کور / تازه خبرونه / سعودي داسراييلو سره د اړيكو غوښتنه و نه منله

سعودي داسراييلو سره د اړيكو غوښتنه و نه منله

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل په واشينګټن كي د خپلي سيالې هيلري كلنټن سره په ګډه خبري ناسته كي دامريكا دغه غوښتنه چي سعودي عربستان د اسراييلو سره په اړيكو دجوړيدو غور وكړي په څرګندو ټكو ونه منله , د يادوني وړده چي دامريكا نوي اداره د ولسمشر اوبا ما په مشري د عربانونه په كلكه غواړي چي اسراييلو سره داړيكو د جوړيدو په موخه دي د ښه نيت ګامونه پورته كي لكه په خپلو هيوادو كي د اسراييلو تجارتې دفترونه منل تر څو په منځې ختيځ كي دسولي پروسې ته لار هواره شي .


په همدي لړكي دجمعي په ورځ دسعودي پاچا عبدالله بن عبد العزيز ته د امريكا د ,200,غړو له لوري يو خط رسيدلي چي همدغه غوښتني په كي شوي دي ,خو سعودي عربستان وويل چي اسراييلوته په كارده چي دعربانو د,2002وسرمشريزي وړانديز  ومني او هغه ټولي عربي ځمكي چي اسرييلو د 1967 په جنګ كي نيولي وي پريږدي او هم د فلسطين دولت چي قدس شريف ېي پلازمينه وي په رسميت وپيزني , نو په مقابل كي به ټول عربي او اسلامي دولتونه اسراييل په رسميت وپيزني او د دواړو لورو تر منځ به سوليزې اړيكي جوړيشي ,