دجنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کښي د نن سهار د ميزايل په هوايي بريد کښي د څلورو ماشومانود ټپي کېدو تر څنګ په سيمه کښي د وسلوالي ډلي د مشر بيت الله مسود مېرمن او يو بل کس وژل سوي دي .
ميزايلي بريدد څو اونيو راوروسته پر سيمه د امريکايي قواو تازه بريددئ چي هدف يې په سيمه کښي د وسلوالي ډلي مشر بيت الله مسود وو خو ميزايل د بيت الله مسود د خسر پر کور لګېدلئ چي د نوموړي يوه مېرمن پکښي وژل سوې او د خسرکور ته يې هم زيان پکښي اووښتئ دئ .
پاکستاني چارواکي بيت الله مسود د بېنظير بوټو په وژنه، د القاعدې سره په اړيکو اوپر حکومتي تاسيساتو باندي په بريدونو باندي تورنوي چي پر سر يې ۵۰ مليونه پاکستانۍ روپۍانعام هم ايښئ دئ ، پداسي حال کښي چي د باجوړ د وسلوالي ډلي د مشر فقير محمد چي ونيول سو؛ پر سر انعام ۱۵ مليونه وو .
د يو بل خبر له مخي پاکستاني مقاماتو د نژدې هغو ۲۰۰ کسانو څخه هم پوښتني-ګروېژني پېل کړي دي چي د شنبې په ورځ د پنجاب ايالت پر عيسوي ميشتو کورنيو باندي يې قرآن ته د سپکاوي په مقابل کښي حمله وکړل، اته عيسويان يې پکښي ووژل او کورونو ته يې اور ورته کړ چي دې پيښي په غربي ميډيا کښي د مسلمانانو د افراطيت تر نامه لاندي زښت زيات انتشار وکړ .
پاکستان د پښتونخوا په شمول نژدې ۱۶۰ مليونه نفوس لري چي زياته برخه يې مسلمانان تشکيلوي .