کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې د خپریدونکو ورځپاڼو د نننیو ګڼو زیاتره مطالب بیا هم په افغانستان کې د انتخاباتو روان بهیر ، د بهرنیو ځواکونو حضور او د بیت اله محسود وژنې او د هغې اغیزو ته ځانګړې شویدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.


ویسا:


دې خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکا د نوی ستراتیژۍ په پلې کولو کې ځینو ستونزو ته په اشارې لیکلي دي، چې که څه هم ددې نوی ستراتیژۍ اساسي اصول شفافیت، ساتنه او جوړونه ده خو په عمل کې په سمه توګه نه پلې کیږي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د برتانیې د نوی لوی درستیز په وروستیو څرګندونو، چې ویلي دي د د دوی ځواکونه به د څلویښتو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شي تبصره کړې او لیکلي دي، چې بهرنیو پوځونو ته د اوږدې مودې لپاره د پاتې کیدو اړتیا نشته.


په ورځپاڼه کې د بیت اله مسعود تر وژنې وروسته د هغه د ځاې ناستې د ټاکلو په سر جګړې ته هم اشاره شوې او لیکل شویدي، چې پدې جګړه کې د حکیم اله مسعود د وژل کیدو او د مفتي ولي الراحمن د ټپي کیدو خبرونه خپاره شویدي.


هیواد:


دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په راروانو انتخاباتو د تبصرې ترڅنګ لیکلي دي، چې دا نه یوازې د ولسواکۍ اصولو او ارزښتونو بلکه لوړو ملي ګټو ته د ژمنتیا تر تولو ستر ازمون دې.


ورځپاڼې لیکلي دي، چې افغانان یو ځلې بیا باید نړیوالو ته په عمل کې دا ثابته کړي، چې د ولسواکۍ په اصولو کلک باور لري


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د امریکایانو نظرونه راخستي او لیکلي دي، چې په سلو کې څلور پنځوس امریکایان ددې جنګ مخالف دي.


دې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د بیت اله مسعود د وژنې اغیزې څیړلي او لیکلي دي، چې د نوموړي پهوژنې سره په سیمه کې د ثبات هیلې راټوکیدلې دي.


هشت صبح:


دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په راروانو انتخاباتو کې د درغلیو د امکان مسله راخستې او لیکلي دي، چې یوازې په جدي تدابیرو سره د درغلیو مخنیوې کیدای شي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر ورکړې، چې د جمهوري ریاست څوکۍ ته پنځه کاندیدان د خپلو مالي رپورټونو د نه ورکولو له امله له پنځو نه تر اویاو زرو افغانیو پورې جریمه شویدي.


ورځپاڼې په یو بل ځاې کې له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستلو لپاره د کاناډا د وروستۍ بریکړې په اړه د ناټو خواشیني راخستې او لیکلي دي، چې کاناډا غواړي په ۲۰۱۱ میلادي کال کې خپل ځواکونه وباسي.


اصلاح او انیس:


دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې خپاره کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې په راروانو انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خلکو په هڅولو کې د دیني عالمانو رول څیړلې او هغه يې مهم بللې دې.


خو اصلاح بیا هم پخپله سرمقاله کې پدې ټینګار کړې دې، چې روانې ستونزې یوازې د سولې د خبرو له لارې هواریدلې شي.


ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې د انتخاباتو روان بهیر څیړلې او لیکلي دي، چې د افغانستان د ژغورلو لپاره د انتخاباتو له لارې په حکومت کې اساسي بدلونونه راتلاې شي.


ورځپاڼې په یو بل ځاې کې بیا د راروانو انتخاباتو پر امنیت او پدې اړه په کابل کې په جوړې شوې غونډې هم تبصره کړې ده.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي، چې د پاکستان مدني ټولنو او دولتي چارواکو د بیت اله مسعود په وژنې خوښي څرګنده کړې.


ورځپاڼې لیکلي دي، چې دغه ټولنې د بیت اله مسعود وژنه د سولې او ثبات د ټینګښت په لور یو ګام بولي.