کور / راپور / قاهره : افغان محصلينو د ميرويس ياسيني ملاتړ اعلان کړ

قاهره : افغان محصلينو د ميرويس ياسيني ملاتړ اعلان کړ


 تيري سي شنبي په شپه په مصر كي د افغان محصلينو د اتحادي په مقر كي دولسمشري نوماند مير ويس ياسيني په ملا تړ غونډه وشوه , غونډه د نجم الله برهاني او عبد الاحد هجرت په بلنه جوړه شوي وه , غونډي ته په مصر كي د افغانستان د بيلا بيلو ولاياتون محصلين چي شمير يي  (70) تنو ته رسيده راغلي وه , غونډه  قاري اصف شينواري د قران غظيم شان په څو اياتونو پيل كړه, ور پسي په مصر كي دافغان محصلينو د اتحادي(ټولنې)مرستيال نجم الله برهاني د ميرويس ياسني د ژوند ليك په اړه لنډي خبري وكړې  ,هغه په خپلو خبرو كي ياسيني صيب يو ملي ا وطنپاله او په دين مين شخص وباله , هغه وويل  ياسني  نه ټوپكسالار دي او نه جنګسالار ……بلكي دغه شخص  د هر بي وزله افغان مرسته كړي ده .



 د غونډي بل كوربه  عبد الاحد هجرت   بيا د ميرويس ياسيني په اړه اوږدي خبري وكړي هغه په خپلو خبرو  كي د ياسيني صيب  خدمتونه ياد كړه  نوموړي وويل چي خپل منځي جنګونو په وخت كي يي افغان ځونان مصر, ليبيا.تركياےپاكستان ته د زده كړي لپاره ليږل ےهغه زياته كړه چي افغانستان كي مشرانو ځونان جنګ ته بلل او د هغو په لاس يي ټوپك خوښاوه ،خوياسيني بيا خپل ځونان پوهان غوښتل ے غونډي ته يو بل  وينا وال عبد الباقي لوګري   كرزي په دي ګرم كه چي ګواكي افغان ولس يي د جنګسالارانوپاټكيانو نه خلاص نه كه بلكي په ،8، كالو كي كرزي د دغو جنايات كارو د تقويه لپار ډير څه وكړه او وس هم كرزي د دغوداړه مارو د اثر لاندي دي.


غونډي ته يو بل ويناوال محمد اصف د كرزي د وعدو يادونه وكړه هغه وويل چي كرزي  صيب په واروار د جنګسالاري د ختمولو او دجنګي مجريمينو د محاكمه كولو وعد ي وركولي ,نوموړي زياته كړه چي كرزي دغه مجريمين خپل مرستيالان او سلاكاران كړه, هغه وويل چي كرزي وس هم هغه مجرم چي د ,7000،بنديان يي قتل كړي ځان ته د نږدي كول غواړي ,هغه كرزي په دي هم ګرم ګړ چي امريكا يي ځواكونه د بي وزله افغانانو په كورونو هواي بريدون كوي او ولسي  خلګ وزني همداشان د افغانانو د كو رونوبي حرمتي كوي خو كرزي صيب  په 9كالو كي ددغو سرغړونو مخه و نه نيوله.


 عبد الواحدنوريستاني   بياد بدلون غوښتنه وكړه, نوموړي وويل كرزي صيب په 9 كالو كي نه حاضر او نه راتلونكي ته څه د پام وړ كار نه دي كړي,غونډي ته ځينو نورو محصلينو هم خبري وكړي چي زاتره يي د كرزي د ناكمي ام وعده خلافي په اړه وي .روست بيا په مصركي افغان محصلينو په اجماعي توګه د مير ويس ياسيني صيب نه خپل ملا تړاعلان كړ,په غونډه كي ګډون كونو ته د عبد الاحد هجرت له خوا ملمستيا وركړي شوه, په پا يي كي  قاري اصف شينوري د ګران افغانستان د امن سوكالۍ د ابادۍاو پرمختګ  ملي يولي لپاره اوږده دوعا وكړه.