کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په كابل ښار كې تفريحي پاركونه په نشت حساب دي

په كابل ښار كې تفريحي پاركونه په نشت حساب دي


د زرنګار پارك د پوليسو د موټرو په پاركېنګ او بېلابېلو امنيتي پوستو بدل شوى دی

په كابل ښار كې چې څلورنيم ميليون وګړي ژوند كوي، له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي چې د دوى د ستونزو له ډلې څخه يوه هم د تفريحي پاركونو لږوالى دى. د دې لپاره چې په كابل ښار كې د تفريحي پاركونو له حالت څخه خبر شو، د ښار په زړه كې زرنګار پارك ته ورځو، ګورو چې په پارك كې څه تېرېږي. د پارك ډېرې برخې په دوړو سپېرې ښكاري، د پارك بڼه يوه تفريحي پارك ته نه پاتې كېږي، په پارك كې څو ځايه ښايسته چمنونه او ښايسته ګلونه هم كرل شوي دي. د پارك په منځنۍ برخه كې يوه شنه غونډۍ ده چې شاوخوا ځينې كسان پرې راټول دي، خو په همدې وخت كې د پارك د پاكوالي يو كس مسؤل له دوو كسانو سره له دې امله غالمال لري، چې ولې شنې سيمې ته ننوزې. د پارك د پاكوالي مسؤل راته وويل، چې دلته ډېر داسې كسان راځي، چې هېڅ د پارك د پاك ساتلو په كيسه كې نه دي او نه هم د پارك له فرهنګ سره بلدتيا لري، موږ تل له داسې كسانو سره په لانجه يو. سره د دې چې موږ د پارك په هره برخه كې كثافت دانۍ ورته اېښې دي، خو بيا هم دوى د پارك په هره برخه كې چې وغواړي پوستكي، كاغذونه او نور بې كاره توكي غورځوي.
د شنې غونډۍ په يوه اړخ كې دوه كسه په خپلو څادرونو ناست او د شورنخودو په خوړلو بوخت و، څنګ ته يې ورغلم، له روغبړ وروسته مې ترې وپوښتل، چې دلته ولې راغلي او همدا پارك د تفريح لپاره څه ډول ارزوي؟ دوى چې ځانونه يې جمشېد، او علي ګل راوپېژندل، وويل: ((وروره په پارك كې همدا يو څو ځايه لږ لږ چمن ليدل كېږي نور خو يې تاسې خپله وينئ چې له يوې مخې د ښار د كوڅو په شان ګردونه او دوړې ترې پورته كېږي. موږ چې دې شنې سيمې ته راځو بيا د پارك مسؤلين جنجال كوي چې بايد دې سيمې ته نننوزو ځكه د دوى په اصطلاح چمن خرابېږي، خو موږ اړ يو چې د دې شنې غونډۍ په سر خپل شورنخود وخورو، ځكه چې نورو لوريو ته د خوراك لپاره پاك ځاى نشته.))
په پارك كې سګرېټ پلورونكى ماشوم، حميد ګل ډېر خوښ دى چې هره ورځ په دې پارك كې ډېر سګرېټ پلوري، هغه وايي، چې دلته د غرمې په مهال ډېر كسان راځي له ما سګرېټ اخلي او بيا د لويو ونو لاندې خپل څادرونه غوړوي او ويده كېږي.
د پارك ختيز لوري ته څو كسه په نشو روږدي كسان پراته و، چې په پارك كې د ځينو كسانو په وينا دوى ټوله ورځ همدلته پراته وي.
په پارك كې څو ځايه امنيتي پوستې ليدل كېږي، يوه امنيتي پوسته د كابل ښاروالۍ د امنيت لپاره پرته ده، دويمه د امير عبدالرحمن خان د زيارت د امنيت لپاره چې په پارك كې موقعيت لري او درېيمه هم د كابل سيرينا هوټل د ساتلو لپاره ده، چې پارك يې د پوليسو په غوبل بدل كړى.
 په پارك كې د دومره امنيتي پوستو شتون راته پوښتنه پيداكړه، چې آيا د سيرينا هوټل د ساتنې لپاره ولې په پارك كې پوسته جوړه شي؟ دا او د كابل ښار د نورو پاركونو د ستونزو په اړه د كابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رييس حاجي حبيب الله وايي، چې په كابل ښار كې شته پاركونه د كابل ښار د اوسېدونكو لپاره كفايت نه كوي. يو ښار بايد د ښاريانو لپاره ټول د اړتيا وړ توكي ولري، نو په ښار كې د پاركونو د اړتيا له مخې ډېر محدود شمېر پاركونه او شنې سيمې شتون لري. حاجي حبيب الله زياتوي، ((له پخوا څخه كابل ۱۲ پاركونه لري، چې په دې وروستيو كې مو د څو نورو پاركونه جوړول هم تر كار لاندې نيولي.))
دا چې په كابل ښار كې د وروستيو جګړو له امله پخواني پاركونه ډېرى وران شوي، ونې، ګلونه او چمنونه يې د وچكالۍ له امله، وچ شوي دي. په كابل كې د شهرنو، كارته سه، وزير اكبرخان، زرنګار، ده بوري، د بي بي مهرو د تپې پارك، په خيرخانه مېنه كې د آزادي پارك او د حبيبيې ليسې په مخكې يو پارك د پخوانيو پاركونو له ډلې څخه دي، چې ډېرى يې بيارغول شوي خو يوه اندازه يې تر اوسه هم نه دي رغول شوي.
حاجي حبيب الله د كابل ښار د شنو سيمو او پاركونو د پراختيا په اړه وويل: ((كابل ښاروالي هوډ لري، چې د كابل شنو سيمو او پاركونو ته اووه چنده پراخوالى وركړي، نو د دې پر بنسټ موږ پاركونه رغوو، موږ د كابل د پغمان په تپه باندې ډېر كار كړى، چې له تېر كال څخه مخكې يې په كرنې وزارت پورې اړه درلوده، خو د تېر كال راهيسې په ښاروالۍ پورې اړه لري. د پغمان په تپه باندې مو۵۶ كسه په سرسبزي باندې په كار بوخت دي، په پنځوس جرېبه ځمكه كې مو ونې كرلې، د پارك په بېلابېلو سيمو كې مو ۱۰ زره بېلابېلې ونې اېښې دي، ۱۲ زره د جريباً ګلونه مو په كې كرلي دي. زموږ ۵۰ كسه نور د پغمان تپې د ړنګو ودانيو، چوكيو او نورو برخو په بيارغولو باندې كار كوي. بل تر كار لاندې پارك مو د بګراميو دى، چې موږ په ۴۰۰ جرېبه ځمكه كې جوړ كړى، هلته مو ۱۵۰۰۰ ونې اېښې دي، ګلونه او چمنونه مو په كې كرلي، له پارك څخه د چاپېره دېوال په جوړولو كې له موږ سره د (يو اېس اې آى ډي) موسسې ژمنه كړې، درېيم تر كار لاندې پارك په خيرخانه كې تر كوتل لاندې دى، چې په ۱۷۵ جرېبه ځمكه كې جوړېږي. د نوموړي پارك د پرانيستنې مراسم د ولسمشر لومړي مرستيال ترسره كړل. هلته مو ۳ تر ۴ زرو پورې ونې اېښې دي، د ښاروالۍ له لارښوونې سره سم بايد يو پارك جمنازيوم ولري، د فوټبال، واليبال او نورو لوبو لوبغالي ولري، همدارنګه د لامبو حوض او نور ټول هغه لوازم چې ښاريان اړتيا ورته لري بايد چې پارك يې ولري. زموږ بل نوى پارك د بي بي مهرو په تپه كې د جوړېدو په حال كې دى چې، تر اوسه مو هلته۴۰ زره ونې اېښې دي.))
د سرسبزي رييس د دې پوښتنې په ځواب كې چې دا ښه نه ده، چې د نويو پاركونو په ځاى لومړى هغه زاړه ورغول شي؟ وايي: ((ولې نه، موږ د شهرنو او زرنګار پاركونه ډېر ښه جوړ كړي، خو ستونزه دا ده، چې زموږ ښاريان د پارك په پاك ساتلو كې له موږ سره مرسته نه كوي، هلته هر ډول پوډريان او نور بېهوده خلك ټولېږي چې تل يې زموږ له كسانو سره اړو دوړ جوړ كړى وي. موږ څو ځله امنيت او پوليسو ته مكتوب لېږلى، خو دوى له موږ سره نه دا چې په دې برخه كې مرسته نه كوي بلكې ستونزې راته جوړوي، موږ څو ځله هغوى ته د مرستې په موخه ليكلي مكتوبونه لېږلي. په پارك كې بې بندوباره او نشه يان دومره ډېر شوي چې ښاريان له خپلو كورنيو سره پارك نه شي راتلاى.)) د حاجي حبيب الله په وينا سږ كال كابل ښاروالۍ د پاركونو د بيارغونې لپاره ۱۰۰ ميليونه افغانۍ بوديجه بېله كړې.
 سره د دې چې۱۰۰ ميليونه بوديجه هم ورته ځانګړې شوې، خو بيا هم موږ چې زرنګار پارك ته ګورو يوازې يو څو ځايه ګلونه او چمن په كې كرل شوى، نور ټول پارك له يوې مخې سپېرې دوړې او خاورې دى. نوموړى وايي: ((موږ په پارك كې له چاى پلورونكو، شورنخود، بولاني پلورونكو او نورو نه ډېر په عذاب يو، موږ هغوى نه پرېږدو خو په پارك د پوليسو ډېرو غير قانوني پوستو له موږ څخه دغه واك اخيستى او له موږ يې لار وركه كړې ده، هلته ډېرې پوستې موجودې دي تاسې كولاى شئ له هغوى څخه وپوښتۍ چې آيا پارك د پوستو لپاره دى او كه د خلكو د تفريح لپاره؟ پرته له دې چې پوستې يې جوړې كړې خپل موټر هم په پارك كې دروي، موږ ته د آغا خان كمپنۍ د زرنګار پارك د بيارغونې لپاره پيسې راكړې، پرې جوړ مو كړ، خو پوليس يې بېرته ورانوي. د دې پر ځاى چې له موږ سره مرسته وكړي موږ ته ستونزې جوړوي، په غيرقانوني توګه يې په پارك كې پوستې جوړې كړې دي. تاسې خپله ورشئ له لنډه يې ووينۍ، هغوى وايي چې موږ پوليس يو، تاسې حق نه لرئ چې له موږ څخه پوښتنه وكړئ چې موږ د څه لپاره په پارك كې اړولي دي.))
په ښار كې ځينې پاركونه وينو چې په هېڅ ډول رغونه نه ده وركې شوې لكه د ده بوري د چوك پارك چې اوس هم سپېرې دوړې ورڅخه بادېږي، رييس حبيب الله په دې اړه وايي، چې د هغې پارك ونې ډېرې لويې دي او دوى د سرسبزۍ د تجربې له مخې هلته چمن او ګلونه نه شي كرلى، نوموړى زياتوي: ((موږ د ماشومانو د لوبو لپاره هلته د لوبو وسايل لكه، زانګوګانې او نور د سپورت وسايل نصب كړي دي، خو له بده مرغه چې ماشومان يې هر وخت اوسپنې راماتوي د لوبو وسايل په تېږو، پلاس او چكش يې وهي، او اوسپنې يې له ځانه سره وړي.))
نوموړى پاركونو ته د پاملرنې په اړه وايي: ((موږ په ښار كې د ټولو پاركونو ټولې ونې، چمنونه او ګلونه تر خپلې وسې پورې ډېر ښه ساتو، په دې شرط چې له موږ سره ښاريان هم مرسته وكړي. موږ ۴۱ موټر لرو، هره ورځ موږ دوه ميليونه او دېرش زره لېتره اوبه نهالونو ته وركوو. تاسې كولاى شئ چې زموږ كارونه كنټرول كړئ.))
له خپلو ښاريانو دا هيله لرو او دوى ته دا پوهاوى وركول په كار دى، چې له پارك څخه څه ډول كار واخلي، هلته څه ډول چلند او تګ راتګ وكړي، څو خلك د پارك له فرهنګ سره پوه شي، د سرسبزي رييس د دې پوښتنې په ځواب كې چې دوى په دې برخه كې څه كړي دي، وويل: ((موږ ډېر ځله د راډيو ټلويزيون، او نورو رسنيو له لارې خپلو ښاريانو ته ويلي، چې د پارك په پاكوالي كې له موږ سره مرسته وكړي، د پارك په هره برخه كې پوستكي ونه غورځوي، چمونه او ګلونه خراب نه كړي موږ په هره برخه كې باطله دانۍ اېښې دي. چې دوى كولاى شي د خپلو مېوو پوستونه په باطله دانيو كې واچوي. يوازې ښاروالي خو نه شي كولاى چې پرته د ښاريانو له مرستې څخه ټول كارونه په يوازې ځان مخته يوسي له خپلو ښاريانو څخه يوازې دا غواړو چې په پارك كې د شنو سيمو ساتنه وكړي ځكه چې دا هر څه د دوى د هوسايۍ لپاره دي.))
په پارك كې د بې بندوباره كسانو له امله د پارك تفريحي وضعيت بدل شوى، د دې لپاره چې د بې بندوباره كسانو مخنيوى شوى وي، دولت بايد د يوې اندازه پيسو په بدل كې كسانو ته اجازه وركړي چې پارك ته داخل شي څو له يوې خوا د پارك د بيارغونې لپاره يو څه عايد تر لاسه شي او له بلې خوا به كورنۍ وكولاى شي چې پاركونو ته د تفريح لپاره ولاړې شي. رييس حبيب الله داسې يو پلان تاييدوي، نوموړى وايي: ((زموږ هم داسې پلان و، موږ د څه وخت لپاره د شهرنو پارك دروازه تړلې وه، خو هر چا به ښكنځلې كولې چې (دا خو مو د پلار پارك نه دى، چې دروازه مو يې تړلې ده.) زموږ ډېرى ښاريان د ګلونو په منځ كې فوټبال كوي، كله چې زموږ مامورين ورته څه وايي جنجال ورسره كوي.))
په كابل كې ځينې پاركونه ډېر فعال دي، ډېر زيات لګښت ورباندې شوى، ډېر ليدونكي هم لري، چې له دې ډلې پاركونو څخه په كابل د بابر بڼ چې د ګذرګاه په سيمه كې موقعيت لري او بل هم بوستان كابل دى، چې د خيرخانې له كوتل څخه وړاندې پروت دى، په سلګونو ليدونكي لري، او خدمتونه يې هم ډېر فعال دي. د سرسبزۍ رييس د نوموړو پاركونو په اړه وايي: ((د بابر بڼ د آغاخان د بنياد له خوا په ميليونو ډالرو رغول شوى، خو آغاخان ته د قرارداد په ډول نه دى وركړل شوى، بلكې يوازې هغې د مرستې په ډول رغولى، بابر بڼ له دريو ادارو څخه (درې نفره د آغاخان له كمپنۍ، درې نفره له كابل ښاروالۍ او درې نفره هم له اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه) جوړ شوى يو كميسيون لري. ياد شوى كميسيون د پارك خدمتونه، د كسانو معاش، كلتوري او تاريخي بنسټونه او نور څاري. په پارك كې ۶۰ نفره كار كوي چې شل نفره د سرسبزى لپاره، شل نفره د بيارغونې لپاره او شل نفره هم ساتونكي لري، چې د آغاخان كمپنۍ عايد ټولوي بيا يې د پارك په خدماتو لګوي او كاركوونكو ته معاش ترې وركوي. كله يې چې عايد لږ وي او ونه شي كولاى چې د كسانو معاش هم پوره كړي، بيا يې د آغاخان كمپنۍ له خپله ځانه وركوي. بل پارك بوستان كابل دى، چې هغه په شخصي پيسو په شخصي ځمكه كې جوړ شوى دى. د پارك هر څه خپله په دوى پورې اړه لري.))
د سرسبزى د رييس د شكايت له امله چې د زرنګار پارك له پوليسو څخه يې درلود، په زرنګار پارك كې د كابل سيرينا هوټل د پوليسو د پوستې له مشر قوماندان عزيز څخه مو وپوښتل، چې دوى ولې له پارك څخه بهر د يوه هوټل امنيتي پوسته په پارك كې اچولې. او د دې پر ځاى چې د پارك له مسولينو سره مرسته وكړي نورې هم ستونزې ورته جوړې كړې؟
د كابل سيرينا هوټل د پوستې مسؤل د مركې له كولو څخه ډډه وكړه او ويې ويل، چې دوى ته له خپل لوړ مقام څخه ويل شوي چې له خبريالانو سره مركې ونكړي. د نوموړې ستونزې په اړه مو د كابل ښار د پوليسو له دويمې حوزې سره اړيكه ونيوه، د حوزې آمر سمونوال عبدالمحمد چكري وويل، چې نوموړې پوسته چې د كابل سيرينا هوټل د امنيت لپاره پرته ده د كابل ښار د نظم عامه په رياست پورې اړه لري. موږ تر ډېره پورې هڅه وكړه چې د نظم عامه له مسول جنرال شريف سره اړيكه ونيسو، خو ونه توانېدو. له ټولو لوريو چې ناهيلي شوو د كورنيو چارو له ويندوى سره مو د يادې ستونزې په اړه خبرې وكړې، هغوى وويل، چې د ويندوى دفتر نه شي كولاى چې د ډېرو كوچينو موضوعاتو، چې د پارك يوه پوسته ده له تاسې سره مركه وكړي. هغوى زياته كړه چې تاسې كولاى شى، زموږ د مطبوعاتو له شعبې څخه په دې اړه مرسته وغواړئ، هغوى به تاسې ته د مركې زمينه برابر ه كړه، څو تاسې وكولاى شئ چې د موضوع په اړه له قوماندانۍ سره مركه وكړئ. خو د مطبوعاتو مسول وويل، چې تاسې هغه وخت د يادې شوې موضوع په اړه مركه كولاى شى، چې له كورنيو چارو وزارت څخه رسمي مكتوب ترلاسه كړئ.
په كابل ښار كې تفريحي پاركونه د ښار د اوسېدونكو په پرتله ډېر لږ دي، په كابل كې د ګوتو په شمېر پاركونه او تفريحي ځايونه شتون لري، ډېرى پاركونه په هېواد كې وروستيو جګړو ويجاړ كړي. كله چې يو څوك له ډېر كار څخه ستړى كېږي، نو هوسا، شنه پاركونه او تفريحي ځايونه يې يو څه ستړيا رفع كولاى شي. خو موږ چې ګورو د هېوادوالو او كابل ښاريانو دا ستونزه نه ده اواره شوې، په كابل كې دومره پاركونه نشته چې د ستړو هېوادوالو ستړيا رفع كړي، كه شته هم ډېرې نيمګړتياوې لري.