ماا وتا د یو بل  په غاښونه ښه سره  پوهیږو  هر چا ته پنج ماته هم پنج!
 سترګو : وايي یو مؤمن د یوه  غاره  دوه وارې نه چیچل کیږي باید بل غار جوړشي!
غوږو: دا خلک  د یوه غاره  د لسو   وارو  لا  ډیرو چيچلو نه پوهیږي
 سترګو:  زه ستا څخه  یوه ګیله لرم. سل سره دي خېښته کړه خو زما سر دي خېښت نه کړ  ،زه هم خلکو تود کړم او ویل يي :
دا  خولۍ د هغه  په سر غټه  شوې ده   نور ترشا څوک نه لري.
غوږو : اې شوده ! څنګه   تر شا  څوک نه لرم  دا ټول ناولي او لمن ککړ په یوه خوله زما تر شا دي.
 سترګو: اې ساده !ته ځان ختا باسې  ستا تر  شا څوک نشته یوازې  څو پله بینه بوس درکوي د باټو په   پمپ يې  پهلوان وړۍ درڅخه جوړ کړی دی ته دتاریخ تر ټولو کمزوره ډلګۍ مشر يي!
غوږو : ایله غرتې مه کوه ! دا ټوله وخت ته هم  د اوښ په  نڅاه کې  راسره شریک وې او غوړي څوڼې دی راسره ښورولې.
سترګو:  همدا ستا  بې سته ګډېدلو ولس تر دوو سږمو کړی دی تا  وچ شونډانو خلکو ته یوازې پيریان اوبه ( سراب ) ښولی دی اوبس
غوږو:چوپ شه ! ته هم راسره شریک وې ولې ما یوازې یادوې ما به يې سر کوی تا به یې پای ټوله ورځ نڅېدې  د خدای په پار نه کښېناستې!
 سترګو: ته هم عجب سړی يې ما نو دا  جهاد    د خدای لپاره کړی  و چې کښېناستلی وای.  هغه ته يې چې  د اوښ په نڅاه دي  نړۍ په افعانانو وخندوله
غوږو :  کونه يي که ! تا بیا چیرې وژړول!
سترګو په خندا ویل : وايي  ته لکه پسه يي!
غوږو : وی خدایه !یو پسه بل پسه ته وايي :با، با
سترګو: ستا له نظامه  د ولس خوا ګرځي  نو ځکه زه تغییر راولم
غوږو :چپکه! هر شی چپه  وینې!
سترګو:ما ستا څخه زده کړي دي!
دواړه سره لاس او ګریوان  شول
بیا ژورنالیست شپيلاک ووهه او دواړه يې سره ارام کړل
غوږو : که دا خبرنګار نه وای بیا به مې   در سره لیدلي وای  چې څه کوم ! پرتوګ دي باسم که یا!
سترګو: زه يې خپله درته وباسم.
غوږو : لاحولولا قوه الا بالله  ،بیا وايي چې زه  آزاد کاندید یم  ولې غاړې بندوي   ته خو تنګ یې!
سترګو: چا ویل  ، بد کوي زه تنګ نه یم ،آزاد یم  آزاد
غوږو:په دې ټوله پوهیږي چې د شورای نظار اشري خر يي  او چا دشپشتو  په ښاخ خیژولی يي!
سترګو:چا خیژولی یم؟
غوږو : نه دي اوریدلي چې وايي  چورچورک پر بام او خپک په خونه کې،.تا  خو  خپله لمن په شااړولې ده  زما هغې ولې اړوې؟
سترګو: وی! د خدایه جار شم ته هم لمن لرې؟!
غوږو:  وايي  پکه دا دی لا بله سپکه  ، اوس   پښتون  شوی یې دهغو  پښتنو چې په  بن کې تا  د هغو شمېر( ۲۳) په سلو کې باله  اوس يې   یو نفر بل هم ډیر شو
سترګو: یو ګوته دي  ماته نیولې څلوردی ځان ته نیولي دي
تاهم د پښتون په نامه پښتانه تپ کړه ، یوه اوخۍ  بله ته وایي کوخ !
ته او خدای  تا په دې اته کاله کې بېله یو- دوه واری ژړا بل  څه کړي دي؟
غوږو:  لکه تا د دډیرو بندو کولمې مې غوړي کړي دي، عجبه دنیا ده ، لومړ ی ته  راپسې وې میو، میو دي و، چې کولمې  دي غوړې شوې اوس راته  موټ  موټ  کیږې.
سترګو  : غوږونه دي دپ دي زه وایم انصاف وکه     ژرنده  که د پلار ده هم په وار ده!
 غوږو: نه دپلار ده نه په واره ده  دآغا بادار ده
ژورنالېست ورته وویل :  تاسو مه سره سره کیږی په خپلو کارو وږغیږئ
غوږو : ته دسولې لپاره کوم پلان لرې؟
سترګو:تا بیا کله  درلورد!
غوږو : ته تر اول وتلی يې، زه مشوره درکوم په پټه خوله تیر شه!
سترګو: څنګه  تیر شم د قدرت هوا دی لکه بزاز  په مترووپلولرله ،ګوله  زماتر سټوني کله تیریږي، اوس مې  بډي رانغښتي دي، لاس برېدل غواړم.
غوږو :  د خولې خوند دی څنګه دی!  سم ښوره !زما په لاره کې ازغي مه اچوه- بیا به تتۍ په مځکه پورې  وموښې.
سترګو: (په خندا) تا  خرېړی  جوړ کړی دی  بېله څو ناولو  مشرانو نور پلویان نه لري ما ته يې پریږده نوره  دي خوا پوټه که!
غوږو: نادانه ! نه   پوهیږي خلک د نس په سیاست اخته دي  دلته  دا دود او بایده ده چې خلک   د مشرانو په خوله چا ته   رای ورکوي  او ما یې  مشران د څوکۍ د خپرو زلفو  په لومه کې بند کړي دي ټوله  زما تر شا کوناتي ښوروي.
رښتیا ووایه ستا تر شا څوک ولاړ دي؟
سترګو:هغه چې ستا تر شا ولاړ دي.
غوږو : ته او خدای!
سترګو: هو په ایمان!
غوږو : درواغ وايي بې ایمانه  دوړنه!
دواړو غوږ په غوږ شول او پس پسکی يې پيل کړ
ژورنالیست  :په زوره خبرې وکړئ؟
ما ژر د تلویزویون ږغ لوړ کړ
غوږو : ښه نو زما او ستا پلویان د اصله یو  دي؟
 دواړو ګوته په غاښ  ونیوله او سر يې وښوراوه
غوږو :ښه  نو ما وتا نوک او ورۍ یو تورژبې مو مل دي.
 سترګو:خود
غوږو :راځه نورو کاندیانو ته وښيو چې یو بل ته  په  ګونډو ناست یو
چې ما یووړه تا ته بیا یوه ښه  طلايي مرغۍ په لاس درکړم
 دواړه به اوس په  خړواوبو کې  کبان نیسو
سترګو:اوس به په دواړو  د نورو  طشتو نه له بامه را غورځوو
ژورنالست  تا سو  هر څه چې  وایاست هغه په لوړ ږغ ووایاست
هغوی دواړه ولاړ شول
 دواړه یو بل ته  ژبه ورکړه
سترګو په  سترګګ سره غوږو ته په مایک کې وویل:
 نژدې زما غوږونه يې کاڼه کړي وای  ژر مې د تلویزویون ږغ کښته کړ .
سترګو :د ا ممکنه نه ده   چې د اخیښته  سرونه به ټوله  خریي!
غوږو : دا  هم ممکنه نه ده چې دا زومبک  لرونکی  خولۍ به په تا اسلیږي
 دواړه په تروه پزه له تالاره ووتل
د خلکو په چکچو له خوبه راکښیناستم
زما په سترګو کې اوبه ودریدې!

تبصره نسته

  1. zawandai osy khawand pa kary dee