کور / نثر / زرلښته حفيظ

زرلښته حفيظ

  مـــــــــتن  :  ګرانو لوستونکو :- تاسې پوهيږئ چې ګلان دطبعيت دښکلا ګانو بيلګي دي دګلانوليدل دانسان روحياتو ته تازه ګي بخي ګلان دهرانسان خوښيږي زما هم خوښيږي کله کله خو دسپوږمۍ په رڼا کې هم زه دګلانو ليدلو ته دخوب نه پورته کيږمه دهمدغې مينې له وجې زه څورقمه ګلان دکال په مختلفو سيزنونو کې روزمه خو دهغه ګل په روزلوکې چې زه  دماشومتوب نه ورسره مينه لرمه په کاناډاکې پاتې راغلمه دهمدغې ګل دروزولوپه موخه  کتابخانوتولاړمه او دا رات کې راني دروزولو کتاب مې پيدا کړله داګل زړه راښونکی بوي،شني پاڼۍ اوسپين رنګه ګل لري،چې اکثرن په ګرمو مناتقوکېښه روزل کيږي رات کې راني دپسرلې دراتګ سره قلمه کيږي اودفريمانې اوبه سره شحاله وي اوداچې ولې نوم يې رات کې راني ده دا يوه عجيبه کيسه لري درات کې راني معنې دشپې ملکه،دشپې ښايسته ناوې يا دشپې ګل بلل کيږي کلونه پخوادهندوستان په خاوره کې يوه سپيڅلې پرهيزګاره انجلې دګلانو سره مينه درلود هغه په نيمو شپو کې دسپوږمۍ په رڼا کې هم باغ ته دګلابو،چمبيلې اومريمي ګلونو ټولولو ته تله  ګل پاڼۍ  به يې دتاراوستنۍنه تيره کړه ښايسته اميلونه به ترې جوړه وله کله به يې غاړه او کله به يې ويښتانو کېزړوله هغه دماشومتوب نه دګلانو سره ليونې مينه درلود سهاروقتي خپل مندرته دخپل خداې عبادت ته هم تله مخکې له دې چې خپل مندرته ولاړه شي خپل باغ نه به ډيررنګارنګ دګل پاڼۍ لکه دګلابواودچميلي پاڼي له ځانه سره وړلواو په هغه بت به يې شيندلو چې دې دخداې نوردهغې په سترګو کې ليدله دا کار به يې هره ورځ کولو راني دخداې په عبادت کې دونيا هيره کړې وه دراني هرخوښي دپرهيزګارې په سندرو به پيل کيدله راني په شپوشپوبه دخداې عبادت ته ناسته وه تل به يې سپين څادر سپين کميس اوشين پرتوګ  يې په غاړه وه راني دورځې لخوا په ګرمه هوا کې هم دخداې عبادت دشنه اسمان لاندې کوله يواځې او يواځېدخپل خداې سره خبرۍ کولې دباغ په وياله کې په روانه اوبه کېدګرمي له وجې خپل دواړه خپي ښکته کولو دراني مورمړه وه دخداې دپاره دعبادت ميراث دمورنه ورته پاتې وه راني دخپل دولتمند پلاريواځينۍ لوروه دراني ښاستګاران دومرډيروچېخلک يې دحيرانتيا سره مخ کړي وخوراني نه غوښتو ددونيا په عيش کې دخپل خداې دعبادت وختونه هيرکړي يوه شپه راني دسپوږمۍ  رڼا کې دشپې وخت ورنه ختا شوه هغې داسې فکر کاوه چې شپه صبا شوې په منډه منډه باغ ته ولاړه او خپل دګلانو ټوکري يې دګلپاڼو نه ډکه کړه په لوڅو خپومندرته منډۍ وهلې راني مندر ته په رسيدوبي اختاره ګلان يې په هغه بت وشيندلو چې دې دخداې مينه يې پی ماتوله کتل چې دمندرملا په سرو اوښکو دبت مخې ته ژاړي اودراني نوم اخلي چې خدايه راني تاسره ډيره مينه لري اوستا په محبت کې تاته په عبادت کې دراني اخلاص زما زړه ته لاره کړيده اوزه په راني مين يم ته راني زما کړئ او مادراني دخپو خاورې دمندرملاډير ښکلې و هغه هم خداې ته ويلې و چې واده به نه کوي داسې نه چې دواده کولو سره به ده خداي په عبادت کې کموالې راشي راني چې مندرته ورسيدو دمندردملا ژړا او سلکۍ دراني زړه يې ودرده وله ملاخبرنه وچې راني دهغی سرته ولاړه ده په کتوکتو کې دسپوږمې شپه سهار ته نژدی شوملاهماغسی پخپل ژړا او په زاري لګيا ودسهاردپيل سره خلک ډير په قطارکې شاته ولاړول چې راني دمندرملا ته نژدی شوه او دمندردملا سر يې دخپل خداې دخپو نه پورته کړه او خپله خپل خداې ته په زارې پيله کړه او په سجده پريوته او داسې سوال يې وکړله خدايه زه واده نه غواړمه ماته سل سترګې راکړه چې دسپوږمې په شپه کې ستا ديدن وکړمه “ما دشپې ملکه کړه او دمندر دملا سوال هم قبول کړه ” دخداې دلورې دراني دوعا قبوله شوه په دې توګه راني ته خداې د رات کې راني ( يادشپې ملکه)لقب ور کړه  نو دهمدې وجېده چې راني نه هغه ګل جوړه شوه چې شنه پانۍ،سپين ګل لري داسې ګل چې يواځې دشپې لخوا نه سپړيږي او داسې خوشبويي خپروي چې دکلي ټولو خلکو کورونه داخوشبوي معطروي رات کېراني په يوغونچه
 کې ډير ګلونه وي او دا واړه ګلونه درات کې راني هغه سترګي دي چې يواځې هغه وخت سپړيږي چې شپه شي ټول خلک ويده شي او دراني سترګې دشپې په تياره کې دشين ا سمان لمن کې دسپوږمې په رڼااو دستورو په ځلا کې دخداې نورګوري او
 په پټه خوله دخداې عبادت کوي په دې توګه دملا مندرنه خداې داسې مارجوړکړوچې دشپي په تياره کې درات کې راني ليدو ته راځي شپه درات کې راني ګل څانګو لاندې تيروي اودسهار پيل سره بيرته خپل کورته ځي زه چې کله ماشمه ومه ما ددې کيسې
نيمه برخه هم په سترګو ليدلې ده درات کې راني مکمله کيسه به زما په راتلونکې دلنډو کيسو ټولګه کې ولولې!