کور / طنز / له شغربه تر مغربه

له شغربه تر مغربه

د زوروروملکونو یو شل پوړه استاځی کابل ته ورسید او سیده  د ټاکنود کمیسیون دوتر  ته ورغی او دهغو سره يې یوه بېړنۍ غوڼده ونیوله
 د کمیسیون مشر  ویل :لکه چې تاسو خبر یاست  د ولسمشري د ټاکنو په  پایله کې زموږ ټول کاندیدان  ډلګۍ مشران راوختل او اوس نو د قانون په اساس  د  هغو دوو کاندید نو  تر منځ  چې تر ټولو يې ډیري رای وړي دي  که بهرنیان راضي وي  د بلي ټاکنې په سر ته رسیدولو سره به یو له  هغو څخه ولسمشر کړو
 شل پوړه استاځی :خو څرنګه چې له رسنیو څخه اوریدل کیږي دواړه  ښاغلی افت صایب او ښاغلی سرخور صایب یو شی دي نو بیاټاکنو ته اړتیا نشته په وچه او لنده به يې مالوم کړو ستاسو نظر په دی اړه څه دی ؟
 د کمیسیون مشر :یا دا درواغ دي  صایب هغوی د یو بل  سره   له شغربه تر مغربه توپير لري دساري په ډول په   زده کړه کې!
شل پوړه استاځی : لطفاً که  تاسو د هغو د زده کړو په هکله څه مالومات راکړ ئ!
 د کمیسیون مشر : د کوم یو افت صایب یا سرخور صایب؟
شل پوړه استاځی :  دافت صایب.
د کمیسیون مشر : افت صیب تر دوو لسمه  پورې  په نقل کامیاب شوی دی په کانګور کې هم ناکامه شوی دی.
شل پوړه استاځی : ښه نو سرخور صیب !
د کمیسیون مشر – هغه هم همدغسې دی.
شل پوړه استاځی : دا خویو شی دي !
 د کمیسیون مشر :یا  بابا هغوی له شغربه تر مغربه توپير لري د ساري په ډول د کار په  تجربه کې
شل پوړه استاځی : لطفاتاسو دهغوی د تجربو په هکله مالومات راکړئ!
د کمیسیون مشر : د کوم یو افت صایب او که  سرخور صایب؟
شل پوړه استاځی :د افت صیب.
د کمیسیون مشر :هغه  لومړی چپراسي و بیا يي ترفیع وکړه او د سپورت ښوونکی شو
شل پوړه استاځی : ښه نو سرخورصایب
د کمیسیون مشر :هغه هم همداسې دی.
شل پوړه استاځی:دا خو یو شی وه !
د کمیسیون مشر :یا بابا له شغربه تر مغربه سره توپیر لري مثلاً په  صحي  حالت کې
شل پوړه استاځی : لطفاتاسو دهغو د صحي حالت په هکله مالومات راکړئ!
د کمیسیون مشر :- د کوم یو، افت صایب او که  سرخور صایب؟
شل پوړه استاځی :د افت صیب
د کمیسیون مشر : افت صایب  لیون حاله دی تل دځان سره لګیا وي په لاري  په لاسو خبرې کوي.
شل پوړه استاځی : څومره بد !  ښه نو سرخورصایب!
د کمیسیون مشر :هغه هم همداسې دی.
شل پوړه استاځی :دا خو دواړه یو شی دي!
د کمیسیون مشر : :یا بابا له شغربه تر مغربه سره توپیر لري د ساري په ډول د هغو ملاتړ
شل پوړه استاځی : لطفا تاسو د هغوی د ملاتړ  په هکله څه مالومات راکړئ؟ .
د کمیسیون مشر :د کوم یو افت صایب او که  سرخور صایب؟
شل پوړه استاځی- د سرخور صیب
د کمیسیون مشر :سرخور صیب هیڅ ملاتړ نه لري یوګاوندي هیواد هغه  لکه یتیم  تر وزر لاندې نیولی دی او په پیسو ورته  ووټونه  رانیسي
شل پوړه استاځی :نو افت صیب !
د کمیسیون مشر :هغه هم همدا سې دی.
شل پوړه استاځی :دا خو توپير نه لري!
د کمیسیون مشر :څه وایاست هغوی له شغربه تر مغربه  توپير لري د ساري په ډول په   سیاست  اوپلانونه کې
 شل پوړه استاځی :لطفاتاسو دهغو د سیاست  اوپلانونه په هکله  څه ووایاست؟
د کمیسیون مشر :د کوم یو، افت صایب او که  سرخور صایب؟
شل پوړه استاځی: د سرخور صیب.
هغه له  سیاسته بوی نه وړي هغه  یوازې د نظام تغیر ول غواړي  چې هغه یې هم  په صلاحیت کې نه دي . بل دا چې پلان نه لري یوازې د څوکۍ لپاره لغتي وهي او  دڅوکۍ خوړې بوړې دي .
شل پوړه استاځی:نو افت صیب!
د کمیسیون مشر : هغه هم همدا ډول دی.
شل پوړه استاځی :دا خو توپیر نه لري!
د کمیسیون مشر :څنګه يې نه لري   لکه له شغربه تر مغربه توپير لري د ساري په ټوکه د هغوی ته د رایو شمېر.
شل پوړه استاځی: لطفاتاسو د هغو د رایو  په هکله څه راته ووایاست .
د کمیسیون مشر : د کوم یو افت صایب اویا که  سرخور صایب؟
شل پوړه استاځی: د سرخور صیب
هغه ته  یو ه ځانګړې ډله کار کوي او رای ورته پيدا کوی شاید داواري  بیا یو هم   پینځوس جمع  یو پوره نه کړي ځکه  روڼاندي  رایې نه ورکوي
شل پوړه استاځی: نو افت صیب
د کمیسیون مشر :هغه هم همدا سې دی
شل پوړه استاځی :دا خو توپیر نه لري!
د کمیسیون مشر :څنګه يې نه لري   لکه له شغربه تر مغربه توپير لري د ساری په ټوکه د هغوی شخصیت
شل پوړه استاځی: لطفاتاسو د هغو د شخصیت  په هکله څه راته ووایاست ؟
د کمیسیون مشر : د کوم یو افت صایب اویا که  سرخور صایب؟
شل پوړه استاځی: د سرخور صیب.
د کمیسیون مشر : هغه نر دی ، افغان دی انسان دی
شل پوړه استاځی: لکه افت صایب
د کمیسیون مشر : بلکل همداسې ده
شل پوړه استاځی: ددوی د توپير په خاطر چې شاید بیا پنځوس جمع یو پوره نه کړی باید وچه لنده وشي ما دا ښوی د سپوږمۍ ډبره له امریکا راوړې، چې  لس میلونه ډالره  بیه لري د هغو تر منځ   وچه  لنده وکړئ.
د کمیسیون مشر ( په خواشینی): په وچه لنده  غوره ولسمشر مالومیږي؟
شل پوړه استاځی:دچا غوره ،د خلکو که د بهرنیانو؟
د کمیسیون مشر :د خلکو
شل پوړه استاځی:نه
د کمیسیون مشر :د بهرنیانو
شل پوړه استاځی:نه
د کمیسیون مشر( په خندا اوخوشالي) :د بهرنیانو او ولس خوښه یو شی ده ؟
شل پوړه استاځی  یا،:له شغربه تر مغربه توپیر لري!