کور / سياسي / اشرف غني او ياسيني هېواد څنګه ژغورلی شي!

اشرف غني او ياسيني هېواد څنګه ژغورلی شي!


د ولسمشرۍ د ټاکنو روان کمپاين چې پيل شو نو د حامد کرزي تله درنه ښکارېده. اشرف غني هم هغه هيله ښکارېده چې باور کېده ډېر ملاتړ به یې وشي. عبدالله عبدالله د چا په فکر داسې څوک نه و چې ګنې ډېر ملاتړ به خپل کړي ځکه چې د قسیم فهیم غوندې سړی د کرزي په ډله کې له وخته شامل شوی و.

خو د یوې مياشتې ټاکنيز کمپاين په تېرېدو هر څه بدل شول، د ټاکنیز بهیر رنګ بدل شو، مخکې وروسته او وروسته مخکې شول.

د کمپاين په پيل کې پښتنو فرهنګيانو په درز کې اشرف غني ته تبلیغات پيل کړل. پښتو ويبپاڼو هم د نورو په پرتله د اشرف غني لپاره تبليغات ډېر کول او اوس یې هم کوي. هیله وه چې نوموړی به له کرزي څخه مخکې شي، خو متاسفانه داسې ونه شو ا و د دې پر ځای چې غني له کرزي مخکې شي، نور ورڅخه مخکې شول. نوی لوبغاړی ميرویس ياسينی رامخکې شو. عبدالله عبدالله هم رامخکې شو او اوس داسې ښکاري چې کمپاين یې تر ټولو منظم دی.

د حامد کرزي کمپاين چې په لومړي کې له بري مطمین و، اوس یې پښې ښویدلې ښکاري. د بلخ، پنجشېر، او تخار غوندې سیمو کې ترېنه رایې عبدالله وړي ښکاري، په مشرقي کې ياسيني په غیر متوقع توګه رامخکې شو. په هرات او غور کې ترېنه عبدالله عبدالله او ياسيني مخکې ښکاري. په لوی کندهار کې حالات خراب دي او په لویه پکتيا کې ډېری خلک غني او ياسيني خوښوي. په باميانو او مرکزي ولايتونو کې ډېری رایې د بشردوست، عبدالله عبدالله او ياسيني ښکاري، ډېرې لږې یې کرزي ته پاتې ښکاري او د غني په کې ډېره کمه برخه (چې په نش حساب ده) برېښي.

دا چې ولې داسې وشول: کرزی خپلو بې ځايه وعدو، په پیسو د خلکو اخيستل، د دوتلي وسایلو کارول، او د قسیم فهیم او محقق غوندې جنګسالاران په ځان راغونډولو خراب کړ. اشرف غني دې خراب کړ چې ورور یې (حشمت غني) ډېری خلک ترې خفه کړل ، په شمالي او غربي ولايتونو کې یې ډېر هرکلی ونه شو، او د کمپاين دپاره ورسره کافي پيسې نشته چې خپل پيغام خلکو ته ورسوي. عبدالله عبدالله په دې مخکې شو چې بې خرته پيسه یې وکاروله او د شمالي ټلوالې هغه پلويان چې له قسيم فهيم او کرزي څخه خفه شول، بل چا ته نه ورتللی نه شول نو ځکه یې د عبدالله عبدالله لمنه ونيوله.

ياسيني په خپله د مشرقي دی او هلته د کمپاين په کولو پوهېږي او کورنۍ یې خپلې پراخه د جهاد د وخت اړیکي کاروي او ښه په درز کې کمپاين ورته کوي، په خپله مومند دی مومندان یې په دې خپل کړل، شينوارو هم ورته سينه وډبوله او د رایو ژمنه یې ورسره وکړه، یوسفزو هم ترې ملاتړ اعلان کړ. بله دا چې خلک له کرزي په دې خفه شول چې د دین محمد او حاجی ظاهر غوندې خلک یې د کمپاين د پاره استخدام کړل. ياسيني ورته تيار و هغه رایې یې خپلې کړي ښکاري.

په هرات ،غور، بادغيس، ډېری شمالي ولایتونو، باميان او دایکندي کې خلک له کرزي خفه دي، څه رایې یې عبدالله عبدالله د جمعیت او نظار شورا په اړيکو واخيستې او څه نورې ترې ياسيني په ښه کمپاين سره خپلي کړي دي. د ياسيني لومړی مرستيال امان الله پيمان په بدخشان کې ښه کمپاين کوي ځکه چې په خپله د هغه ځای دی، دویم مرستيال یې سجادي دی چې په خپلو هزاره میشتو ځایونو کې ورته کار کوي.

 غني سست سست کېده چې په نتيجه کې ترې د پورته يادو شوو ډېرو سیمو رایې پردۍ ښکاري. پیسې هم ورسره ختمې دي. په هر ځای کې یې کمپاين قرضداره دی. مرستيالان یې هم ونه توانيدل رایې ورته خپلې کړي.

زموږ غني ته ډېرې هيلې وې، ځکه عالم دی، ښه پلان لري، او ډېره تجربه لري، خو اوس داسې ښکاري چې عبدالله، کرزی او ياسيني ترېنه مخکې دي.موږ اوس هم هیله مند یو چې کرزی مات او ورسره جنګسالاران مات شي او عبدالله ته فرصت په لاس ورنه شي چې افغانستان د تجزیې خوا ته یوسي.

که غني او ياسيني سره یو شي ډېره به ښه وي. ياسيني هم مجاهد دی، هم عالم دی، او هم د وطن سره خواخوږي لري. په ښکاره لکه د غني غوندې وایي چې د پارلماني او فدرالي سيستمونو مخالف دی او خرابي په اداره کې ده په سيستم کې نه ده.

 اوس هم فرصت شته چې غني او ياسيني لاسونه یو کړي. ياسيني د ننګرهار، لغمان، نورستان، کنړ، کندز، جوزجان، فاریاب، هرات، خوست، بامیان، دایکندي او کابل رایې راوړي او غني د پکتيا، پکتيکا، خوست او په کابل کې یو شمېر رایې راوړي.

که ټاکنې دویم دور ته ووځي نو دومره هیله شته چې د غني – ياسيني د ایتلاف کاندید په لومړي دوه کسانو کې مقام خپل کړي.

که دا کار وشي نو باور شته چې یو شمېر نور واړه کاندیدان به هم له دوی سره یو ځای شي او د ولس هيلې به ژوندۍ پاتې شي. که داسې ونه شي نو ډېر امکان شته دی چې غني او ياسيني دواړه به ونشي کړای چې پوره رایه ترلاسه کړي، په نتيجه کې به ولس د کرزي او عبدالله د سندان او څټک لاندې پنځه کاله نور هم شپې تېروي.

دا مهمه نه ده چې غني ياسيني ته او که ياسيني غني ته تېرېږي، دواړه پوه او مخلص کسان دي او د دې وړتیا لري چې د افغانانو هيلو ته لبيک ووايي. مهمه دا ده چې د افغانانو دا دوه مشران خپل غرور او تکبر یو خوا ته کېږدي، کلکه څنګه چې دعوه لري د افغانستان ملي منافعو ته وګوري او هېواد له نورو بدبختیو وژغوري .