کور / تازه خبرونه / نايب نثاراحمد بهاوي دآسيا په سطحه د سرو زرو مډال وګاټه

نايب نثاراحمد بهاوي دآسيا په سطحه د سرو زرو مډال وګاټه

دنړۍ د اتل نايب نثاراحمد بهاوي دآسيا په رزمي لوبو کې دسرو زرو مډال وګاټه .

دافغانستان دت کواندو فدراسيون د مرستيال ماستر ضياوالحق بخشي دمعلوماتو له مخې د اسيايي رزمي لوبو لومړۍ پړاو دزمري دمياشتې په اتمه نيټه دپنځه څلويښتو اسيايي هېوادونو دورزشکارانو په ګډون په تايلند کې پيل شو.

د بخشي د څرګندونو له مخې : دنړۍ داتل نايب نثاراحمد بهاوي دهغو نورو افغان ورزشکارانو ترمنځ چې دلوبې دترسره کولو لپاره تايلند ته سفرکړې و دشپږو لوبو په ترسره کولو سره ددغې دورې دسرو زرو مډال ترلاسه کړ. نور افغان ورزشکاران ددغو لوبو دسپينو زرو ديو مډال او ددو ژيړو مډالونو په ترلاسه کولو بريالي شول.

افغان ځوان ورزشکار بهاوي نږدي دوه کاله مخکې په تهران کې دايران داسلامي جمهوريت مشهور ورزشکارته دماتي په ورکولو سره دنړۍ داتلولي نيابت ترلاسه کړل .