کور / تازه خبرونه / تایلېنډ : د جيټ دښویېدلو له امله د الوتکي پيلوټ ووژل سو

تایلېنډ : د جيټ دښویېدلو له امله د الوتکي پيلوټ ووژل سو

په تایلېنډ کښي د تند باد او شديد باران  له امله د سپرلۍيوه جيټ الوتکه په يوې مشهوري سياحي جزيره کښي د ناستي پر مهال ښويېدلې ده چي د الوتکي پيلوټ مړ اولس تنه سپاريان پکښي ټپيان سوي دي .

ددغي جزیرې ساحوي مشر (ساک چای جورپېلیټ) د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چي زیاتره زخميان ګرځندویان دي چي پښې يې ماتي سوي خو ډاکټرانو دهغو حالت د اندېښنې وړ نه دئ بللئ .

په نوموړې جيټ ډوله الوتکي کښي ۷۲ تنه سپاره وه چي د تايلېنډ د یوه جنوبي کرابي نومي ښار څخه د کوه ساموي نومي جزیرې پر لوري روانه وه چي حتی جزیرې ته رسېدلې ده خو هلته د کښته کېدلو څخه وروسته سمدستي د الوتکو د کښېنستلو پر لویه لار ښویېدلې ده.

لاندي انځور د جټ الوتکي د سفر لاره ښيي :::

نوموړی انځور د جټ الوتکي د سفر لاره ښيي


د جټ الوتکي دښویېدلو له امله یو تن وژل سوئ دئ